د بریا او کاروبار اړوند د لیکوال کیوساکي څو مهم درسونه

560

د بریا او کاروبار اړوند د لیکوال کیوساکي څو مهم درسونه:

۱- له خپلو ویرو او ګواښونو تېښته مه کوئ، بلکي ورسره مخ شئ. که داسي وکړئ، نو پر مخ به مو د یوې نوي نړۍ دروازه خلاصه سي.

۲- که غواړئ یوه نوي ځای ته سفر وکړئ، داسي یو کس پیدا کړئ چي مخکي هلته تللی یا اوسېدلی وي.

۳- هڅه وکړئ په خپل ذهن کي لویي هیلي وروزئ، تل فکر وکړئ د یو منظم پروګرام له مخي مخکي لاړ شئ او واړه ګامونه واخلئ. دا د تلپاتي او پایداري بریا راز دی.

۴- ستاسو راتلونکی په هغه کار پوري تړلی دی چي نن یې په ترسره کولو بوخت یاست.

۵- ځیني کسان د بریا لپاره یوازي د خیالونو په نړۍ کي ژوند کوي، خو ځیني نور را پاڅیږي، عملاً لاس په کار کیږي او خورا ډېر کوښښ کوي.

۶- د پیسو لپاره کار مه کوئ، پیسې دې ته اړباسئ چي ستاسو لپاره کار وکړي.

۷- د بریا اصلي رکن صبر او استقامت دی.

۸- که د فکر کولو بڼه بدله کړئ، کولای سئ خپل رفتار ته هم بدلون ورکړئ.

۹- که غواړئ شتمن شئ، ښه طریقه یې دا ده چي نورو ته هم ور زده کړئ ډول شتمن شي.

۱۰- که ناهیلي شئ او له کاره لاس واخلئ، نو له مسکین پرته بل څه نه شئ کېدای. ستاسو په ژوند کي تر ټولو مهمه دا ده چي یو کار وکړئ.

۱۱- ډېری کسان شتمن کېدل غواړي، خو دوی په دې برخه کي یوازي خبري کوي. که غواړئ شتمن شئ، په کار لاس پوري کړئ. لویي هیلي په وړو ګامونو سره پیل کړئ.

۱۲- یوازي خبري کول ارزښت نه لري، تر خبرو عمل غوره دی. که غواړئ یو څوک وتلئ، نو د خبرو پر ځای یې عمل ته ګورئ.

۱۳- مهارتونه او وړتیاوي مو د شتمن کېدو لامل ګرځي.

۱۴- که غواړئ شتمن شئ، نو د ډیرو کسانو لپاره کار او خدمت وکړئ.

۱۵- په اصل کي هیڅ تېروتنه نشته، هغه څه چي تاسو ته تېروتنه ښکاري، په اصل کي مو له فرصتونو خبروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.