لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۱۷۶ مه برخه

آصف بهاند

924

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلوشپـږاویایمه برخه

 

وطن په خلکو ښه ښکارېـږي

چې خلک نه وي، کنډوالې ته ورته وینه

 

په بل وطن مې سبب جوړ کړې

له خپل شیرین وطن نه وینې قی کومه

 

پردي وطن ته مې زړه نه ځي

نصيب روان دی زه بندي ورسره ځمه

 

د لنډیو د دې برخې لپاره دا نوې لنډۍ غوره شوې دي:

د تماشې خلک مې ډېر دي

د تسلۍ خلک مې ورک له مُلکه دینه

 

پر لالي دوې مستې  مينې

که شولې بنې کور به سره لوخړه کړېنه

 

پیدا یې مور کړي، لوی یې خور کړي

بــیــــا پـــــې مــــزې د کــراچۍ سیـټـان کویـنـه

 

که په ژړا لالی راگـرځي

وچه گیاه به زرغونه په اوښکو کړمه

 

وطن په خلکو ښه ښکارېـږي

چې خلک نه وي، کنډوالې ته ورته وینه

 

پردي وطن ته مې زړه نه ځي

نصيب روان دی زه بندي ورسره ځمه

 

تر لمر لوېدو پورې رانغلې
زه کم نصیبه به تر څو لارې څارمه

 

خلک پیزوان خونړی بولی

تا په نتکۍ د کلا برج ونړاونه

 

اندېښنو دنگ غرونه اوبه کړل

سلام دې ما ته وي، په پښو ولاړه يمه

 

زما قسمت د سالنګ غر دی

پر نورو لمر دی، پر ما واوري ورویـنه

 

وړې ـ وړې یې په مېـړو کړې

څنګه یې ورک کړل د دنیا برکتونه

 

بيا د سهار بانگونه وشول

ژونده اوږو ته مې را خېژه چې دې وړمه

 

د سریندې وچه لرگیه

غږ دې نری دی پرې کوي د وړکیو زړونه

 

ما ته به بل لالی خدای راکړي

نه به دې یاد کړم، نه به مخ در واړومه

 

په بل وطن مې سبب جوړ کړې

له خپل شیرین وطن نه وینې قی کومه

 

لالیه مخکې شه لار گوره

زما لیدلې لارې ټولې ړنگې دینه

 

لیوني سپي رانه چاپـېـر دي

دنیا په غټو ـ غټو ګوري، موږ ترې خورینه

 

کور که د غره پر سر کې جوړ کړ

چې غل له خپله کوره وي، تالا به شینه

 

د بېلتانه اول ماښام دی

د درد گولۍ ورته په لپو، لپو خورمه

 

د یا قربان اواز دې ټيټ کړه

رباب دې مات شه په لمانځه ولاړه یمه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.