۱۹۸۴

مقتصد

511

ـ جګړه سوله ده، ازادي غلامي ده، جهالت ځواک دی!

دا د جورج اورویل د مشهوره ناول ۱۹۸۴ هغه ډایلوګ دی چې دوه جمع دوه له پینځه سره مساوي کوي.

جورج اورویل دغه ناول چې پښتو ژبې ته عزت الله پېژاند ژباړلی، په ۱۹۴۹ کال کې لیکلی و، په دې څو اویا کلنه موده کې د دې ناول څو سوه زره ټوکونه یوازې په انګلیسي ژبه کې پلورل شوي دي او د نړۍ له پنځوسو څخه زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی.

د ناول پلاټ په راتلونکي انګلستان کې ترتیب شوی، چې د اوقیانوس یوه برخه ده او لندن یې پلازمینه ښیي، جورج په انګلستان کې د مشر ورور په مشرۍ د واکمن ګوند دسختې دیکتاتورۍ کیسه بیانوي، هغه ګوند چې کوم خاص نوم یې نشته او خلک یې یوازي د ګوند په نوم سره یادوي.

دا ګوند په دې باور دی چې راتلونکی یوازې د ماضي په بشپړ کنټرول پوري تړلی او د ماضي د کنټرول لپاره اړینه ده چې نن په واک کې واخیستل شي، له همدې امله ګوند تل د وخت د سیاسي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د تاریخ په تحریف او بدلولو بوخت وي.

ګوند تل په دې هڅه کې وي چې د ژوند هر اړخ په خپل کنټرول کې وساتي، ان تردې چې خلک څه فکر او باور لري.

د ګوند ټول کار د خلکو اداره کول او په دوامداره توګه د پروپاګند او وېري خپرول وي.

هیڅوک دهیڅ شي د ترسره کولو اجازه نلري، ان د واده لپاره هم لازمه ده چې د ګوند لخوا جوړې شوې کمیټې ته عریضه وشي او یوازې په هغه صورت کې واده کول ممکن دي، چې دغه کمیټه په دې قانع کړل شي، د واده هدف د ګوند د خدمت لپاره د ماشومانو پیدا کول دي، دا په دې مانا چې هېڅ وګړی خپله شخصي ازادي نه لري او د هر وګړي ژوند د ګوند د موخو په پوره کولو کې تېرېږي.

هر چیرته او هر ځای د مشر ورور پوسټرونه ځوړند دي، چې ګمان کیږي همدا د حکومت مشر دی او په هر پوسټر دا واضح لیکل شوي چې مشر ورور مو ویني یا د فکر پولیس مو څاري، داسې انګیرل کېږي چې پولیس په هرځای کې موجود دي، حتا داسې پټې کیمرې او مایکروفونونه شته چې حکومت کولی شي تاسو په خپل کور کې، که څه هم په تشناب کې یاست د تلویزیون د سکرین له لارې وګوري او هیڅوک اجازه نلري چې خپل تلویزیون بند کړي.

د دولت ټولې دندې په څلورو وزارتونو ویشل شوي دي، چې له جملې یې یو هم د سولې وزارت دی، دغه وزارت له جګړې سره تړاو لري.

دویم یې هم د اقتصاد وزارت دی چې د دولت د اقتصادي چارو په اداره کولو سربېره د لوږې او تندې رامنځته کولو چارې پرمخ وړي، دغه وزارت ډېری وخت د ټلویزیون له لارې د حکومت د پلانونو او د کلنیو هدفونو د لاسته راوړلو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

او ټول خلک مکلف دي چې په تلویزیون کې د حکومت پروګرامونه وګوري، خبرونه یې واوري او په هغو غونډو او لاریونو کې ګډون وکړي چې د دوه دقیقې نفرت په نوم یادیږي، نو په داسې حال کې ستونزمنه ده چې حتا یو څوک د فکر کولو لپاره وخت ولري، ځکه چې ګوند په دوامداره توګه خپل پروپاګنډ او د ویرې خپرولو ته دوام ورکوي.

بل هم د حقیقت وزارت دی چې اصلي دنده یې د سیاسي مصلحت له مخې د تاریخي اهمیت اسنادو بدلول یا حذف کول دي.

په دغو وزارتونو کې تر ټولو خطرناک یې د مینې وزارت دی چې اصلي موخه یې د نظم او دسپلین د ساتلو په موخه مخالفینو ته شکنجه ورکول وي.

په هېواد کې د نیوز سپیک په نوم نوې ژبه عملي کېږي چې د نوې تطبيق شوې ژبې له مخې جګړه سوله ده، ازادي غلامي ده او جهالت ستر ځواک دی او دا د ګوند رسمي شعارونه هم دي.

له بلې خوا په نوې تطبيق شوې ژبه کې د حروفو د شمېر په کموالي سره له ژبې څخه د ازادۍ، بيان ازادي، پوهه او داسې نور کلمې په بشپړه توګه له منځه تللي دي، د دې ټولې پروسې موخه دا وي چې د خلکو ذهنونه د بې شعورۍ لور ته واړول شي.

ګوند په ملي بنسټ کې د مجرمینو د بیا یوځای کولو لپاره رسمي، ساینسي پلوه پروګرام لري، چې درې مرحلې لري:

ښوونه، تشریح او منل؛ د دغو دریو پړاوونو له لارې د مجرمینو په نیولو سره، د ګوند چارواکي دوی ته ټول ځواک او اهمیت تشریح کوي.

او دوی ته ویل کېږي چې ګوند د ټولیز ځواک محصول دی او اصلي واک په شیانو کې نه دی، بلکې د خلکو په ذهنونو حاکم دی او دغه دا واک یوازې د خلکو په عذاب کې ترلاسه کیدی شي.

که وګورو، دا ناول کابو ۷۰ کاله وړاندې لیکل شوی، خو دا ناول نن هم هغومره ګټور او مهم دی لکه د لومړي چاپ په وخت کې، په ناول کې ټول عناصر نن هم نه یوازې زموږ بلکې د نړۍ په هره ټولنه کې موندل کیږي.

په ناول کې ذکر شوی مشر ورور یو فرد نه، بلکه یوه ذهني پدیده ده، چې لاهم په هره ټولنه کې په یوه یا بل شکل کې موجوده ده.

که د ۱۹۸۴ له ناول څخه د ډایلوګونو د انتخاب خبره شي نو هره خبره یې د انتخاب وړ ده او تاسو به د هغه له هرې جملې څخه یو درس ترلاسه کړئ.

لکه یوځای کې راځي، هغه څوک چې تېر کنټرولوي راتلونکی یې په لاس کې دی او هغه څوک چې حال کنټرولوي، ماضي یې په ​​واک کې ده او تر هغو به یو باغي نه شئ، څو چې بیداره نه وئ او تر هغو به هوښيار نه شئ څو چې بغاوت مو نه وي کړئ.

یعنې لکه څرنګه چې د بغاوت لپاره شعور اړین دی، بغاوت هم د شعور لپاره لازمي دی.

د ناول اصلي کرکټر وینسټن سمیت چې د جولیا په نوم یوې ښکلې نجلۍ سره مینه لري او په سیاسي توګه له یو بل سره همفکره وي، په پټه له یو بل سره رومانتيکي اړیکې رامینځته کوي او څه وخت وروسته په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د یو پلورنځي په پورتني پوړ کې کوټه په کرایه نیسي.

د وخت په تیریدو سره، وینسټن له ګوند څخه ډیره کرکه پیدا کوي او د وروڼو یاغیانو ډلې سره لیوالتیا ښیي، خو دی پدې نه پوهیږي چې ګوند د جولیا سره د هغه د اړیکو په اړه خبر دی او هره شېبه یې تر څار لاندې دي.

یوه ورځ د فکر پولیس د دوی پر کور برید کوي او دواړه نیول کېږي، تر نیول کېدو وروسته وینسټن له جولیا څخه جلا کوي او دمینې وزارت ته یې لېږدوي.

وینسټن ته د زندان په موده کې کې دسختې شکنجې سربېره ښوونه او روزنه هم ورکول کېږي، چې موخه یې نه یوازې هغه ته فزیکي درد ورکول وي، بلکې د هغه د خپلواکۍ، فکر او انسانیت د ریښو د وچولو هڅه ترسره کوي.

وینسټن د مینې په وزارت کې ۱۰۱ نمبر خونې ته انتقالوي، دا هغه وحشي ځای وي چې تر سختې شکنجې او غیر انساني چلند وروسته انسان اړ دی، خپل باغي افکار پریږدي او د تل لپاره د ګوند قوانینو ته غاړه کېږدي.

په همدې توګه وینسټن سمیت هم په پای کې د یو داسې انسان په توګه له زندان څخه خوشی شي، چې د خپلې مینې جولیا سره د ملاقات په وخت هغې ته هیڅ احساس نلري بلاخره وینسټن یوازي او یوازي له یوچا سره مینه پیدا کوي چې هغه هم مشر ورور دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.