د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلاموطندار ته ویلي، نن چهارشنبه د لړم یوولسمه د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنې د یاد وزارت اته کارکوونکي ټپیان کړي دي.
چاودنه نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «کارته مامورین» سیمه کې رامنځته شوې ده.
په دغه پېښه کې د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکو یو کاسټر ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنې ښکار ګرځېدلی دی.
د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د یادې چاودنې له امله د کلیو او پراختیا وزارت اته کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
خالد ځدراڼ همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د یادې چاودنې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.