د بوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ

شرر ساپی

560

د بشریت په تاریخ کې د بوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ، د تاریخ په پاڼو کې تر ټولو سخت غچ د اولګا (Revenge of Olga ) و.

په 945 م د کییف حاکم (ايګور روريك) د یوې قبیلې په لاس ترور شو، دا قبیله (الدريفليان) نومېده چې په شرقې اروپا کې اوسېده، د کییف حاکم یې لومړی ژوندی ونیوه، بیا یې دوه ونې یو بل ته په ډېر فشار رانېږدې کړې، د دواړو ونو په منځ کې یې وتاړه، بیا یې ونې پرېښودې، د اولګا مېړه ټوټه ټوټه شو.
د حاکم له وژلو وروسته یې مېرمن د قدرت واګې په لاس کې واخیستې، نو دریلفیان قبیلې خپل مخور خلک ورولېږل چې د دوی له مشر سره د واده کولو قناعت ورکړي، دا واده یوازې د واکمنۍ لپاره و.
اولګا ترې د خپل خاوند غچ واخیست او ټول استازي یې ژوندي خښ کړل، بیا یې د قبیلې امیر ته استازی ولېږه چې ورته ووایي له تاسره په واده موافقه لرم… ستاسې سړي مې د دې لپاره ایسار کړي چې په کییف کې په خلکو وګرځي او د دې واده په اړه یې خبر کړي او د قبیلې نور زړور ځوانان هم راولېږه.
د قبیلې سړي کییف ته راورسېدل، د پاچاهڼې ماڼۍ ته ورغلل، هغې یې درناوی وکړ او بیا یې ژوندي وسوځول، اولګا د خپل مېړه د تعزیت مراسم ونیول، د دریفلیان قبیلې ډېر عسکر یې راوغوښتل، هغه 5000 ټول جنګیالي یې حلال کړل چې د تعزیت مراسمو ته راغلي و.
کله چې یې اتلان ورووژل، بیا یې په دریفلیان قبلیه برید وکړ، محاصره یې کړل، دوی ورته زارۍ وکړې د ګبینو په مقابل کې دې ژوندي پرېږدي..
ویې بخښل خو شرط یې پرې کېښود چئ هر کور به درې کوترې ورکوي، هغوی شرط ومانه، کله چې یې کوترې ورکړې، جنګیالیو یې په پښو پورې ټوټې وتړلې، بیا یې اور ورته کړ، کوترې خپلو ځالو ته له اور سره ستنې شوې، ټول ښار یې وسوځاوه.
چا چې د تېښتې هڅه وکړه، نو د اولګا په امر ووژل شول او پاتې یې مریان شول
او په دې توګه اولګا د خپل ګران مېړه په غچ کې ټوله قبیله له منځه یوړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.