پاکستان د جو بايډن د څرګندونو په غبرګون کې د امريکا سفير احضاروي

452

پاکستان د جو بايډن د څرګندونو په غبرګون کې د امريکا سفير احضاروي

پاکستاني رسنيو نن شنبه د تلې ۲۳مه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له قوله راپور ورکړی چې پاکستان به د امریکا ولسمشر جو بایډن وروستيو څرګندونو په غبرګون کې د دغه هېواد سفير احضار کړي.

رسنيو ويلي، حکومت پرېکړه کړې چې اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم به د اټومي وسلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو په اړه د رسمي دریځ لپاره وروغواړي.

د رسنيو د راپور پر بنسټ ،بلاول بوټو زرداري د اکټوبر پر ۱۵مه، کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته ويلي چې د پاکستان اټومي بنسټونه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له معیارونو سره برابر او خوندي دي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن دوه ورځې مخکې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و، فکر کوي چې پاکستان ښايي د نړۍ يو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو وي، ځکه اټومي وسلې يې نامنظمې دي.

پاکستان د ۱۹۹۸م کال په مې مياشت کې په لومړي ځل د هند اټومي ازمايښتونو ته په ځواب کې د بلوچستان په چاغي سيمه کې د اټومي وسلې ازموينه وکړه.

د پاکستان د اټومي انرژۍ د ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دغه هېواد دا مهال د اټومي وسلو درې بټۍ لري چې دوه يې په کراچۍ ښار کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.