یو افغان له ۱۶ کلونو راهيسې د امريکا په يو زندان کې بندي دی

787
کابل:
افغانستان کې نيول شوی افغان له ۱۶ کلونو راهيسې د امريکا په يو زندان کې بې برخليکه بندي دی
په دوه زره او لومړي کال کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ، لسګونه زره افغانان يې ووژل يا يې ټپيان کړل او لسګونه زره معیوب شول، زرګونه نور يې ونيول، چې د افغانستان په داخل او بهر کې زندانونو ته انتقال شول، يو هم له هغوی څخه د ننګرهار ولايت د چپرهار د ولسوالۍ اوسېدونکی خان محمد دی چې له شپاړسو کلونو راهيسې د امريکا د کلفورنيا په يو زندان کې بندي دی.
نه پر خان محمد کوم جرم ثابت شوی، نه يې محاکمه بشپړه شوې، نه ورته سزا ورکړل شوې او نه يې د خوشې کېدو لپاره کوم اقدام شوی دی، د هغه کورنۍ د افغانستان د اوسني حکومت او نړيوالو بشري حقوقو له مدافعو سازمانونو څخه غوښتنه کوي، چې د خوشې کولو لپاره يې لاس په کار شي، او  هغه سلامت خپل کور ته ستون شي.
افغان اسلامي اژانس د خان محمد له مشر زوی رفيع  الله سره ځانګړې مرکه کړې، نوموړی وايي چې کورنۍ يې د خپل پلار په جدايۍ کې ځورېږي، او هيله من دي چې يوه ورځ به کور ته راستون شي، د هغه په وينا غواړي چې غږ يې نړيوالو ته ورسېږي.
خان محمد د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د هدياخيلو د سيمې د ګراټک د کلي اوسېدونکی دی، د هغه مشر زوی  رفيع الله افغان اسلامي اژانس ته د هغه د نيول کېدو جريان په دې ډول بيان کړ (د 1358 هجري شمسي کال د عقرب د مياشتې په اومه نېټه (2006/10/29) نوموړی د چپرهار ولسوالۍ مسئولينو وغوښت او ورته يې وويل چې د يوې موضوع په اړه ورسره خبره کوي، د چپرهار په ولسوالۍ کې د هغه مهال د کورنيو چارو وزارت ځواکونو په موټر کې يوړ، او د جلال اباد ښار سره نږدې د فارم هډې په سیمه کې يې امريکايي ځواکونو ته وسپاره چې هغوی بیا بګرام زندان ته انتقال کړ).
نوموړي زياته کړه پلار يې يو نيم کال په بګرام زندان کې تېر کړ، له هغې وروسته امريکايانو د امريکا واشنګټن ډي سي کې يو زندان ته انتقال کړ، په دې زندان کې يې اتلس مياشتې تېرې کړې او له هغه ځايه د امريکا د کلفورنيا کوم زندان ته لېږدول شوی، او تر اوسه هلته بندي دی.
هغه همدا راز وويل چې له نيول کېدو دوه ورځې وروسته بيا امريکايانو د دوی پر کور عمليات وکړل، نهه ساعته يې عملياتو ته دوام ورکړ، ټوله ولسوالۍ يې متضرره کړه، هر څوک به چې له کوره وت، نيولو يې، خو زموږ له کور يې هېڅ شی تر لاسه نه کړ.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وويل چې تر اوسه د خان محمد دوه محاکمې ترسره شوي، او لا يې هم محاکمه پای ته نه ده رسېدلی، په هغه هېڅ تور نه دی ثابت شوی، او بې ګناه په زندان کې د بند شپې ورځې تېروي.
اژانس له هغه وپوښتل چې ايا پلار يې ورته ويلي چې په زندان کې شکنجه شوی که نه؟ رفيع الله وويل (کله چې هم اړيکه ونيول شي، د ډېرو کمو خبرو اجازه ورکوي، هغه موږ ته د زندان پوره معلومات نه شي راکولای، يواځې موږ خبر شوي يو چې د واشنګټن په زندان کې هغه ته رواني تکليف پیدا شوی و، همدا راز نورې روغتيايي ستونزې يې هم پيدا کړې وې چې بيا له هغه ځايه کنلفورنيا ته ولېږدول شو، خو د امريکايانو زندانونه اوس ټولو ته معلوم دي، چې دوی له بنديانو سره کوم وضعيت کوي).
رفيع الله وويل چې د پخواني دولت هيڅ اورګان يې د پلار پوښتنه نه ده کړې، يواځې يو ځل يو خيريه بنسټ د دوی کلي ته ورغلی، او د پلار په اړه يې پوښتنې کړي، چې څلوردېرشو سپین ږيرو او مشرانو د هغه د بې ګناهۍ شاهدي ورکړې ده.
هغه وايي چې په امريکا کې محکمې هغه ته يو وکيل ورکړی و، کله کله به هغه پوښتنې کولې، او له هر چا سره يې چې اړيکه نيولې، د خان محمد د بې ګناهۍ شاهدي يې ورکړې ده، خو اوس هغه هم پوښتنه نه کوي.
نوموړي زياته کړه (دې امريکايي وکيل هم معلومات ټول کړي، د هغه په دوسيه کې يې ضم کړي، خو هېڅ اجراأت نه دي شوي).
د دې پوښتنې په ځواب کې چې وکيل څه ډول پوښتنې کړي؟ رفيع الله وويل (هغوی پوښتنې کوي چې خان محمد له چا سره اړيکې درلودې، ايا طالبانو يا بل چاته يې وسلې يا مالي مرستې چمتو کړي که نه؟ خو هغه يو ملکي سړی و، ټول کلي پېژانده، عادي ژوند يې کاوه، او هر چا ويلي چې هغه بې ګناه دی).
بيا اژانس له هغه وپوښتل چې ايا پلار يې کله کله ورسره اړيکه نيسي، نوموړي وويل (هو، له هغې اړخه کله کله تلفون کېږي، د هغوی خوښه ده، موږ اړيکه نه شو نيولای، کله چې تلفون وکړي، ډېرې لنډې پنځه شپږ دقيقې خبرې کېږي، وروستي ځل يې د تېرې روژې د مياشتې په لسمه نېټه (2022/04/22) اړيکه نيولې ده).
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د هغه د پلار پوښتنه هم وکړي، څو په خېر سره کور ته راستون شي، رفيع الله وويل (اوس يو اسلامي نظام دی، ځينې بنديانو د خوشې کېدو لپاره يې اقدامات کړي، موږ هم تقاضا لرو چې دا نظام د يو خپل افغان مسلمان او مظلوم بندي پوښتنه وکړي، موږ اميد لرو چې حکومت به مو غږ واوري، او د خپل یو مسلمان ورور پوښتنه به وکړي، چې بې ګناه بندي دی).
هغه همدا راز د امريکا پر حکومت او د بشري حقوقو پر نړيوالو ادارو غږ وکړ، چې د خان محمد د خوشې کېدو لپاره لاس په کار شي، هغه څوک چې د بشري حقوقو د دفاع ادعا کوي، اجازه ورنه کړي، چې نور زموږ د کورنۍ او زما د پلار حقوق تر پښو لاندې او کړاو مو دوام پيدا کړي.
نهه ويشت کلن رفيع الله د خان محمد مشر زوی دی چې د پلار د نيول کېدو پر مهال به يې عمر يواځې ديارلس کاله و، رفيع الله ته اوس د کور سرپرستي ورپاتې ده، هغه د خپلې کورنۍ د پاللو لپاره خواري مزدوري کوي، او د خپلې مور او خوېندو ورونو سره د پلار د راتګ انتظار باسي، چې نه ده معلومه دا انتظار به کله پای مومي.
د طالبانو حکومت د بنديانو په موضوع کې خورا جدي اقدامات کوي، په تېر کې يې د يو امریکايي په بدل کې له ګوانتنامو له زندانه خپل پنځه مشران راخوشې کړل، همدا تېره مياشت يې يو افغان حاجي بشر نورزی د يو امریکايي وګړي سره تبادله کړ، او حاجي بشر اولس نيم کاله وورسته بېرته له کورنۍ سره يو ځای شو، هغه د طالبانو د غړي په توګه نه و نيول شوی.
مخکې هم طالبانو خپل مشران له بګرام او څرخي پله له زندانونو راخوشې کړي دي، طالبان وايي چې اوس هم له امريکايانوسره په اړيکه کې دي، خو نه ده معلومه چې له هغوی سره دبنديانو د تبادلې په اړه خبرې کوي که نه.
په امریکا کې يو بل افغان عبدالرحيم هم له پنځلسو کلونو راهيسې بندي دی، چې په ګوانتنامو کې د بند شپې ورځې تېروي، نوموړی په ګوانتنامو کې یواځينی پاتې افغان بندي دی، د تېرې جون په مياشت کې د ګوانتنامو يو بل افغان بندي اسد الله هارون په قطر کې طالبانو ته وسپارل شو، او افغانستان ته راوستل شو.
ډېرو باخبرو سرچينو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د عبدالرحيم ملګري او خپلوان هم د هغه د خوشې کولو لپاره لاس په کار شوي دي.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.