د مکې فتحه_ دریمه برخه

شرر ساپی

1,104

د مکې فتحه_ دریمه برخه

رسول الله _ﷺ_ چې به د کومې غزا نېت وکړ، نو خلک به يې پرې نه خبرول، کله چې يې په مکه باندې د برېد نېت وکړ، ابوقتاده يې د اته کسيزې ډلې په مشرۍ چې محکم بن جثامه هم پکې و، د اضم  درې ته ولېږلو، څو خلک ګومان وکړي چې رسول الله _ﷺ_ دغه اړخ ته مخه کړې ده، نو ځکه يې خپل اسخباراتي مامورين دې خوا ته راستولي دي.

ابوقتاده او ورسره ملګري يې روان شول، په دوی باندې عامربن الاضبط الاشجعي تېرېده، نو سلام يې پرې وکړ، ټولو ترې لاس ونيوه، خو محکم ورباندې د خپلې شخصي موخې په خاطر بريد وکړ، مړ يې کړ او سپرلۍ يې ترې واخيسته،  بيا روان شول، څو چې د اضم درې ته ورسېدل، بېرته مدينې ته راوګرځېدل چې رسول الله _ﷺ_ وويني.

رسول الله _ﷺ_ عائشې ته وويل:

– توښه راته تياره کړه، خو چاته څه مه وايه.

ابوبکر خپلې لور عائشې کره ورغی، هغه لګيا ده رسول الله _ﷺ_ ته توښه برابروي، نينې، وچه حلوا او وړه و، هغه وپوښتله:

– ای لورکۍ، رسول الله _ﷺ_ درته امر کړی دی؟

– بلې.

–  پوهېږې چې کومې خوا ته يې نېت دی؟

–  نه په خدای نه پوهېږم.

په دغه وخت کې رسول الله _ﷺ_ ورننوت، نو ابوبکر وويل:

– ای د الله رسوله کوم خوا ته سفر لرې؟

– هو.

–  نو زه ځان تيار کړم؟

– هو.

–  ای د الله رسوله، کومې خوا ته دې نېت کړی دی؟

–  قريشو پسې ورځم، خو ابوبکره چې څوک خبر نه شي؟

–  ای د الله رسوله، زموږ او د هغوی ترمنځ خو نېټه شته؟

– هغوی خيانت کړی، تړون يې مات کړی دی او څه چې مې درته وويل چاته يې ونه وايي.

عمربن الخطاب ورننوت، د ابوبکر خبره يې واورېدله:

– هغوی ستا قوم دی.

عمر پوه شو چې رسول الله _ﷺ_ مکې ته د روانېدو نيت لري، نو ويې ويل:

– بلې هغوی د کفر مشران دي، هغو خو ته ساحر او درواغجن کړې، په  خدای چې څو درته مکه غاړه کېنږدې، که نور عربان درته غاړه کېږدي.

رسول الله _ﷺ_ خلکو ته د تيارسۍ امر وکړ او ورته په ډاګه يې نه کړه چې کومې خوا ته روان دی. کوچيانو او د مدينې چاپېره مسلمانانو پسې يې خلک واستول ټولو ته به يې ويل:

– څوک که په الله او د اخرت په ورځ ايمان لري، نو رمضان دې مدينې ته راورسوي.

مديني ته عربي قبيلې  اسلم، غفار، مزينه، اشجع، او جهينه راورسېدې، کله چې مسلمانان راټول شول، رسول الله _ﷺ_ خبر کړل چې مکې ته روان دی، بيا يې وويل:

– ای الله د قريشو جاسوسان او قريش ناخبره وساتې، څو يې خاورې ته ناڅاپه ورننوځو.  ای الله غوږونه او سترګې يې واخلې چې ناڅاپه ورسره مخ شو او غافله پاتې شي.

 په هره لاره يې يو ټولګی ودراوه، څو په لاره تېريدونکي خلک وڅاري، نبي عليه السلام ورته وويل:

  ــ هر هغه سړی بېرته راستنوئ چې تاسې يې نه پېژنې.

په مسلمانانو کې داسې څوک هم و چې په مکيانو يې زړه خوږېده، ابوبکرالصديق ورته مشوره ورکړه چې مکې ته مه ځه: “هغه ستا قوم دی”. خو چې رسول الله _ﷺ_ په تګ ټينګار وکړ، هغه يې هم اطاعت وکړ او بيا د مکيانو په اړه يې يو ذره خبره هم په زړه کې ښکته پورته نه شوه، خو حاطب بن ابي بلتعه د مکې ځینې مشرکانو: سهيل بن عمرو، صفوان بن اميه او عکرمهه بن ابي جهل ته د رسول الله _ﷺ_ د نيت په اړه د خبر ورکولو هوډ وکړ نو ويې ليکل:

  ــ (( رسول الله _ﷺ_ د تورې شپې په څېر لښکر در روان کړی دی، د نېز (سيلاب) په څېر روان دي. او په خدای سوګند خورم، که يوازې هم درشي، نو الله به يې درباندې کامياب کړي او الله ورسره خپله ژمنه پوره کوي، الله تعالی يې کومکي او مرستندوی دی، او په دې ليک سره غواړم چې په مکه کې زما مرستندوی اوسئ.

په فکر کې شو چې دغه ليک چا ته وسپاري، د بني عبدالمطلب وينځه يې په ياد شوه، دا په مکه کې سندر غاړې وه، مدينې ته راغله او رسول الله _ﷺ_ ته ورغله چې د لارې توښه ورکړي او خپله بېوزلې يې ورته وژړوله، رسول الله _ﷺ_ ورته وويل:

  ــ په سندرو کې دې داسې څه نشته چې ستا بسنه وکړي؟ هغې وويل: ((په کومه ورځ چې ترې په بدر کې سړي وژل شوي دي، نو له هغې وروسته يې سندرې پرېښېي دي)). نو رسول الله _ﷺ_ توښه ورکړه.

حاطب په ساره باندې ډاډه شو، ليک يې وروسپاره چې قريشو ته يې ورسوي، هغې هم په کوڅيو کې ونغښت چې څوک يې ونه ويني. او ورته يې وويل:

–  تر خپله وسه يې پټ کړه او په لويه لاره مه ځه چې څارونکي پرې ولاړ دي.

ساره په بله لاره روانه شوه، په هغو لسو درهمو او کميس خوشاله ده چې حاطب ورکړی دی، او لا خو به قريش هم ډېر څه ورکړي، که دغه ليک وروسپاري. هغه مکې ته په لاره وه چې رسول الله _ﷺ_ ته د حاطب د کړي کار په اړه له اسمانه  خبر راغی، علي، زبير، طلحه، مقداد، عمار او ابو مرثد ته يې وويل:

  ــ روضه خاخ  ته ځانونه ورسوئ، د اوښ پرشاه په يوه ډولۍ کې ښځه درځي هغې سره د حاطب بن ابي بلتعه ليک دی چې مشرکانو ته يې استولی دی، ترې وايې اخلې او لاره يې خوشې کړئ،  خو که انکار يې وکړ بيا يې سر له تنې پرې کړئ.

دوی پسې راووتل او ښځه يې رالاندې کړه، نو ورته يې وويل:

  ــ ليک دې چېرته ايښی دی؟

په الله يې سوګند وخوړ چې هيڅ ليک ورسره نشته. راکوزه يې کړه، ويې لټوله، سپرلۍ يې هم ولټوله، هيڅ يې ونه موندل، نو علي کرم الله وجهه ورته وويل:

  ــ زه په الله سوګند خورم چې رسول الله _ﷺ_ هيڅکله درواغ نه دي ويلي او نه موږ درواغ ويلي دي، هرومرو به ليک راوباسي، او يا دې بربنډوو او يا دې سر له تنې بېلوو.

کله چې يې د دوی ټينګار وليد نو ويې ويل:

  ــ رانه لرې شئ.

هغوی ترې يوې خواته شول، کوڅۍ يې وسپړلې او ليک يې ترې راوويست، په ډېر تعجب ورګوري، ټولو ورته په ډېره کرکه کتل، ابن اخطل به دې ډمې ته خپل شعرونه ورکول چې رسول الله _ﷺ_ يې په کې غندلی و او دې به زمزمه کول. که رسول الله _ﷺ_ ورته نه وای ويلي چې لاره يې پرېږدئ نو له زړه نه به يې يو تن هرومرو غشی تېروبير ويستلی و.

رسول الله _ﷺ_ ته يې ليک راوړه، رسول الله _ﷺ_ حاطب راوغوښت، عمر ورسره ناست دی، ورته يې ليک وښود او ويې ويل:

  ــ دا ليک پېژنې؟

دوام لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.