زولنې او ځنځېرونه

شفیقه خپلواک

1,328

زولنې او ځنځېرونه

زولنې دي
زولنې دي
چې خوړلې مې حجرې دي
ځنځېرونه، ځنځېرونه
چې په پښو کې مې شرنګېږي

زه باید رڼې اوبه شم
چې په ورو ترې وښویېږم
ځنځېرونه، ځنځېرونه
زه تر څو پکې تاوېږم؟

زولنې دي، زولنې دي
ما دې لمر خپله رڼا کړي
چې هېڅ نه ور ایسارېږي
او هېڅکله نه بندېږي
زولنې، او زولنې
بې مانا کېږي…

ځنځېرونه دایرې دي
داغ مې غبرګې سپینې پښې دي
ما هوا کړئ، ما هوا کړئ
له کړیو مې جلا کړئ

زولنې دي، زولنې دي
په لاسو کې مې پرتې دي
زه دې سره وحشي غوټۍ شم
زولنو کې هم غوړېږي
ژوند یې هېڅ نه محدودېږي
عطر، عطر یې خپرېږي

ځنځېرونه، ځنځېرونه
زما په غاړه کې پراته دي
زه دې خوب شم، زه دې خوب شم
که په سترګو کې ویدېږي
په خیالو کې راویښېږي
زولنې ترې نه تاوېږي
په ځنځېر نه تړل کېږي

زه خوبونه، زه خوبونه
زه د لمر زرین ټالونه
د اوبو راڼه موجونه
د تازه ګلو عطرونه
د هوا خپاره وزرونه
زولنې او ځنځېرونه
زه خوبونه، زه خوبونه…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.