مرګ

شفیقه خپلواک

723

ذهن مې دښته
فکر مې وچې څانګې
هیلې مې تور کارغان
ارواح مې سیند، د تکو تورو اوبو
زندګي پنډ د ازغو
زما په کرختو وزرو

مرګی به څه وي؟
مرګی به باغ وي
مرګی به باغ وي
د سپینو ګلو

مرګ مې له توره سینده سفر دی
راڼه ساحل ته
د پستو شګو

مرګی نغمه ده
د توتکیو…
د مساپرو خړو مرغیو

مرګ مې له خپله ځانه پناه ده
ځان چې دنیا کې هېڅ نه ځایېږي
ځان چې عذاب دی
ځان چې مې زهر، زهر خوټېږي

مرګ مې د ساه له ګناه تیښته
مرګی به خوب وي د ملایکې
که به دا نه وي، که به دا نه وي؟
که مرګ ژوندون وي د بلې ځمکې؟

که مرګ تکرار وي
د ازغو لار وي
که مې له ځانه هېڅ واته نه وي
که دښته بیا وي، بیا پکې څرخم
که باران نه وي، او اوبه نه وي؟

که نه کوچېږم، که نه ورکېږم
که نه هستېږم، که نه غوړېږم
که وچه څانګه شم، او بیا ماتېږم
که بیا عذاب وي، که بیا خلقېږم…؟

مرګی به څه وي؟ مرګی به څه وي؟
باغ د ګلانو که سپېره دښته؟
بیا به د ژوند غوندې عذاب وي
که به بیخي جلا کتاب وي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.