د پاکستان د خوراکي توکو لومړۍ جوپه اسرائیل ته ورسیده

534

د امریکایي یهودانو یوې ټولنې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۰مه (وري ۱۰) وویل چې د پاکستاني خوراکي توکو لومړۍ جوپه اسرائیل ته رسیدلې ده.

یو پاکستاني یهود سوداګر فشیل بن‌ خالد او د “امریکايي یهودي کانګرس” څخه درې نورو اسرائیلي سوداګرو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی په دې معامله کې ښکېل وو.

بن خالد د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند کوي؛ چیرته چې هغه د یهودیت د دین له مخې چمتو شوي خوراکي محصولاتو په تصدیق کولو بوخت دی. هغه دا مواد ټولې نړۍ ته صادروي.

بن خالد په خپل ټویټر پاڼه د بیت المقدس په بازار کې د خرما، وچې مېوې او پاکستاني مصاله جاتو په ګډون د سوداګریزو توکو یوه ویډیو خپره کړې ده. دا ویډیو په دوو ورځو کې تر ۶۵۰ زرو ډېر ځله کتل شوې ده.

هغه امریکا غږ ته وویل چې فکر یې نه کاوه چې دا موضوع به دومره لویه شي، ځکه چې دا اسرائیل ته د پاکستاني محصولاتو لومړی صادرات نه وو.

بن خالد زیاته کړه: “د اسرائیل حکومت او پیرودونکي له پاکستان څخه د مستقیمو بارونو د لیږدیدو په هکله کومه ستونزه نه لري او اسرائیل هم د پاکستان بانکونو ته د پیسو په لیږلو کې کومه ستونزه نه لري.”

ژورنالیستان، سیاستوال، سوداګر او نور خلک چې د دغو سوداګرو ټویټر پاڼې تعقیبوي د دې نوښت هرکلی یې کړی دی. ځینو خلکو له هغه څخه د معلوماتو غوښتنه کړې چې څنګه په اسرائیل کې خپل محصولات وپلوري.

د پاکستان د یو ټلویزیوني چینل یو ویاند سید وقاص شاه، لیکلي دي: “مبارک شه وروره، تاسو په زړه پورې خدمتونه کوئ چې دپلوماتان او سیاستوال ندي توانیدلي ترسره یې کړي.”

يو بل پاکستاني تبعه ضمير احمد ملک ليکلي چې ددې وخت رارسیدلی چې پاکستان او اسرائيل سره نږدې شي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه نادر تجارت په اړه څه نه دي ویلي.

اسلام اباد له اسرائیل سره دپلوماتیکې اړیکې نه لري او دا هیواد په رسمیت نه پیژني، مګر داچې په سیمه کې یو جلا فلسطیني دولت جوړ شي؛ هغه پالیسي چې اکثر اسلامي هیوادونه یې تعقیبوي.

متحده عربي اماراتو او بحرین په ۲۰۲۰ کې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د ابراهیم تړون له مخې له اسرائیل سره خپلې اړیکې بیا پیل کړې. له هغه وروسته سوډان او مراکش هم ورته اقدام وکړ.

د امریکا د یهودانو کانګرس ویلي چې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب نندارتون د پاکستاني او اسرائیلي سوداګرو سره مرسته وکړه چې دا معامله ترسره کړي.

پاکستان په اټومي وسلو سمبال هیواد دی او باور کیږي چې اسرائیل هم اټومي وسلې لري. دواړو هېوادونو له ۲۰۰۵ کال راهیسې کله چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ښکاره سره لیدلي، د امنیتي چارو په تړاو یې پټې ناستې درلودلي دي.

پاکستانيان اسرائیل ته له تګ منع دي، ځکه چې د دغه هېواد په پاسپورټ کې په ښکاره لیکل شوي چې دا پاسپورت له اسرائیل پرته ټولو هېوادونو ته د تګ لپاره د اعتبار وړ دی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.