غزل

شېبه ګهیځ

858

د خزان پاڼې لوبېږي او د وریځې نڅا ګورې
چې د تالندې کړهار شي تنهایي په بیدیا ګورې

تناسب د ژوند نو څه دی خو د زاڼو کتارونه
یو پر بل پسې روان وي لر و بر په هوا ګورې

ما پیدا کړ نعمتونه خپل خاورین وجود په تل کې
د خپل جسم په حصو کې ته دې پټه ښکلا ګورې

د تقدیر څانګې یې وچې له اسمانه مروره
د لیلا لپې کې وینې ها وای رنګ د حنا ګورې

ته خو هغسې ذات نه یې چې ملا راته ویلي
ته رحیم یې ته رحمان یې ته دې خپله دنیا ګورې

یو سوال زما په زړه دی خو ویلی زه نه شم
دلته څنګه چې ما بولي ربه ته یې روا ګورې

زه مظلومه د تاریخ شوم ناروا یې راته لیک کړ
یوه ورځ به دې شي یاده یوه ورځ به سزا ګورې

د سړک د دواړو غاړو څراغونو ته دې پام دی
شېبې وروسته له تور تمه ته هم داسې رڼا ګورې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.