رژېدلې پاڼې

شبانه پوپلزۍ

877

له ونو څخه پاڼې ورو ورو رژیدلې، ټول زده کړیالان په همدې رژیدلو پاڼو کې روان وو، هر یو خزان پرېښېده، هوا هم بل ډول ښکاریده، هر څه مې په نظر ویرجن راتله نه پوهېږم  ولې!؟

له ځانه سره مې ورو وویل: د خزان موسم ټول خزان کړي یو. څنګ ته روانې نجلۍ راته وکتل، سپېرې چودلې شونډې یې سره وخوځېدې، څه مو ویل؟

نه! نه! هسې له ځانه سره مې ویل خزان هر څه خزان کړي. نجلۍ په خوار انداز راته وکتل، نور یې څه ونه ویل؛ خو هر څه یې په سترګو کې بیان کړه.

همداسې په فکرونو کې ډوبه روانه وم، څه ته مې پام نه و، همدې کې نږدې وو چې له خپل سرحد څخه واوړم. ناڅاپه مې تر غوږو یو لوړ غږ شو. نجلۍ ته چېرې ځې؟

ورخطا مې سر پورته کړ دوه درې قدمه شاه ته ولاړم، اا، ام، چېرې ن نه پام مې نه و، چې دلته رسېدلې یم.

ټوپک په لاس ساتونکی چې د انجنیرۍ او ادبیاتو ترمنځ لاره کې پر دې پار ولاړ و، چې نجونې د هلکانو او هلکان د نجونو خوا ورنه شي، په قهرجن انداز وویل: اوف! له تاسې نجونو موږ تر پزې راغلي یو، هره ورځ د هلکانو خواته په دې او هغې بهانه را روانې یاست.

د ساتونکې خبرې مې پر مغزو سختې بدې ولګېدې؛ خو څه به مې ویل او څه مې ویلی هم نه شوه؛ ورته ومې ویل: سمه ده وبخښئ، نور به پام کوم، له همدې خبرې سره مې موبایل وشرنګېده، پر واتسپ مسج و، موبایل مې وکوت د ټولګي د استازې مسج و. لیکلي یې وه:(نجونو ټولګي ته راشئ استاد راغی). موبایل مې بند کړ ټولګي ته ولاړم.

استاد پر متن پوهنه لګچر ورکاوه؛ په لومړي کتار کې لومړی کس زه ناسته وم. ټولو ټولګیوالو ته مې وکتل، د ټولو پر میزونو د کتابچې پر سپینو پانوپر قلم لیکلې کرښې لیدل کېدې. چا نوټ لیکه څوک استاد ته غوږ وې. که ریښتیا و وایم پر میزونو د زده کړیالانو ایښو کتابچه سخت خوند راکړ ښایسته ایسېدې. ناڅاپه مې ذهن ته هغه زړه بوږنونکې پېښه راغله. خدازده ولې! د خوښۍ په حالت کې د کاج ښونیز مرکز د پېښې انځورونه مې سترګو ته ودریدل. د هغوی پر وینو سرې کتابچې، شهید شوي قلمونه او د زده کوونکو ټوټه ټوټه وجود دا ټول مې ذهن ته راتلل.

ناڅاپه کړنګ شو، په دې سره هغه ټولې کتابچې له میزونو داسې توې شوې، لکه رژیدلې پاڼې، ټول له ویرې لرزیدل. له میز څخه د ترموز غورځېدو او بد اواز ټول په دې فکر کړه، چې خدای مه کړه کومه ناوړه پېښه وشوه.

نېټه: د ۲۰۲۲ د اکتوبر دویمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.