غزل

محمداجمل کریمي

823
دا خو نه ښه کیږي او نه زره خوشحال کیږي.
خدایه!زما نه به د کوم ژوندانه سوال کیږي؟
ځان ته په دې وجه رسۍ د دار تړلای نه شم.
زما په ذات کې څو کسان اوسي اوبال کیږي.
غم مې ملګری دی شېبه شېبه تر څنګ راسره.
درد مې هم خپل کیږي او هم مې کلیوال کیږي.
اې!داستا نشت دی او که بله یوه بلا هم ده.
په نه خبره مې له ځان سره جنجال کیږي.
د زړه پیوند څه دمنګی،یاکړکۍ نه ده کنه.
چې یا نجار ته وي اړتیا،یا په کُلال کیږي.
میوه چې ور نه کړي خاښونه یې خلګ خود ماتوي.
چې کله هم چرته پالنه د کوم نیال کیږي.
“کریمي” ګونګې آیئنې راته ژړاندې شولې.
اوس مې ژوندون ته ګُمانونه د زوال کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.