محمد رسول الله او ملګري يې

ژباړن: شرر ساپی

1,654

د مکې فتحه_ لومړۍ برخه

ليکوال: عبدالحميد جوده السحار  ژباړن: شرر ساپی

(( په دې برخه کې به ولولئ چې د حدیبې د سولې پر بنسټ خزاعه قبیله له رسول الله صلی الله علیه وسلم او بنو بکر له مشرکانو سره ودرېدله، بنو بکر له قریشو مرسته وغوښته او ۲۰ خزاعیان یې ووژل، نو په دې سره قریشو سوله ماته کړه، ابوسفیان مديني ته په لاره دی چې له رسول الله علیه السلام سره د سولې نيټه وغځوي، په لاره د امیه بن ابي الصلت په اړه فکر کوي چې د ابوسفیان ملګری و، د راهبانو جامې یې واغوستې او انتظار يې ویسته چې راتلونکی نبي همدی دی، نو کله چې په رسول الله علیه السلام وحې راغله، امیه ضد واخیست، ابوسفیان ته يې وویل، ما ټول عمر خلکو ته ویلي چې زه پيغمبر یم، که اوس په محمد پسې روان شم، د نجونو دخندا به شم… راځئ وګورو چې ابوسفیان په خپله سفارتي موخه کې بری کيږ او که تش لاس راستنیږي..))

د مالک بن عباد په نامه د حضرمي کورنۍ يو تن په سوداګرۍ ووت، کله چې د خزاعیانو (خزاعه قبیلې) په خاوره تېرېده، هغو وواژه او شتمني يې ترې واخيسته، نو د خزاعه او (بکریانو)بنو بکر تر منځ دښمني پرېوته. بنو بکر په يوه خزاعي بريد وکړ او ويې واژه. بکریان او خزاعیان يو بل ته په سنګرونو کې ناست و چې اسلام ورننوت او خلک په اسلام بوخت شول، کله چې د حديبې د سولې تړون کېده، نو د دغه تړون په مادو کې يوه ماده داسې وه: که هر څوک د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره يو ځای کيږي، نو يو ځای دې شي او که څوک غواړي د قريشو سره يو ځای شي نو يو ځای دې شي: بنوبکر(بکریان) له قريشو سره ودرېدل، او خزاعیان د رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ په څنګ کې ودرېدل.
او په دې سره د قريشو او د مسلمانانو ترمنځ جګړه ودرېدله، بنوبکر تصميم ونيوه چې له خزاغه قبیلې نه د قريشو په ملاتړ غچ واخلي: د بني بکر ځينې مشران د قريشو مشرانو ته ورغلل د وسلې او سړو غوښتنه يې ترې وکړه، هغوی هم ورسره په پټه راووتل، چې په دغه خلکو کې صفوان بن اميه، حويطب بن عبد العزی، عکرمه بن ابي جهل، شيبه بن عثمان، او سهيل بن عمرو شامل وو او ګومان يې وکړ چې څوک به يې ونه پيژني.
خزاعه مکې ته نېږدې د وتير په سيمه کې میشت وو، په ډېره ارامه فضا کې يې ژوند کاوه، د بني بکر قومندان نوفل بن معاويه د شپې شپې ځان ورورساوه، قريشو خپل مخونه پټ کړي و چې ونه پېژندل شي، خزاعيان په خواږه خوب ويده وو چې دوی ورباندې بريد وکړ، سړي يې ترې ووژل، چېغې پورته شوې، خزاعيانو هم تورو ته لاس کړې چې له خپل ناموس او حرم نه دفاع وکړي او دواړه خوا وې په جګړه کې ښکېل شوې، شل خزاعيان ووژل شو او پاتې حرم ته په شا شول کله چې حرم ته ننوتل خزاعیانو وويل:
ـ نوفله موږ حرم ته ننوتولو، له الله نه ووېرېږه، له الله نه ووېريږه.
خو د بني بکر د قومندان نوفل سينه له کينې ډکه وه،دښمنان يې د تورې د سيورې لاندي دي، بيا دغسې چانس په ګوتو نه ورځي چې له خزاعیانو نه غچ واخلي، له فکر کولو پرته يې وويل:
ــ نن اله نشته، د بکر ټبره خپل غچ واخلئ، په خپل سر مې دې سوګند وي چې تاسې خو په حرم کې غلاوې کوئ، نو اوس خپل غچ څنګه نه اخلئ؟!
جګړه ګرمه شوه او خزاعه د بديل بن ورقاء او د هغه د غلام رافع کور ته پنا يوړه، کله چې تميم بن اسد ساه واخيسته او وېره يې ارام شوه، نو ورياده شوه چې د منبه په نامه د خپل يو قومي سره راوتلی و، د شپې په وتير کې پاتې شو، ناڅاپه د بني بکر او د قريشو له خوا د بريد لاندې راغلل، منبه ورته وويل:
ــ تميمه خپل سر وژغوره، او په خدای زه په هر حال کې مړ يم، که مې دوی ووژني او که پرې مې ږدي.
تميم خپلې پښې سپکې کړې او خپل ملګری يې د ښمنانو ته پرېښود، هغه حس کوي چې د شرم په خولو کې ډوب دی، کوښښ يې وکړ چې د خپل ضمير له غږ نه وتښتي خو ضمير يې شېبه په شېبه بوږناوه، نو په يوه اوږده قصېده کې يې د خپلې تېښتې بخښنه وغوښته.
تورې تيکو ته ننوتې، خو د شعر تورې له تيکو راووتې، هرې قبېلې په خپلو سوبو وياړ کاوه، د بنوبکر شاعرانو پېغور ورکاوه چې خزاعه دومره سپک سپاند شول چې د مريې په کور ورننوتل او د خزاعه شاعرانو بيا په تېرو سوبو وياړ کاوه، دواړه خواو يو بل د شعر په غشو وويشتل چې عمروبن سالم الخزاعي د څلويښتو خزاعيانو سره د مدينې په لور وخوځېده، څو رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ خبر کړي چې بني بکر د قريپشو په ملاتړ په دوی بريد وکړ او ويې وژل، او د رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ سره يې هغه کړی تړون مات کړ.
په مکه کې خبر خپور شو چې صفوان بن اميه، حويطب بن عبدالعزی، عکرمه بن ابي جهل، شيبه بن عثمان او سهيل بن عمرو د بني بکر سره په جګړه کې برخه اخيستي، قريش ووېرېدل چې رسول الله- صلی الله عليه وسلم ـ ته دغه خبر ونه رسيږي، د بني بکر سره مرسته خو د تړون په ښکاره ماتول دي، دا پېښه به مسلمانان راوپاروي او د مکې په لور به يې سوق کړي، په خپلو کړو پښيمانه شول، نو حارث بن هشام ابو سفيان ته راغی او د قريشو د مشرانو د شوې کار په اړه يې خبر کړ هغه وويل:
ــ دا نو داسې يو کار دې چې نه مې په کې ګډون کړی او نه ترې لرې يم. په الله چې محمد به راباندې هرومرو بريد کوي، “هند بنت عتبه” راته خپل خوب ووايه چې ډېر بد خوب و، هغې په خوب کې وينه لېدلې وه جې حجون نه راروانه شي او په خندمه ودريږي.
خلک وارخطا شول، ابو سفيان ته يې وويل:
ــ موږ خو بل څوک نه وينو، ته محمد ته لاړ شه او د تړون په نوي والي او د مودې په غځولو ورسره له سره تړون وکړه.
ابوسفيان او غلام يې په دوه سپرليو له مکې نه د مدينې په لور روان شول. ډېر چابک روان دي او ګومان کوي چې دا لومړی کس دی چې له مکې نه رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ ته روان شوی دی، په خوا خاطر کې يې نه ګرځېدله چې عمروبن سالم او نور خزاعيان دې له دوی نه مخکې شوي وي، د بني بکر او خزاعه ترمنځ د شوې جګړې په سهار رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ د عائشې په کور کې و، عائشې ته يې وويل:
په خزاعه کې څه پېښه شوې.
هغې په وارخطايې وويل:
ــ ای د الله رسوله ايا قريش به د تړون د ماتولو جرآت وکړي؟
ــ د داسې کار له پاره يې ماتوي چې د الله خوښه وي.
ــ خير له پاره؟
ــ بلې د خير له پاره.
رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ په دوهمه شپه د ميمونې سره و، پاڅېده چې د لمانځه له پاره اودس وکړي، هغې واورېدل چې ويل يې:
ــ ستابلنه مې ومنله، ستا بلنه مې ومنله، ستا بلنه مې ومنله! بريالی شوم، بريالی شوم، بريالی شوم.
هغې مخ وروګرځاوه ورته يې وويل:
ــ لکه چې د چا سره خبرې کوي، څوک درسره شته دی؟
ــ د کعب د ټبر راجز” په اوښانو پسې غاړې ويونکی” دی دعوه لري چې قريشو د دوی پر وړاندې له بکر بن وائل سره مرسته کړې.
درې ورځې وروسته چې کله رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ د سهار لمونځ وکړ، عمروبن سالم او خزاعيان مدينې ته ورننوتل، عمرو د رسول الله – صلی الله عليه وسلم ـ په سر ودرېده، او د خپل مظلوميت چېغه يې په خپل شعر کې وکړه:
يادومه محمد ته
زما ربه خپل تړون
پام کوه درنه زوړ نه شي
چې يې کړی و پرون
خورينه يې زموږه
او موږ ستاسې ماماګان يو
اطاعت مو د تا کړی
او په دغه لار روان يو
غږ دې وکړه په ملګرو
چې مو مرستې ته تيار شي
او په دوی کې یو رسول دی
چې تېرې تورې ته لاس کړي
د سپوږمۍ په څېر پړقيږي
د کمال په لور خوځېږي
که پرې ظلم تيری وشي
هغه دم يې رنګ بدليږي
سمندر په څېر لښکرې
دا يې سر کې روانيږي
نو قريشو دې مات کړی
ستاسې عهد او پيمان
په “کداء” کې يې راګېر کړو
څه بې رنګه يې ګومان
په “وتېر” يې حمله وکړه
دوی ذليله و او کم و
موږ ويده و او بېغم و
په رکوع او په سجده کې
موږ يې مړه کړو په تياره کې
د زاجر غږ د نبي کريم کورونو ته ورسېده، عائشې غږ واورېده، مخ يې د ايمان په رڼا وغوړېده. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د خزاعه له راتګه مخکې د قريشو دکړې تړون د ماتونې خبره کړې وه، او دغه دی شاعر يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د مرستې له پاره راغی، عائشه غلې شوه، خوله يې بنده کړه، که څه هم د نفس هر غړی يې په دې ګواهي ورکوي چې محمد په رښتيا د الله رسول دی. ميمونې د عمروبن سالم خبرې واورېدې، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ويلي و: ( دا د بني کعب راجز دی دعوه لري چې بني بکر پرې د قريشو په مرسته بريد کړی دی). او دغه دی د خزاعه شاعر د د رسول الله په جمات کې شعر وايې او د تړون د ماتلو خبر ورکوي او مرسته ترې غواړي. کله چې عمرو د خپل شعر نه فارغ شو، نو په مسحد کې چوپتيا واکمنه شوه، غوږونه بوڅ شو او سترګې د رسول الله عليه السلام په شونډو پورې ونخښتې، نبي اکرم -صلی الله عليه وسلم- ناڅاپه په يو جوهري غږ وويل:
ــ يا عمرو بن سالمه مرسته مې درسره وکړه.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم سترګې له اوښکو ډکې شوې، پاڅېده څادر يې په ځان پسې راښکه او ويې ويل:
ــ الله دې راسره مرسته ونه کړي، که له بني کعب سره داسې مرسته ونه کړم لکه څنګه چې يې له ځان سره کوم.
د بني خزاعه مخونه له خوشالۍ وغوړېدل او خوښي یې لا نوره هله زياته شوه چې رسول الله عليه لسلام وويل:
ــ خزاعه زما دي او زه د خزاعه يم.
بیا وريځ راښکاره شوه، نو ويې ويل:
دغه وريځ ماته د بني کعب په مرسته خبر راکوي.
د بني خزاعه پلاوی په مدينه کې ډېر وخت پاتې نه شو، کله چې يې د تلو هوډ وکړ ورته يې وويل:
ــ په دره کې خواره واره شئ.
رسول الله عليه السلام د دوی راتګ له قريشو پټوي، کله چې له مدينې څخه ووتل، په بېلابېلو لارو لاړل، يوه ډله چې عمروبن سالم په کې و د ساحل لاره ونيوه، او بله ډله چې بديل بن ورقاء په کې و په نېغه لار لاړل.
ابوسفيان او غلام يې د مکې او مدينې ترمنځ پرته لاره د خپلو اوښانو تر ګامونو رالاندې کوي، ډېره ځله ابوسفيان په دغه لاره تللی، خو د سوداګرۍ او جګړې له پاره تللی دی، هر ځل يې د خپلې سوداګرۍ په ګټه او د جګړې په غنيمتونو کې فکر کړی دی، هيڅ ډول اضطراب او انديښنه يې نه ده حس کړې. خو داځل يو ډول ترخه احساسوي، هغه د يو ذليل سفارت په موخه مدينې ته په لاره دی، دا معلومه نه ده چې بريالي راګرځي او که په خپل سفارتي سفر کې پاتې راځي. هغه خپل سر سخت دښمن ته روان دی، د تړون په نوي والي او د مودې په غځولو ورسره خبري کوي، خو پخوا يې تر ټولو لويه هيله دا وه چې له جګړې وروسته محمد او ملګرې يې په زولنو تړلي مکې ته راولي.
غوښتل يې چې په مدينه کې د اسلام ساه بنده کړي او ځان ترې بېغمه کړي. هغه ډېر شوم سړی و خپله شتمني يې په قريشو د زعامت او مشرۍ په تمه ولګوله. د يهودانو سره يې تړون وکړ چې شام ته د سوداګريزو قافلو د غځېدلې لارې ګواښ راکم کړي، خو ټولې هڅې يې شنډې شوې، د محمد وينا يو اسماني ځواک و چې د مسلمانانو پالنه يې کوله.
هغه مهال خو يې کینې زړه خواړه چې د عبدالله زوی محمد صلی الله علیه وسلم وويل، هغه د الله رسول دی او خلکو ومانه، کينه خو به يې ورسره هله زياته شوه چې محمد یوازې په قريشو بسنه ونه کړه، په اوس خزرج يې بسنه ونه کړه، بلکې يو غواړي چې نړيوال دولت جوړ کړي، داسې دولت چې اسلام به يې مشري کوي.
هغه خپلو ملګرو ته د فارس او روم د پاچاهۍ د نيولو زېری ورکړی و، یوازې زیری نه بلکې د هرقل په وړاندې يې د شام پولو ته عملا لښکر وليږه.
ابوسفيان سر ټيټ کړ، په ذهن کې يې تېر يادونه يو په يو لکه د لیدلي خوب په څير تېر شول، هغه او اميه بن ابي الصلت الثقفي د شام په سوداګرۍ ووتل، هر ځای کې به يې چې واړول، نو اميه به د تورات سفر راواخيست او لوسته به يې. هغه يې ويني چې يو ماښام د نصرانيانو په يو کلي کې پرې شپه راغله، نصرانيان اميه ته راغلل، د هغه يې ډېر درناوی او اکرام وکړ، ډالۍ يې ورکړې او خپل کور ته يې بوتلو. بیا د ورځې په نيمايې کې بېرته راغی، خپلې جامې يې وويستلې، توره جوړه يې واغوسته. د ابوسفيان غوږونو ته د اميه غږ ورسېد، ګوندې د کلونو د پردو له شاه نه راووځي:
ــ ابوسفيانه، د نصرانيانو د عالم سره دې ليوالتيا شته چې کومه پوښتنه ترې وکړي؟
ــ نه هيڅ ليوالتيا ورته نه لرم، په خدای که زما په زړه خبره هم وکړي، باور پرې نه شم کولی، خو که زما د توقع خلاف کومه خبره وکړي، نو هرومرو به رارسيږی.
ابوسفيان د خپل نفس په هندار کې اميه بن ابي الصلت ته ګورې چې حبر ته ورځي او يو نصراني سپين ږيری پاتې کيږي ابوسفيان ته وايې:
ــ ته دغه شيخ ته ولې نه ورځې؟
ــ زه يې په دين نه يم.
ــ که په دين يې هم نه يې، ډېرې نااشنا خبرې به ترې واورئ… ته ثقفي يې؟
ــ نه خو قريشي يم.
ــ نو بيا ولې پاتې شوې؟ هغه خو له تاسې سره مينه لري او ستاسې په اړه سپارښتنې کوي.
ابوسفيان د خيال په سترګو اميه ويني چې د شپې په چوپتيا کې راګرځي خپلې جامې وباسي، په بستره پرېوځي نه خوب ورځي او نه پاڅيږي، سهار غمژن او خواشينې راپاڅيږي نه له چاسره خبرې کوي او نه ورسره څوک خبرې کوي، د نفس په ژورو کې يې د اميه غږ وشرنګېده:
ــ نه روانېږو؟
ــ روانېدو ته چمتو يې؟
ــ بلې.
په زړه کې يې د امیه هغه خبرې اترې راوګرځېدې چې د عبدالله د ځوی له مبعوث کېدو څخه يې وړاندې ورسره شوې وې:
ــ ابوسفيانه خبرې نه کوئ؟
ــ تاسره کومه خبره شته دی؟ په خدای په دې څهره مې پخوا نه وې ليدلی، له ملګري څخه له راګرځېدو وروسته دې بڼې تغير کړی دی.
ــ د يو داسې چارې په فکر کې يم چې اوس ورسره مخ نه يم، له بيا راژوندې کېدو څخه وبېرېدم.
ــ او ته به لا بيا هم ژوندی کېږي؟
ــ هو په خدای هرومرو به مرم او هرومر به راژوندی کېږم.
ــ ته زما باور منې؟
ــ په څه؟
ــ په دې چې ته بيا نه راژوندی کېږې او نه هم درسره حساب کيږي.
اميه دغه ورځ وخندل او ويې ويل:
ــ ابوسفيانه، په الله چې هرومرو به راژوندي کېږو او بيا به راسره هرومرو حساب او کتاب کيږي، يوه ډله به جنت ته ځي او بله ډله به اور ته ننوځي.
په هغه ورځو کې ابوسفيان د خپلې ملګرې دغه خبره واورېده او خپل ملګري ته يې په ډېره ارامه وويل: (( ملګري دې څه وويل ته په کومه ډله کې يې)). دا خبره يې په ملنډه وکړه، په بيا راژوندې کېدو يې ملنډې وهلې. هغه اوس مدينې ته په لاره دی، کله چې يې د اميه بن ابي الصلت دا خبره په وجدان کې وشرنګېده نو راټول شو: د محمد قران خو لګيا دی اخرت، ثواب، عذاب، جنت او دوزخ يادوي، نيږدې ده چې طبيعت يې واړوي، اسمان ته يې وکتل، سختې وېرې راواخيست، ډېر ژر بېرته د اميه سره په هغه سوداګري سفر کې کړو خبرو ته غوږ شو:
ــ صخره راځه.
ــ څه غواړئ؟
ــ د عتبه بن ربيعه په اړه راسره وغږېږه، له ظلم او حرامو نه ځان ساتي؟
ــ هو په خدای.
ــ خپلوي پالي او په دې امر هم کوي؟
ــ هو په خدای.
ــ د ښې کورنۍ څخه دی؟
ــ هو.
ــ په قريشو کې ترې بل عزتمن شته دی؟
ــ نه په خدای، ماته خو نه دی معلوم.
ــ اړمن دی؟
ــ نه بلکې ډېره شتمني لري.
ــ څو کلن دی؟
ــ په سلو ور اړوي.
ــ شرف، عمر او شتمني يې عيب ده.
ــ دا نو ولې؟ نه په خدای دا خو يې نوره ښېګڼه هم زياتوي.
ــ ما چې څه وويل همداسې ده.
ــ په دغه شپه کې دا خبرې معما ته ورته وې، خو چې اوس ابوسفيان او مريه يې مدينې ته چابک روان دي، او د لمر په څېر ورته روښانه شوي دي. هغه په افق کې د عبدالله د زوی محمد انځور ويني د نظر ټولې کړکۍ یې د هغه د تصویر په لور دي، هرې خواته چې مخ واړوي ويني يې. د اميه ابن ابي الصلت غږ په فضا کې بڼيږي چې پر ټولو غږونو د پاسه دی:
ــ هغه عربي سړی دی.. د بيت الله د کورنۍ څخه دی…قريشي دی، ستاسې له وروڼو څخه دی… ځوان سړی دی .. پاخه عمر ته ورننوځي. روښانه نښې لري، له ظلم او حرامو نه ځان ساتي، خپلوي پالي او پرې امر هم کوي، اړمن دی، د ښې کورنۍ څښتن دی، ډېری لښکرې يې ملائکې دي.
کله چې يې د نفس په ژورو کې د زړه غږ تلاوت شو، نو سر تر پښو ورپېده: ﴿وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ ﴿7﴾ لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ ﴿8﴾ إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ ﴿9﴾ وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿10﴾ إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ ﴿11﴾ إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ ﴿12﴾ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ وَمَنْ يُشَاقِقِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿13﴾. ((او هغه وخت ياد کړه چې الله له تاسې سره ژمنه وکړه چې (د دښمن) يوه ډله تاسې ته ده. تاسې هيله وکړه چې (بې وسلې ډله) تاسې ته در په برخه شي. او الله غوښتل چې په خپلو کلمو سره حق ثابت کړی او د کافرانو سټه وباسي* څو چې حق ثابب کړی او باطل نابود کړی که څه هم مجرمان (دا خبره) بده مني* هغه وخت ياد کړئ چې له خپل رب څخه مو مرسته غوښته، نو هغه ستاسې (غوښتنه) ومنله (او ويې ويل:) زه ستاسې مرستې ته پرله پسې زر پرښتې درلېږم* او الله دغه مرسته ونه ګرځوله خو يو زېري او څو په هغه سره ستاسې زړونه ارام شي او پرته د الله له لوري کوم (بل) برياليتوب نه شي ترلاسه کېدای. بې شکه چې الله برلاسي، حکمت لرونکی دی* هغه وخت ياد کړئ چې څرنګه(الله) پر تاسې د خوب پرکالي د يوې ارمتيا په توګه واچوله او پر تاسې يې د اسمان څخه اوبه نازلې کړې چې په هغو سره تاسې پاک کړي او د شیطان پليتي له تاسې څخه لرې کړي او د دې لپاره چې ستاسې زړونه(د هيلو له رڼا) سره ونښلوي او په هغه سره (ستاسې) قدمونه ټينګ کړي* هغه وخت چې ستا رب پرښتو ته اشاره کوله چې زه له تاسې سره يم، د مومنانو قدمونه ټينګ کړئ، ژر به د کافرانو په زړونو کښې ډار واچوم، نو تاسې به د دوی(سرونه) د ورمېږونو له پاسه ووهئ او د دوی (لاسونه) به د هرې ګوتې پر بندونو ووهئ(د دوی سرونه او لاسونه په تورو سره پرې کړئ* دا دې له کبله چې دوی د الله او د هغه د رسول سره مخالفت کوي نو بې شکه چې الله ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی))( ).
د ابوسفيان غونی زيږ شو، په پراخه نړۍ کې يې يوې خوا بلې خوا وکتل، د لومړي ځل لپاره ورته ځان سپک ښکاره شو، او په ذهن باندې يې د محمد او د هغه د ملګرو سره تېرې جګړې راوورېدې: ټولو مادي وسائلو باوري کوله چې مسلمانان به ماتې خوري، خو ټولې پايلې سرچپه وختې. په شمير او وسلو کې ترې زيات وو، دا نو د الله مرسته وه، الله يې په ملائکو مرسته وکړه، دا نو د محمد هغه لښکرې دي چې اميه ورته د شام نه د راګرځېدو پرمهال خبرداری ورکړی و، مخکې له هغې نه چې محمدبن عبدالله د حراء له سمڅې راوګرځي او مخکې له دې نه چې پيغمبر شي.
د ابوسفيان په وجدان کې يو اواز شو: (( ته ولې د عمروبن العاص او خالد بن الوليد او د قريشو د نورو مشرانو په څېر مدينې ته نه ورځې او خپل اسلام نه اعلانوې؟!. د خپلې سپرلۍ د پاسه راټول شو، ګوندې دغه خيال له خپل ذهن څخه شړي چې په بې خبرې کې يې پرې يرغل کړی دی، په قهرجن غږ يې وويل، ګوندې خپل نفس رټي:
– زما شرف او منصب به ځي؟!
ابوسفيان په دې پوهېده چې محمد -صلی الله عليه وسلم- ريښتونی دی درواغ نه وايي، داسې چاره يې راوړی چې منصبونه او شرف اوبه کوي. ده خو ورسره د خپل شرف د پرځای کېدو له کبله جګړه وکړه.
بيا ورباندې د اميه ابن ابي الصلت هغه خبرو زور راوړه چې د رسالت نه يې وروسته ورسره کړې وې.
ــ يا اميه، تا چې به يې ستاينې کولې، هغه نبي خو راڅرګند شو.
ــ همدغه حق دی متابعت يې وکړه.
ــ ته يې ولې متابعت نه کوئ؟
ــ د ثقيف له ښځو نه شرمېږم، ما خو دوی ته ويل چې هغه نبي زه يم اوس به مې ویني چې د بني عبد مناف په يوه زلمي پسې کېږم.
ابوسفيان سر ټيټ کړ، د وروځو منځ يې راټول کړ، تندی يې ترش شو، د يادونو له سمندر نه د اميه غږ د ده په ټولو هيلو د خنجر په څېر لږيږي: (( ابوسفيانه زه دې وینم چې ته يې مخالفت کوې، خو د اوزګوړې په څېر به وتړل شې او ده ته به دې راوړي او څه چې يې خوښه وه درسره به يې وکړي)).
ابوسفيان ونه شو کولی چې د اميه په خبرو باندې د ملنډې په څېر خپله شونډه پاستر کړي، که څه هم ډېر کلونه پرې اوښتي دي او په زړه کې يې لا ژوندی ده، خپله اوښه يې نوره هم چابکه کړه چې د ماضي له لړو نه وتښتي، هغه لړي چې د هيلو او راتلونکي مجهول مستقبل رڼا ګانې له منځه يوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.