کندوز ښار کې ولسي سرچینې وايي چې د ښار اړوند د خاناباد بندر سیمه کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ او وروسته یې ځان وژل دی.
سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې پېښه دوه ورځې وړاندې د لړم پر څلورمه نېټه د کندوز ښار اړوند خاناباد بندر سیمه کې رامنځته شوې ده.
په ورته مهال سرچینې زیاتوي پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې جهش نومي هلک له یادې نجلۍ سره مینه درلوده، خو کورنۍ یې هغه یوه بل هلک ته په نوم کړې وه او له همدې امله دغه هلک لومړی نجلۍ او وروسته یې ځان وژلی دی.
بلخوا د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي وايي چې د کورنیو ستونزو له امله جهش نومي کس د «فریدې» په نوم یوه نجلۍ په توپانچه وېشتلې او وروسته خپل ځان هم ویشتلی چې دواړه وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې یاده نجلۍ دوه میاشتې وړاندې یوه بل هلک ته کوژدن شوې وه او په وینا یې، امنیتي ځواکونو د یادې پېښې د انګېزې معلومولو لپاره خپلې هڅې پیل کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.