مجاهد: امریکا افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره نورې پلمې لټوي

571

د افغانستان اسلامي امارت وايي، آمریکا د ښځو د زده کړو د ځنډ په پلمه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بنديز اعلان د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې، نه بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي. دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې د نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې د افغانستان د سرپرست حکومت هغه مشران او مسوولین چې د نجونو د ښوونځيو په تړلو کې لاس لري، پرې د ويزو او سفرونو محدوديتونه لكوي. د اسلامي امارات ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان یو خپلواک او مستقل هېواد دی او د افغانستان اسلامي امارت مستقل، د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن نظام دی. مجاهد ويلي، لکه څنګه چې د افغانستان اسلامي امارت د بل هېڅ کوم هېواد په داخلي موضوعاتو کې مداخله نه کوي، له نورو ټولو هيوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي او ورنه غوښتنه يې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.