د نه‌ليکلو هنر

اسد الله غضنفر

628

زموږ په زړه کې ډېرې خبرې تېرېږي او ذهن مو د بې‌شمېرو خيالونو زېږنځای دی خو کله چې خبرې کوو، ډېر څه نه پرېږدو.

د ليکلو په وخت په خبرو کې نور چاڼ هم کوو. دا کار ځينې وجې لري. يو خو دا چې تر لوستلو اورېدل او تر ليکلو ويل آسانه دي. بله دا چې خبرې ممکن د هر عمر او هرې سويې مخاطب ته وکړو، خو له لوستونکي مو معمولاً توقع دا ده چې يو څه پوهېږي او ډېر ځله ډېر تفصيل ته ضرورت نه لري. دغه راز د غږېدا په وخت چې د غور لپاره کافي فرصت نه لرو نو ممکن خبرې را نه بې‌ضرورته اوږدې او تکراري شي. خو د ليکلو په مهال د تم کېدلو فرصت راسره وي او لوستونکي توقع لري چې له بې‌ځايه اطنابه ځان وساتو. له بې‌ځايه اطنابه د ځان ژغورلو لپاره پکار ده چې د ليکلو د هنر په څنګ کې د نه‌ليکلو هنر هم زده کړو.

هغه ليکونکي چې د نه‌ليکلو هنر يې نه‌ زده، ممکن د ليکنې اصلي موضوع پرېږدي، په اصطلاح له يوه شاخه بل شاخ ته ټوپ کړي. د مضر اطناب بل مهم ډول د يوې خبرې بيا بيا تکرارول دي. د ليکنې اصلي موضوع ته تر داخلېدو د مخه اوږده سريزه د بې‌ځايه اطناب بله بڼه ده چې د افغانستان په مطبوعاتو کې يې زيات مثالونه موندلای شو. مثلاً که ليکلوال په هېواد کې د معارف د اوسنيو کتابونو په املايي نيمګړتياوو مقاله ليکي نو اول شايد په معاصر افغانستان کې د معارف د کتابونو تاريخچه بيان کړي او د مقالې په دويمه نيمه کې اصلي موضوع ته داخل شي. په افغاني مطبوعاتو کې د اضافي مطالبو د بيان څلورم لوی ډول دا دی چې ليکونکي هغه څه هم په لوستونکي لولي چې لوستونکی ورنه خبر دی. که موږ وايو چې هر سهار لمر راخېژي، دا ناسمه خبره نه ده مګر بديهي حقيقت دی، بيانولو ته يې اړتيا نشته.

تر دې ځايه موږ په ټوله ليکنه کې په اطناب وغږېدو. د اطناب يو بل شکل چې د نثر په بدرنګولو کې يې لا لوی لاس دی، په جمله کې اطناب دی. که زه د خارجه وزارت اعلاميه لیکم او هلته د ايران نوم اخلم نو ليکم به چې: د ايران اسلامي جمهوريت. ځکه دا د دغه هېواد رسمي نوم دی او زه رسمي متن ليکم. خو که سفرنامه ليکم او هر ځای د ايران رسمي نوم اخلم، دا په جمله کې اطناب دی. په اوسني ايران کې د لوړو زده‌کړو د مؤسسو په زده‌کوونکو کې د نجونو ونډه شپېته فيصدو ته رسي (په ۱۳۸۸ کې). څرنګه چې په افغانستان کې يو شمېر کسان د اسلام په نوم د نجونو د تعليم مخالفت کوي نو که وليکم چې د ايران په اسلامی جمهوريت کې د محصلانو دومره فيصده نجونې دي. دلته مقصد لرم. دلته د اېران د اوږده نوم اخيستل اطناب نه دی. په افغانستان کې ډېر خلک په دې خبر نه دي چې د سراليون په نوم هېواد شته، نو که وليکم چې د سراليون په افريقايي هېواد کې، دا عبارت بې‌ځایه نه دی اوږد شوی خو که وليکم چې د پاکستان په هېواد کې، دلته عبارت بې‌ځايه اوږد شوی دی ځکه زموږ لوستونکی پوهېږي چې پاکستان يو هېواد دی. د نه‌ليکلو هنر د ليکلو د هنر ډېر مهم اړخ دی چې د کلام له ښکلا او معنا سره مرسته کوي.

(اسدالله غضنفر. (۱۳۸۹لمريز)، د نثر ليکلو هنر، ۱۳۵ – ۱۳۶مخونه، کابل: مومند خپرندويه ټولنه).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.