ما تر کابله بوځه
د مینې ښار ته
د سرکشې هیلې ښار ته
کابل زما غوندې
چې درد یې څاڅي له هره رګه
نه چا ور خپل کړ نه بیخي پردی شو
نه چا تعریف کړ، نه چا وپېژانده
کابل چې داغ دی
او ناسور دی
ډارونکی خوب دی
چې خلک غواړي د خپل ذهن له پردو یې ټول کړي
خو کابل درد دی
د ټپي عسکر د مات زړګي
ویده په خوب راویښ کړي
له ویښو خوب واخلي
ما تر کابله بوځه
چېرې چې ژوند دومره اسانه تعرفېږي نه
او مفاهیم رڼې اوبه نه دي
د لیونتوب ښار ته
چې د جګړې منځ کې مو کړس، کړس خندل
سپېره خزان مو په رڼو سترګو لید
خو بیا مو هم
تکې شنې پاڼې او ګلان کرل
د هسکو غرونو ښار ته
چې یاغي څوکې یې اسمان ښکلوي
نرمه مچو مې له تندي واخله
د لوی جومات د مینارو سیوري ته
پرېږده ترخې خاطرې باد یوسي
ما تر کابله بوځه
چېرې چې موږ میین شو
او درد مانا ومونده
پرېږده پر هغو لارو، درسره وګرځمه
چې نه پوهېږو، کور ته به روغ ستنېږو
خو بیا به هم زړونه تاوده درزېږي
او زندګي به واقعي حسېږي
ما تر کابله بوځه
چېرې چې مینه او جګړه غاړه غړۍ روانې
چیرې چې هیلې شنې دي
کور ته مې بوځه چې پر بام وناڅم
ستوري چکچکې وکړي
سپوږمۍ رڼا زما پر لمنه شیندي
لکه همدا چې ژوند وي
لکه دا همدا شېبه چې هر څه اوسي
او سبا نه وي مهم
ما تر کابله بوځه
چې مې د شعر الهام دی
کور ته مې بوځه
مور مې لارې څاري
ولاړه وره کې منتظره ماته
راته موسېږي
پلار مې سپین ګلان کرلي راته
چې د بارتو تور لوګی مې له زړه وکوچېږي
او مرطوب شعر ولیکم
ما تر کابله بوځه
د مینې ښار ته
د درد او هیلې ښار ته
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.