ښاغلی محمد اکبر کرګر د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

940

اکبر کرګر

(سمندره سمندره )

د ادب سمندر  هغه کس يا چاته چې تر خوراک لیکنه او وخت. زیات مخکې دي
د وطن په ارمان او یادونو کې

د وطن افتخار او ریښتینی خدمتګار د فلسفې او تصوف څیړونکی دروند استاد محترم محمد اکبر کرگر 

هووارد زين؛ تروريزم او جگړه

پتانه ژوند : د فلسفې او تصوف څېړونکی، د لنډي کيسې او  ناول فلسفیانه لیکوال دروند مشر محترم استاد اکبر کرګر صیب سلامونه تاسو ته.استاد محترم موږ ستاسو په خدمتونو خبر او ګواه یو، ویاړو چې زموږ په وطن کې داسې مشران او ارزښت لرونکې علمي او ادبي شخصیتونه وجود لرې۔ محترم استاد په خیر راغلې، که لومړی سر کې د دعوت لوستونکو ته د ځان په اړه یوڅه معلومات راکړئ د افغانستان د کوم ولایت څخه یاست، زده کړي مو  کله او چیرته په کومه برخه کې پای ته رسولې دي؟

اکبر کرګر: زما نوم محمد اکبر کرگر دی. زه د کونړونو د مزار په دره کې زیږیدلی یم. لومړنی ښوونځی مي  د مزار نورګل ولسوالۍ کې لوستی او له هغې نه ورسته  دکانکو ر دلاري کابل ته راغلی یم په ابن سینا عالي لیسه کې شامل شوم. اود دولسم ټولگي د فراغت نه ورسته د ادبیاتو پوهنځې د فلسفې دپارتمنت چې دلومړی ځل له پاره  دفلسفي ديپارتمنت جوړ شوی وو په اوله دوره کې دادبياتو پوهنځي له همدې ديپارتمنت  نه فارغ شوم..
له هغې نه ورسته مې څو ځایونو کې کار وکړ. اول د پښتو څيړنو نړيوال  مرکز کې  چې نوى جوړ شوى و په کار مي پيل وکړ . چې وروسته بيا دغه مرکز  دعلومو اکاډمۍ پوري وتړل شو .د سياسي ملحوظاتو له مخې له نوموړي مرکز څخه ليري شوم ،  دلږ وخت له پاره مې د اطلاعاتو او کولتور وزارت کې کار و کړ. دا مهال  1358کال وو چې زه په دنده ګومارل شوی وم. څه موده نه وه تېره چې زنداني شوم .دسیاسي فعالیتونو په وجه تقریبا یولس میاشتي زندان نه ورسته چې کله راخلاص شوم نو  (د حقیقت انقلاب ثور ) په ورځپاڼه کې کار پیل کړ بيا  دافعانستان راديو   د نشراتو ریاست مرستيال  اوشپږ مياشتي وروسته عسکري خدمت ته ولاړم. د عسکري خدمت نه ورسته بیا د راډیو افغانستان دنشراتو دریس په توګه وګومارل شوم او کار مې پیل کړ. له درې کاله کار وروسته  چې په راديو افغانستان کي مې وکړ  د چاپ اوخپرونو د دولتې کميټي دريس په توگه  په خارج رتبه بست کي مې په کار پيل وکړ ، له هغه وروسته  د گوند د خپرونو ريس اوبيا  دليکوالو  دټولني د مرستيال په توگه مې کار وکړ. ترهغه  چې مجاهدين راغلل  هر څه وران ويجاړ شول زه پيښور ته کډوال او له هغه ځايه وروسته اروپا ته کډوال شوم.

پتانه ژوند: محترم استاد تاسو په پیر روښان او غني خان هم ډېر زیات کار او څېړني کړې دي، څه د دې سبب شو چې تاسو په همدغو مشرانو څېړني وکړې؟

اکبر کرګر: په همدې وخت کې چې ما په راډیو افغانستان کې کار کولوخپله ادبي مطالعه مې هم کوله .زه دغني خان داشعارو سره اند دمکتب له  دورې نه چې په ابن سینا کې مې زده کړي کولې ، اشنا شوي وم. ..
ولي په هغه مهال دغني کلام  ماته لیږ پیچلې وه .کله چې راډیو ته راغلم په راډیو کې زما یو دوست سردارعلي  ټکر دپیښور نه کابل ته راغی دهغه زیاتي سندري ما په لومړي ځل ریکارډ کړې ،  هغه د غني خان کلام لوستلو. زما دغني خان دکلام سره یوځل بیا لیوالتیا پیدا شوه خو دا ځل چې ماد غني خان کلام لوستلو زه پرې پوهیدمه’ دغني خان شعر یو قرار دادي شعر نه بلکې دا واقعأپه لوړه سطحه کې او دکلمې په واقعي ماناء باندي شعر و.دغني خان په کلام کې نه یواځی شعر بلکې فلسفي او عرفاني محتوا یې هم درلوده .ما په همدې خاطر په همدې کلونو کې دغني خان داشعارو په باره کې څیړنه وکړه چې هغه کتاب مې بیا وروسته هم چاپ شو داثر نوم و (غني دشګو په محل کې). په دې کې ماغني خان چې د خیام فارسي شاعر نه يې زياته يادونه کړي وه یعني خیام ته زیاتي اشارې کوي دخیام يادونې هم  کړی دي  . یعني یوه  ناسيده مقایسه مې کړې.’همدا رنګه دغني خان په ژوند باندي او دغني خان په مبارزه اوکلام باندی، د هغه په وطن پالنه  مې  څیړنه کړې’دا څیړنه یوه ابتدایی څیړنه وه’چې بیا په هغه کلونو کې چاپ شوه.خو دغني خان کلام په پښتو ادبیاتو او   پښتو شعر کې داسي دي چې یو وار څوک دهغه لوستلو ته ورننوځې نوبیا یوه جاذبه او ی وکشش وروسره پيدا کيږي ، انسان ځانته کشوي .
په وروستی کلونو کې چې زه کله لندن ته راغلم په لندن کې هم ماغني خان لوسته اوداچې ده ته زیاتره وخت دفلسفي لیکوال اوفلسفې شاعر خطاب کیده.نو زه چې د فلسفې او ټولنيزو علومو. شاګرد وم. ما دفلسفي اړخ نه دغني خان ځیني شعرونه وڅیړل. ما ډیر اثار چې د ده په باره کې لیکل شوي وو له پامه تېر کړل ومې لوستل. دهغه جملې نه د عابد جان کتاب فلسفه (جنون اوجانان) او داسي نور اثار چې په افغانستان کې لیکل شوي وو .خو دعابدجان له اثر پرته نورو اثارو زما تنده نه شوای ماتولی ‘ځکه ډیرسطحي قضاوتونه  اوکليشه يې عبارات وو.
ماله سره څیړنه وکړه  اويو بل اثر مې وليکه . کتاب د دې اثر نوم دى (ماته یو دریاب دنور را) نو دا دواړه ټوکه  په دې ورستیو کلونو ما له سره څیړنه وکړه  اويو بل اثر مې وليکه . کتاب د دې اثر نوم دى ( ماته یو دریاب دنور را) نو دا دواړه ټوکه  په دې ورستیو کلونو  کې چاپ شول.’ماپه دې کې دغني خان داسي یوه شاعري ولیده چې په ده باندي دشرقي تمدن ډېره اغیزه موجوده ده .هغه دشرقي تمدن یوه هستي ده ‘او د دې په خوا کې دپښتني ټولني  د کود او کودیکس یو اصلي استازي هم دى . یعني په پښتونواله باندي پوهیږي او د پښتون دکرکټر ډېره ښه ارزونه کوي چې دا د ده په شعرونو کې موجود او ‘همدا رنګه چې دی کله کابل ته راغلی وو او ما ورسره یوځل ملاقات وکړ ماته يې دشانتي نکيتن دمکتب  چې د  ټيگور پلار  په هند کې جوړ کړی و او دی او ايندرا ګاندي دواړه هلته ورتلل ما ته يې دنوموړي مکتب ځانگړني وويلي .
په دې اساس دغني خان په شعر کې لويديځه فلسفه ، شرقي عرفان ، پښتنواله د ازادي غوښتني غورځنگ جوش   اونور نور ښه ارزښتونه په کې ځاى شويدي  چې دا ټولي خبري ما ته  دليوالتيا انگيزي وي .
بله پوښتنه  چې تاسو د بايزيد روسان په اړه کړي وه يو څه توضيح ته اړتيا لري :
روښاني غورځنگ  چې د بايزيد انصاري يا بايزيد روښان له نامه سره تړاو لري  هغه مهال زما ليوالتيا را وپاروله ،  چې په کابل پوهنتون کې د روښان په نامه يو سيمينار جوړ شو ، په دې سيمينار کې ډيرو پوهانو خپلې مقالي ولوستي، روښاني غورځنگ په خپل وخت کې يو عرفاني اوتصوفي  او د استبداد او د مغلو  ضد جريان وو، زه  دفلسفي اوټولنيزو پوهنو زده کوونکي محصل وم .
کله  چې ما د فلسفي او تاريخ په پوهنځي کي د استادي دنده پيل کړه ، په دي باب مې نوره څيړنه هم وکړه، د علمي رتبي له پاره مې يو کتاب باندي  چې په حالنامه کې د بايزيد روسان عرفاني اوفلسفي څيره نوميږي   بشپړ کړ  ددي کار له پاره زما لارښود استاد خداې بخښلي ارواښاد  کانديد اکاديميسين روهي صيب و. ياد اثر په خپل وخت کې لوستونکو ته په زړه پوري مالوم شو . همدا سبب وو ، چې بيا مې د بايزيد روښان د لمسي ميرزا خان انصاري په افکارو يو اثر وليکه  چې د ميرزاخان انصاري عرفاني اوفلسفي نړۍ ليد نوميږي بشپړ کړ .
په دې نږدي کلونو کې کې کله  چې استاد معصوم هوتک  د بايزيد روښان خير البيان او  صراط التوحيد چاپ کړل  ما ترلاسه کړل نو يو بل اثر مې  د بايزيد روښان اشراقي فلسفه په نامه اثر وليکه  چې دعلومو اکاديمي له خوا چاپ شو .

یوه خبره بايد زياته کړم  اوهغه دا چې  په پښتنو کي هغه لومړني غورځنگ او يا شخصيت  چې د پښتنو د هويت  او تواعميت له پاره د هغه فکر اوهلې ځلي موثري ثابتي شوي دى هغه بايزيد روښان دى. بايزيد روښان د خيرالبيان  د لومړي برخي يا بدايت الکتاب له مخې پښتو ژبي  ته ديني صبغه ورکړه ، ځکه هغه ددې يادونه کوي  چې ماته الهام وشو  چې  د خپلو خلکو په ژبه کتاب وليکه ،له بلې خوا روښان  او  دهغه قوم په هند کې د مغلو استبداد اوبي رحمي ليدلي وه ، نو ځکه يې هغه لاره غوره کړه  چې پر هغي اولسونه اجماع ته رسيدلي شول او هغه ديني عرفاني لاره وه .

همدارنگه هغه هغه مذهبي تحجر او  دوديز واله ماته کړه  اوپه خپلو جماعتونو اوجلسو کې يې ميرمنو ته هم حق ورکاوه  اوان تردې  چې  په روښاني فرقه کې ميرمن د خليفه تر درجې لوړيداى شوه . د هغه په غورځنگ کي بې بې شمسو، بي بي علايي او نوري مشهوري ميرمني وي  چې د خپلو پيروانو سره يې د مغلو سره په مبارزه کې برخه اخيستي ده .

روښاني غورځنگ  د دې سبب شو  چې له روښان وروسته دهغه پيروان او مريدان  پنډ پنډ ديوانونه رامنځ ته کړي . روښاني غورځنگ د نن په څير تل د مغلو د اجيرانو اومزدورانو له خوا تورن کيده ، ډول ډول تورونه پري لگيدل او ان د کفر ټاپي پري لگيدلي . لنډه دا چې ځيني کسان فکر کوي  چې گويا روښاني غورځنگ وځپل شو او نښاني يې له منځه ولاړي خو په ديالکتيکي بنست نه يوازې له منځه تللي  بلکې اغيزې يې تر اوسه شته دا ځکه  چې دې غورځنگ فرهنگ اوادب وزيږاوه  اونورو بيا وروسته دغه فرهنگي جريان تعقيب کړ .

پتانه ژوند: محترم استاد! تاسو تر اوسه څو شمېر کتابونه لیکلې او چاپ شوي دي او اوس فعلا کوم کتابونو یاکتاب ستاسو په لاس کې شته یا تصمیم لری چې ولیکئ؟

اکبر کرګر: زما تر اوسه له څلويښتو نه زیات عنوانه کتابونه چاپ شوي. البته ځینې نور هم ما لیکلي مګر چاپ شوي نه دي په مختلفو وختونو کې مې زیاتي مقالې لیکلې په دې ورستیو وختو کې زما د مقالو مجموعه  چې  سیندونه او اندونه په نامه  ده دوه ټوکه يې چاپ شوې او دریم هم په لاره کې ده. ما دلته د یوې موسسې سره کار کولو د هغې موسسې لپاره ماپه پښتو شعر کې چې څه اثار د کربلا د پیښې او د امام حسین (ض) د شهادت  په باب وو داهم ما راټول کړي ، په فارسي مې ژباړلی او هغو دوستانو چې ما ورسره کار کولو هغوۍ په عربې ژبه ژباړلي چې په عربي باندی چاپ شوي. يو د پښتو ادب معرفي او نور په پښتو کې د کربلا او د امام حسين د شهادت د پيښې په باب دي . له هغه جملي د قنبر علي ورکزي  اثر او همدارنگه له نيمايي زيات  د حمزه شينواري اشعار او نور وو. همدارنگه  د نورو مشهورو شاعرانو اشعار دی چې په دوه جلده کې چاپ شوي.  خو که د خپلو اثارو اړوند ووايم، ما په عمده توگه په دوه  برخو کې کار کړی ده یو تخلیقي کار دی چې ما لنډي کیسې او ناولونه لیکلې دي او بل تحقیقي کار دی چې څیړنه مې کړې ده. د لنډو کيسو په لړ کي مي له سلو زياتي لنډي کيسي ليکلي چې په اتو ټولگو کې  چاپ شوي او د ناولونو په برخه کې مې درې ناوليټونه ليکلي دي . لکه د «غوايي هډوکي»، «واټنونه»  او«يوه ورځ لکه ټول عمر»  اوپه وروستيو وختونو کې مې په يو جلا سبک د حاضرو حالاتو په باب باب يو ناول ډوله ليکنه ده  چې د سوررياليزم په سبک کښل شوي دى  چې د «ارواحو له ښاره»  نوميږي،لا چاپ نه ده.

پتانه ژوند: محترم استاد ستاسو د لنډو کیسو  ګڼ شمېر کتابونه چاپ دي، او نومونه يې څه دي؟

اکبر کرګر: وروسته دا ټولي مجموعې په داستاني کلياتو په نامه زما یو دوست  او ملگري سید اصغر هاشمي راټولي کړې او د يو ضخيم  کتاب په شکل یې چاپ کړې دي. او وروستۍ یوه بله مجموعه چې کلونه او تورتمونه نومیږي دا هم چاپ شوې ده. زما د کيسو ټولگي . له شيبي ، سينده زه سينده بهيږي. کله  چې ماشومان سندره وايي . د زمانو سندره. انځورونه که هېنداره، يادونه او نکلونه، له تورتمه روايت دى.  د ستورو شمير او کلونه او تورتمونه څخه عبارت دي.
البته په دې مجموعو کې لومړني کيسي هم شته  چې ما د پوهنتون په دوره کې لیکلې دی. زما یو استاد وو ارواښاد  داکتر شجاعي ډیر هڅولم . همدارنګه په  دغه استادانو کې  د هغوۍ د لارښوونې  له برکته ما ډیر څه لیکلي.
په همدې لړ کې ما تحقیقي لیکني هم کړې څرنگه  چې ما د فلسفي سره ډیره لیوالتیا وه ما لومړی د مونوګراف یا رساله د سکولاستيک فلسفه باندی رساله وليکله  چي اوس نشته . له هغې نه وروسته ما فلسفه لوستلې او په دې کې د مشهور استاد خدای (ج) بخښلي بهاوالدین مجروح چې زما ډیر محبوب استاد وو د هغه لارښوني زما په پام کې وې د هغه په لیکنو کې زه د عرفان خواته متمایل شوم. همدا رنگه ما د شعر درناوې  په نامه يو اثر کښلي دى چې د وخت د معاصرو شاعرانو په کلام مې ارواپوهنيزه او فلسفي څيړني کړي دي . همدارنگه د داستان او رومان په برخه کې مي د کيسه، داستان او ټولنيز ناخود اگاه يا تحت الشعور باندي هم يو اثر کښلي دي.

پتانه ژوند: محترم استاد  (نوستالياژيا )مطلب د تېر پرون پسي ارمان کول شاعر يا عادي انسان ولي خپل پرون پسي زيات حسرت کوي او څه رنګه مي دا موضوع  وټا کله او تاسو په دې موضوع مکمل کتاب لری که
د دې کتاب په اړه لوستونکو ته څه معلومات راکړئ داڅه رنګه یو کتاب دی؟

اکبر کرګر: هو ما په دې نامه هم د کلاسيکو  اومعاصرو شاعرانو په شعر کي د نوستالژيا څيړنه کړي  چې د کډوالي د ژوند  له احساساتو  نه اغيزمن اثر دى.

پتانه ژوند:  لکه څنګه چې موږ پوهیږو محترم استاد تاسو په فلسفه  تصوف او عرفان کې ‌ډېر معیاري او اساسي کار کړی دی، ایا فلسفه او تصوف یو بل ته نژدې دي که څنګه؟ فلسفه مطلب  څه ته وایي او موضوع یې څه وي؟ او که کله څوک پوښتنه وکړي په علمي اساس  تصوف مطلب څه، تش پيري او مريدي کول او که څه نور هم۔۔۔؟

اکبر کرګر: هو بايد ووايم  چې  دا دوه مفهومه يا گړني تصوف او عرفان زياتره سره خوا په خوا او يو ځاى كارول كېږي. زموږ په ادبي فرهنگ كې كله دواړه په يو مانا راوړل شوي او په ډېرو دقيقو ليكنو او څېړنو كې بيا د دواړو توپير روښانه كېږي، دلته غواړو دواړه گړنې لږ په تفصيل سره وڅېړو، چې د اساسي مطالبو ويلو ته لاره جوړه شي.

د عرفان کلمه «ميستيک» يا ميستيسيزم یوه يوناني کلمه (mysticism) ده چې د مرموز، پټ یا مخفي مانا لري او په فارسي او پښتو کې په «عرفان» ژباړل شوى، د عادت له مخې ځانگړې ديني، نړۍ ليد دی، چې د سيده، شخصي او نږدې اړيکو.

آن يو ځاى کېدلو او له خداى سره د انسان د وصل مانا ورکوي، له هغه لارې چې د اصطلاح له مخې (شهود) او د «باطن تجربه او حال نومېږي. جايز او ممکن الحصول گڼي. عرفاني جريانات او ايډياليستي فلسفه چې له عرفان څخه اغېزمن ده. د مختلفو اديانو د لفافي لاندې په خاص ډول په فيوډالي او له هغو تر مخه دورانونو کې را منځ ته شوی خو د دې ډول تفكر رېښي د بشريت په ډېرو لرغونو مدنيتونو كې موجودې دي .

د عرفاني افكارو او د عالي مقامه عارفانو ژورې، له شوره او هيجان څخه ډكې خبرې د بشريت د معنوي ژوند په بدلون كې هېڅكله د فلسفي افكارو څخه لږ اهميت نه درلود. هېڅ داسې باخبره او ازاده انسان نه پېژنو چې د لوړو افكارو اهميت او د انسان دروني او معنوي مشاهداتو ته لږ اهميت وركړي. انسان تل د مانا په لټه كې و او د معاني د دنيا پلټنه د تفكر او له دروني مشاهدې پرته ممكنه نه ده.

په بل عبارت، د عارف (فاعل) كلمه هم له عرفان (نوم) څخه مشتق شوې كلمه ده، عرفان د پوهې او معرفت په مانا هم كارول شوى دى. عرفان په لغت كې د پېژندنې او پوهاوي څخه اخيستل شوى دی. په اصطلاح کې هغه لاره او روش دى چې د حق پيروان يې د خپل مطلوب د پېژندنې لپاره غوره كوي.

عملي عرفان یعنې سير و سلوك او د فنا اصول او نظري عرفان یعنې د ضوابطو او د كشف او شهودو د روشونو له بيان څخه عبارت دى. د عرفان عملي برخه له تصوف سره څنگ لگوي، سره له دی چې تصوف په لغت كې ډېرې ماناوې لري او د عرفان په څېر نه، بلكې يو عملي جدو جهد را تداعي كوي

امريكايي عالم او ارواپوه ويليم جيمز د عرفان او عارف مفاهيم په لويه كچه د فلسفې او ارواپوهنې په بنيادونو څېړي. هغه په دې عقيده دى چې: معمولاً د عرفان او عرفانيت مفهوم هغه مهال كارول كېږي چې غواړي يوه عقيده او مطلب كوچنى وبلل شي او د منطق او واقعيت ليدنې له مخې اهميت ونه لري، بلكې سوچه احساساتي كار يې بولي. ځينې څېړونكي يې د افكارو د انتقال بڼه يا د ارواحو احضار هم بولي. زموږ په نظر د دې كلمې كارول په همدې بڼه د هغې ارزښت را كموي، برسېره پر هغه يو ټاكلی او محدود شى هم نه مشخصكېږي. په همدې اساس هماغه ډول چې موږ د مذهب كلمه كاروو په دې برخه كې د خپلو عملياتو دايره محدودوو. د عرفاني حالتونو لپاره څلور حالتونه په پام كې نيول كېږي چې كه چېرې دا حالتونه وجداني ځانگړنې ولري هغه ته عرفاني وايو.

د جيمز په قول د عارف لپاره څلور نښانې پېژندل كېږي:

عارف داستان يا روايت نه مني. د عرفان لپاره يوه سيده نښه نښانه دا ده چې بې نښې نښانې وي. عارف او صوفي له هر څه تر مخه څرگندوي چې د هغه حالت داسې دی چې بيانېدلی او ستايل كېداى نه شي او په هېڅ ډول هغه پېښې او حالتونه چې پر عارف راځي، كولی نه شي چاته د هغه په باب څه ووايي يا رپوټ وركړي.

د ويليام جيمز په قول عرفان يو وجداني پېښه ده چې د انسان په دننه كې د یوې روښنايي د پیدا كېدو مثال لري. سره له دې چې عرفانيات په ښكاره كې احساساتو ته ورته دي خو په حقيقت كې عرفاني حالتونه د يو باطني بصيرت روښنايي ده چې د انسان د روان په ژورو كې حقايق را برسېره كوي او د عقل او دليل سره جوړښت نه لري. سره له دې چې په وصف او استدلال سره نه بيانېږي؛ خو په ذهن كې يوه داسې رڼا يو ډول اشراق او كشفيات دي چې د اهميت او مانا لرونكي دي په كُلي توگه دا حالتونه يو با قدرته احساس او په انسان كې يوه داسې اغېزه پرېږدي چې كه تېره هم شي؛ نو اغېز يې له منځه نه ځي.

جيمز د اسلامي عارفانو په څېر هم دا باور لري چې عرفاني حالتونه ژر تېريدونكي دي، زيات دوام نه كوي، آن نيم ساعت او يا حد اكثر يو ساعت يا دوه ساعته دوام كوي او بېرته عارف عادي حالت ته را گرځي.

عرفان هم د شعر او ادب په څېر يوه فرهنګي ټولنيزه پديده ده چې د هغه بنسټ د انسان احساس او عاطفه جوړوي هغه څه چې په عرفان کې مطرح دي هغه دا نسان روح او روان دى.

د شيخ محى الدين ابن عربي په عقيده ډېر قوي او خلاق شعر د صوفي له شعر څخه بل نشته. دا ځکه چې ديني وجدان را ويښوي. شعر د موسيقي او نغمو سره يو ځاى او د اورېدو پر مهال د اورېدونکي وجدان راويښوي چې زياتره د غزل په بڼه را څرګندېږي. که د شعر او لوستونکي په هدف پوه نه شو يا قصيده چې شاعر يې په مينه او انساني عشق سره وايي او په الهي مفهوم يې زمزمه کوي فرق نه شو کولی. وايي چې د فارسي ـ دري ژبې شعر به هېڅکله دومره لوړ معراج ته نه واى رسېدلی، خو د صوفيانه نغمو په مرسته يې وکړاى شول چې لوړ مقام او منزلت تر لاسه کړي. په عرفاني ادب کې چې ډېر مشهور يې رباعيات دي، د رابعه، ابن فارض او ابن عربي له خوا ويل شوي دي. صوفي شاعر د وجودي مانا او له خداى سره د مطلقې مينې سره وصل کوي، حب او عشق د هستۍ راز او لومړى سبب دى.

٢. صوفي چاته او تصوف څه ته وايي؟

عرفان او تصوف سره له دې چې له يو بل سره زيات ظاهري ورته والى لري، خو په ځينو مواردو كې  په بشپړه توگه سره جلا دي. د بېلگې په توگه د افلاطون (۳۴۷-۴۲۷ قم) په مكتب كې د عشق او د معنوي او روحاني اشراقاتو مساله زيات اهميت لري. د افلاطون په عقيده انسان يوازې هغه وخت د دې وس لري چې د پوهې او معرفت كمال ته ورسېږي چې د كشف او شهود لاره او د باطن د تصفيې لاره ونيسي، تر هغې چې علومو ځلا او اشراق د غيب له عالم څخه او له عاليه مباديو څخه د هغه په روح او روان كې ځاى ونيسي.

د افلاطون په نظر د انسان كمال او وروستى هدف هماغه حق ته نږديوالی او د هغه مشاهده ده او د پوهې حقيقت په همدې كې دى. تر هغې چې انسان دې مقام ته نه وي رسېدلی د پوهې او معرفت كمال نه شي تر لاسه كولی. د افلاطون په عقيده د معرفت يواځينۍ لاره كشف او شهود او له حق سره د وصال لاره ده. دلته ده چې د عالم او معلوم او له عاقل او معقول سره يووالي ته رسېږي، چې په خپل ذات كې د عرفان لاره موږ ته روښانه كوي، خو اوس راځو د صوفي په مفهوم غور كوو.

صوفي يو مذهبي او فرهنګي مفهوم دى چې زموږ په لرغوني ټولنه کې خاصو کسانو باندې اطلاق کېږي. دغه کسان په دقيقه مانا يو لړ ځانګړنې لري او هغه ځانګړنې د دوی د ټولنيز دريځ، نفوذ او روحاني اغېز پورې اړه لري.

د صوفي د کلمې د جوړښت په باب ډېر څه ويل شوي دي. د ابوالقاسم قشيري د قشيريه د مشهورې رسالي مولف مهمه وينا (۳۷۶- ۴۶۵) ته راجع کېږي، د هغه د پيروانو نظريه هم ده. هغوی د صوفي کلمه د عربي اشتقاق څخه نه ګوري خو په نا عربي فرهنګونو کې په دې اړوند څه نه دي ويلي:

د ابن خلدون په مقدمه کې د قشيريه عقيده او هغه احتمالات چې د صوفي د اشتقاق په باب يادونه شوې هم را نقل شوي خو د صوف د کلمې جوړښت هماغه د وړيو څخه اخيستل شوى دى. یعنې د وړينو کاليو اغوستونکې طايفه غوره بلل شوې ده.

ابوالحسن غزنوي هجويري چې په پینځمه هجري پيړۍ کې يې ژوند کاوه، په خپل مشهور اثر کشف المحجوب کې هم دا نظريه وړاندي کوي، وايي:

«صوفی را از آن جهت صوفی خوانند که جامه صوف دارد و ګروهی ګفته اند که: بدان صوفی خوانند که ان در صف اول باشند. و ګروهی ګفته اند که: بدان صوفی خوانند که تولا به اصحاب صفه کنند. و ګروهی ګفته اند که: اين اسم از صفا مشتق است، اما بر مقتضاى لغت از اين معانی بعيد می باشد. پس صفا در جمله محمود باشد، وضد ان کدر بود و رسول صلی الله عليه وسلم ګفته است: ذهب صفو الدنيا وبقى کدرها. و نام لطايف اشيا صفو ان چيز باشد و نام کثايف اشيا کدر ان چيز. پس چون اهل اين قصه، اخلاق و معاملات خود را مهذب کردند و از افات طبيعت تبرا جستند، مر ايشان را صوفی خواند. و اين اسمی است مر اين ګروه را از اسماى اعلام: از انچه خطر اهل ان اجل ان است که معاملات ايشان را بتوان پوشيد تا اسمشان را اشتقاق بايد.»

مشهور فيلسوف او رياضي پوه ابوريحان البيروني (۴۰۰هـ ق) هم د قشيريه د رسالې د ليکوال په څېر په دې نظر دى چې د صوفي اشتقاق له عربي څخه نه دى خو د هغه د وجه تسمیې او اشتقاق يې د يونانې کلماتو له مخې بيان کړى دى. هغه په دې باور دى چې د دې کلمې اصلي مانا د يوناني له سوفيا Sopes څخه اخيستل شوى او د حکمت مانا لري چې له فيلا او سوفيا څخه ترکيب شوى دى. يعنې د حکمت لېوال او محب مانا لري. څرنګه چې په اسلام کې يوې داسې ډلې ظهور وکړ چې په عقايدو کې له يوناني پوهانو سره ډېر نږدې ول؛ نو د سوفيه يا صوفيه په نامه ياد شول، خو د نومونې په وجه باندې پوه نه شول، بلكې ويل يې چې د صوف مانا يعنې وړينې جامې دي.

مشهور فرانسوي ختيز پوه هنري کربن هم په خپل مشهور اثر اسلامي فلسفه کې دواړه نظريې را اخلي او د ابو ريحان البيروني د نظر تاييد هم کوي. وايي:

د معمول په توګه د صوفي ګړنه د عربي له صوف څخه چې د وړيو په مانا ده مشتق شوې ده. دا کلمه د صوفيانو عادت او کړو وړو او کړنو ته اشاره ده چې کله به يې د سپينو وړيو کالي او خرقه اغوستله دا هم د دې لپاره چې له نورو خلکو څخه د دوى توپير وشي، په دې ډول ځانونه له نورو جلا څرګندوي. په دې اساس دا ګړنه د اشتقاق له مخې د صوفيانو معنوي زده کړو ته هېڅ ډول اشاره نه لري چې د اسلام د نورو فرقو له عباداتو څخه يې توپير وشي.

په هر حال د صوف د کلمې کارولو وجه او دليل هم ډېره لرغونې ماضي لري. همدارنګه د صوفيه ګړنه د هغه عارفانو بيانوونکې ده چې تصوف ته يې مخه کړې وه. د تصوف ګړنه د تفعل له مصدر څخه د صوف له رېښو اخيستل شوې ده او مانا يې د صوفيه طريقې ته عقيدت دى. دا ګړنه د معمول په توګه په تصوف باندې اعتقاد ته کارول کېږي

هنري کوربن د صوفي د کلمې دويم بديل هم تشريح کوي او هغه هماغه د ابوريحان البيروني نظريه ده چې د فلسفي يا فيلاسوفي له رېښې اخيستل شوې ده او دا بديل تر ډېره حده قانع کوونکی هم برېښي. هغه په دې ډول: «يوه بله توضيح چې په دې مورد کې يو څه قانع کوونکې برېښي هغه دا ده چې تصوف د  (sopose) سوفوس معرب ده، سره له دې چې ختيز پوهانو دې ګړنې ته دومره پاملرنه نه ده کړې،

خو ابوريحان البيروني په څلورمه هجري قمري پېړۍ کې په دې باب خبرې کړې دي چې د يوناني فيلسوفPhilosophos د ګړنې سره (د ص تورې په س) اوښتی دى او په دوو کلمو کې يو له بله سره توپير لري.

سره له دې چې په لويديز تمدن کې تصوفي افکار دومره زيات اغېزمن نه وو او نه د صوفيانو نفوذ ډېر څرګند و، خو تر کومه ځايه چې لويديځو ختيز پوهانو د تصوف او صوفي په باب څېړنې کړي؛ ځينې ګوټونه او خواوې يې روښانه کړي دي. په دې اساس د لويديځو ختيز پوهانو په څېړنو کې چې هانري کوربن په کې راځي، د فکري دایرې پراختيا ګورو.

مشهور روسي اسلام پوه پطروشوفسکي دا نظريات راټول کړې او په لاندې ډول يې را لنډوي:

«ځينې څېړونکي لکه ريخارد هارتمان، ماکس هورتن او نور تصوف د هندي منابعو (هندويي کيت (دین) ودانتا او بودايي) څخه بولي. د «ر. هارتمان» په عقيده هغه شرايط او سيمه چې د زرتشتګري، بودايي دین او اسلام د يو ځاى کېدو سيمه وه هماغه منځنۍ اسيا ده او له منځنۍ اسيا څخه د هندوانو د عرفان او د هغو عملي زهد د اريايانو په وسيله په اسلام کې نفوذ کړی دى. واګاردلوسکي روسي پوه هم دا نظريه تاييدوي، خو دا يوازې فرض او مفکوره وه چې هېڅکله په واقعيت او مدارکو نه ده ثابته شوې. دلته هم هماغه د نژاد پالنې نظريه ليدل کېږي، په دې مانا چې تصوف د عربيت پر ضد «اريايي غبرګون و (هندو اريايي)، ماکس هورتن د بودايي دین نفوذ او د هغه مقدم شکل و، دانتا په تصوف کې ويني.»

په دې اساس د تصوف په رامنځ ته کېدلو کې درې نظريې مطرح شوې دي چې کولی شو مسيحي سرچينه يا د مسېحيانو افلاطوني، اريايي منشاء او هندي منشاء یې ونوموو.آ. فون کرمر بیا يوه بله پېچلې نظريه د تصوف د تکاملي سير د پيدايښت په باب چې له دوو سرچينو څخه را منځ ته شوې، وړانديز کوي. فون کرمر وايي: داسې برېښي چې تصوف دوه بېلابېل عناصر ځانته را جذب کړي دي. يو ډېر مخکينی چې هماغه د مسيحي زهد عنصر دى او د اسلام له پيل څخه يې ژور اغېز درلود او بل يې وروستۍ منشا‌ء چې بودايي منشاء ده او د زياتېدونکي اغېز له مخې یې په اريايانو کې اسلام او تصوف ته لاره پيدا کړې ده. اى. ګولدتسهر تر یوې اندازې د کرمر نظر په لږ بدلون سره مني او وړانديز کوي چې د تصوف لپاره دوه عناصرو ته قايل شو: يو زهد او بل عرفان په خاصه توګه تصوف.

د ګولدتسهر په وينا زهد يوازې اسلام ته نږدي او سرچينه يې د شرقي مسيحيانو د رهبانيت نفوذ و، په داسې حال کې چې عرفان او تصوف په عقلي فلسفه ولاړ و، یعنې په متقدم دوران کې یې په نیو افلاطوني فلسفه او له هغه زيات په بودايي فلسفه تکیه کوله.)

اوس كه همدغه پورتنی بحث را ټول كړو؛ نو دا ويلی شو چې په عرفان او تصوف كې عواطف د عقل او زړه له سر نه زیات د پام وړ او پر هغه باور او ټينگار كېداى شي.

د عرفاوو (عارفانو) په گروهه مادي نړۍ او د انسان جسمي واقعیت دومره د پام او ارزښت وړ نه دى، خو د هر څه په نسبت د معنویاتو تله درنه ده.

په عرفان كې روح پر جسم برتري لري. جسم يوې داسې پنجرې ته ورته دى چې روح په كې بندي دی، نو د دې لپاره چې خپل وروستي هدف ته ورسېږي باید له جسم څخه ځان جلا کړي.

د روح حرکت د وحدانیت خوا ته د مینې په «اورګاډي» کې کېږي او د عاشق سفر د معشوق خواته دی. د مینې سفر د معشوق خوا ته په لومړي پړاو کې جسمي او فزیکي وي، یعنې د صوفي مینه د یو ښایسته انسان سره، خو دا مینه یا جاذبه رښتینې نه ده، بلکې مجازي ده او د حقیقي مینې لپاره یوه وسیله ده. ظواهر لکه جایداد، مقام او کالي نه یوازې ارزښت نه لري، بلکې سړی بې لارې كوي او د ذهن د تیاره کولو سبب ګرځي.

رښتینى واقعیت کُلي دی او هره پدیده چې یوازې او له نورو پدیدو څخه بهر تر بحث لاندې راشي نیمګړې کېږي او واقعیت تحریفوي. همدا وجه ده چې صوفي ته ژبه یوه ډېره خطرناکه وسیله ده. ژبه د هر څه لپاره یو نوم ټاکي او دا نومول خامخا حقیقت نیمګړی او ټوټه ټوټه کوي.

د ښاغلي محمد اکبرکرګر د آثارو په تړاو یو څو لنډې خبرې: – لراوبر ویب پاڼه

پتانه ژوند: محترم استاد ستاسو لنډي کيسې د فلسفيانه افکارو زېږنده دي او د کيسو ژبه مي د رمز ژبه ده هم داسي ستاسو  ناولونه دي ۔ دا وروستی ناول مي” ټول عمر لکه يو کال“ په اړه ويل کيږي ”ميجکل رياليزم“ يا جادويي حقيقت د تيورۍ په اساس  ليکل شوی ناول دی ميجکل رياليزم مطلب څه؟

محمد اکبر کرګر: د لنډي کیسې دپیل په برخه کې دلیکوال میتود او رویش. موحیم دی.ځیني لیکوال حدیثه په یو تسلسل سره پیل کوي یعني دپیل نه ترپایه پوري یعني مثلن ځیني نور لیکوالان بل تخنیک کاروي چې د حدیثې هغه اصلی معاجره په لومړی سر کې راولي او بیام کیسې یا داستان ته دوام ورکوي ترڅو چې پای ته ورسیږي اویا په داسی جمله یا عبارت باندي پیل کوي چې هغه دکیسې سره تړاو ولری چې کیسې ته دهغې نه انتداد ورکول کیږی او کیسې ته دهغه نه فراختیا ورکول کیږي ‘باید ووایم چې کیسه یا داستان کوم ژورنالستک رپوټ نه ده کومه تحقیقي مقاله هم نه ده کومه عدی مسله نه ده بلکې دا تخلیق دی دا هنر دی او هنر هیڅکله داسی چوکاټ او داسی حدود نه لری بلکې داتبعن د انسان یا دهستونکې دزهن او یاد هغه داپکارو. او نوښت سره رابتعه لري.چې څرنګه کولای شي په یو شکل سره’خو اصلي او موحیم شرت پکې دا دی چې کیسه باید هنر ولری ‘اوپه هنري لهاز باید پیاوړې وي او ښایست ولری چې دلوستونکې لپاره دمنلو وړ وي. لیکوال هم دکیسې په پیل کې هم دکیسې د پای لپاره په دواړو سورتونو کې باید همدارنکه خپل ځان چې دلیکوال په هیس مترح کوي اړینه ده باید خپل ځان دلوستونکې په هیس هم مترح کړی’او د لوستونکې د زاوېې دا کیسه ولولي او یا داسي فکر وکړي چې زه د دې کیسې لیکوال نه بلکې لوستونکی یم نو څومره خوند کوي’او که د خوند د ښایست،  لزت اناسور په کیسه کې وو طبعاً یو منلی اثار کیدلی شي خو کله چې پای ته راخو د پای مسله داسی ده پای کله کله په کلاسیکو کیسو کې د کلایمکس یا دغوټي د خلاصیدو نه وروسته یوې نتیجې ته رسیږي کله کله په داسي جملاتو باندي پای ته رسیږی چې لوستونکې په تعجب او حیرت کې اچوي. خو په معاثرو کیسو کې دا مسله مهمه ده چې کله کیسه خلاصیږی لوستوونکی فکر کولو ته اړباسي چې فکر وکړي چې ښه څه پیش شو . دغه عادي روال چې تر دغه حده  پوري راغی یا کیسه تر دغه حده پوري راغله د دې شاته څه دي دا مسله ډېره پکې مهمه ده. بله مسله په کیسه کې د اوج خبره تاسو وکړه دا واضع خبره ده چې لنډه کیسه تقریباً دوه پیړۍ زیاتو کم مخکې پیل شوې ده وس په بیلا بیلو ټولنو او بیلا بیلو هیوادونو کې په بیلا بیلو پرهنکو کې خپل پوخوالی او اوج ته رسیدلې ده له بده مرغه زموږ په هیواد کې کیسه یي ژانر ډیر نوی ده او په خاصه تن په پښتو کې نوې پدیده ده خو په هرصورت باندي .دې ته په کلاسیک ډول باندي د لنډي کیسې لپاره ډیر تعریفونه ورکول شوی دي مهم تعریف یې هغه د (ګوارل فو) تعریف دی نورو څیړونکو او لیکوالو هم تعریفونه ورکړی د زمان په لحاظ باندي د جملو په لحاظ باندي د کلیماتو په لحاظ باندي. خو نن دا تعریفونه زیات د اعتبار وړ نه دي او یا دونه زیات په پام کې نه نیول کیږی علت یې دا دی چې هنر داسی  څه نه دی چې مثلاً د عبارت وویل شی او په دغه عبارت کې. پلانۍ حدیثه وشوه او مقاماتو په کلکو تکو وغندله دغه کلک ټیکې داسی دا یوه کلیشه ده هنر تل د کلیشې دشمن ده  هنر کلیشه نه مني کلیشه په هنر کې ځای نه لري. نو په دې حساب باندي ځیني شعاري کلیمات ځیني شعاري جملات دا د اوج د کیسې دشان سره برابر نه دی. همدا رنګه کله چې د اوج خبره منځ ته راځي تبن تر یو حده پوري دا امکانات لری’ چې یوه کیسه تر یوه حده پوري رسیږي اتا په ډیرو سوستلیکې کیسو کې هم یو اوج مو جود وي په دې کې هیڅ شک نشته خو زیات وس په دې باندی کم حساب کیږی. څه چې ډیر موحیم دي هغه دلته کلیمات دی وس په دې برخه کې څرنګه چې په شعر کې وزن کاپې هغه تلیسم مات شوی دی دا ډول په کیسه او داستان کې هم هغه پخواني کلیشه یي تعریفونه او اوسول یا چې کوم وضعه شوي شیان وو هغه وس زیات دمنلو وړ نه دی موږ زیات مثالونه لرو په نړیوالو ادب کې زیات مثالونه شته دي چې چې هغه په دغو اوسولو برابر نه دي مثلن د کفقعا کیسې تر زیاته وخته پوری دا دلوستلو وړ نه وي یعني زیات اتبار یې نه درلود مګر وس چې خلک پوهیږي کفقعا ډیري ژوري لیکني کړي دي چې نن یې هرڅوک د هغوۍ د لوستلو لیواتیا لري یا مثلاً د بورخس چې دا تسلسل او فرمختګ یې سړی هیرانوي. بله خبر دکیسې د نثر خبره ده البته دا معلومه ده چې کیسه داسي دانسان دبدن جوړښت ته ورته ده چې دمختلفو عضاوو نه جوړه شوې ده کیسه همداسی یو اوجود ده چې ډیر عمده مسله پکې نثر ده دي نثر دکیسې اصلي جوهر دی په کلاسیکو داستانونو کې نثر یواځي دا هم مرسل او وسیله نه وه چې کیسه په نثر کې یو خوا یا نه بلي خواته انتقال شی پکې نثر تاکلې ځانګړینه لري په تیره بیا کیسه یی نثر خاص ځانګړینه لري کیسه یي نثر هغه نثر نه دی چې په رسمیتونو کې استمعالیږي هغه نثر نه دی چې په اخبار کې په  یو رپوټ کې کارول کیږي یا په یو کتاب کې په یوه تحقیقي مقاله کې کارول کیږي کیسه یی نثر یو خاص د روایاتو له مخي د جوړشت له مخي نه’ او د محتوا له مخي نه یوه خاصه ژبه ده، چې په هغې باندي اګر که چیرته یوه رسمي کلیمه پکښې وی د داستان شان او شوکت ته صدمه رسولی شی په پخوانیو کیسو کې دریم شخص مشوره ورکوي پند ورکوي نظر ورکوي او لوستونکې چې لیوالتیا لري چې دخپل فکر او زهن ‘هغه په نوې کیسه کې بیا داسي نه ده په نوې مودرنه کیسه کې دکیسې لیکوال هڅه کوي چې لوستونکی دي ته اړ کې او لوستونکی باید د دې استداد او ضرفت ولری چې د کیسې په محتویاتو یا د کیسې په پایله باندی یا د کیسې په شاته پټ اسرار یا پېښې چې موجود دي به هغې باندی وپوهیږي. دې کې شک نشته چې د کیسې نثر تر یو مهاله وسیله وه د پیښو د انتقال وسیله او د معلوماتو د وړاندي کولو وسیله خود یو لړ د پرمختګونو او پړاونو وروسته داستاني نثر په یوه هنري پدیده بدل شو کیدای شي د داستان یو تعریف دا هم وي چې په کیسه کې یوه ځانګړې ژبه کارول کیږي چې د معمول ژبي سره توپیر ولري د کیسو لوستونکي د لوست په محال په زړه پوري برسیره په هنرمندانه توګه د شخصیت جوړونې او نالیدلې دنیا راسپړلو ته انتظار کوي او د خوندور نثر هیله ترې کوی مقالمه څنګه. لنډه کیسه داسي ده لکه یو فلم لکه یو ننداره چې هلته لیدونکې ناست وي او هغه سحنه ویني کیسه هم دا ځانګړنه لري خو کون شی چې په کیسه کې موهیم دي خوسوسن په هغه کیسو کې چې هلته دوه درې کرکټرونه دیوبل سره خبري کوي مقالیمه کوي یوه مسله څیړي دلته مقالمه باید خپل وزن او خپل ارزښ له لاسه ورنه کړي. بل تاسو د سمبول خبره وکړه سمبول که ووایو چې د هنر یو جوز دی ګورو چې موږ په زیاتره ادبیاتو کې د سمبول لیوال یو. سمبول دویمه کلیمه ده یا دویم عبارت ده یا دوهم مفهوم دی چې د یوې کلیمې د حقیقي معنا په ځای باندي کارول کیږی یو بار وړي خو دا خو نه یواځي کیسي ته یا لیکني ته یو عمق، ژور والی ورکوي بلکې ښکلا هم ورکوي. زیاتره په عرفاني متون په سمبول باندي یا په راز باندی یو رمز باندي بنا دي او په کلاسیکو کیسو کې هم داسي ډیر راغلی دي چې د سمبول نه پکې کار اخیستل شوی ده اتا د اتاسیرو نه پکې کار اخیستل شوی ده د استرو نه د استرو په اوجود کې یعنی کیسه پورځیدلې ده او برمختللی ده مثلن په عرفاني ادبیاتو کې د (سراوردی)  اثار موږ ګورو د عقلي سرخ ‘د سفیرو سیمرغ ‘دسنویولنتثیز’ او داسی د ابن سینا ‘سلیمان افسال ‘او منتق تیر او داسي نور داستانونه ګورو چې دا هم په یو سمبولیق ډول باندی ایرایه شوي دي . په معاصر ادبیاتو کې خو سوسن دیوس متن ادبیاتو نه وروسته په همدغه مرحله کې هغه کیسې چې رامنځ ته شوي دی پکې سمبول کاریدلی دی یعني دسمبول بار لري دغه کیسې .

پتانه ژوند: محترم استاد : تاسو د ”هډوکي“ په نوم یو ناول لری دا ناول مي کله او چیرته لیکلی او څه رنګه مي د ” هډوکې“ نوم ورته انتخاب کړی؟ د ناول کيسه فکر کوم تر يو زندان څرخي او د زندان مي موخه لکه چي وطن دی؟

اکبر کرګر: د داستانو باره کې مامخکې وویل .یو وخت کې ما د رالیستک داستانونه لیکلي دي. دې کې هیڅ شک نشته چې زه د ریالیزم ډیر لیوال وم خو ورسته ورسته چې زه په ادبیاتو کې ننوتلم د ادبیاتو دنیا رنګینه ده ‘ زما ښه په یاد دي چې ما یو وخت کابل کې کار کاوو’او د روس ګورباچوف ریس جمهور وو د لاتینی امریکې ډیر مشهور لیکوال ګابریل ګارسیماکف’ده ورسره ملاقات کاوه په دغه ملاقات کې ما ورته ویلی وو ګابریل ګارسیماکف ‘ته چې ما کله دسل کاله يواځي توب اثار رومان مې ولوستلو نو زه په دې باندي وپوهیدم چې دنیا ډېره رنګینه ده او ډېره متنوي ده. او د ادبیاتو دنیا همداسي متنوي ‘رنګینه او خوږه  ده.نو په همدې خاطر ما مختلف سفونه ولوستل زما دکفقعا د اثارو سره ډېره مینه وه او وس هم دا علاقمندی مې بې حده زیاته ده د کفقعا د اثارو سره د بورخس سره ‘داستان یو وار لوستل کیږي زیاتره کسان یې یوار لولي مګر زه د بورخس داستان درې ځلی لولم یا دکفقعا داستان دوه واري درې واري لولم ما( بوفي کور)دساده فدایی ناصر پنځه شپږ واري لوستلی دا ځکه چې دا دومره خوندور رنګین اومتنوي اثار دي چې سړی فکر کولو ته رابولي. زما دلنډو کیسو د سوریالیزم او د جادو یی رالیزم اثار کې شته دی چې د یادونو او نقلونو په باره کې یوه لنډه کیسه ده دې کې فاتح خان بړیڅی خبري کوي رابعه ګله خبري کوي هلته ادم خان رباب وهي درخانۍ ګډیږي ولي په اخیر کې شحۍ ناسته ده سرتوره او دیلی په پایه پوري تړل کیږي او ایدامیږي.دا یو سمبولیک اثار دی زما په نظر دایوه نمونه ده او داسي نور  اثار هم شته دي زما په داستانونو کې.( د غویي هډوکې)زما د زندان د خاطراتو په بنیاد باندي خو هغه ایستالیتک نه دی دلته زهن او روان ډیر مسلت دي.ځیني کسان دې ناول ته یو سیاسي ناول وایی ‘زه هیڅکله په دې باور نه لرم چې سیاست دي دومره برچیسته شي چې په ناول کې دي ځای ونیسي ‘البته سیاست د ناول دلاري نه تیریږي بیا په ناول کې انعکاس کوي. خو زما موخه دا نه وه چې زه دسیاسی ناول ولیکم.ما دزندان دیو بندي اوبندیانو ژوند راخیستی ده زه د هغه داستان باره کې یوه کیسه کوم چې زما سره زما دکلي یو سپین 

ږیری سړی بندي وو ‘هغه چې به هرماشام زما کوټې ته راته نو سپین کالي به یې اغوستلو یو وار مې ترې پوښتنه وکړه چې کاکا ته  سپین کالي ولي اغونځې ?هغه راته وویل داخو بچیه د دې لپاره اغونځم چې که دشپې څوک راشي او ما پاڅوي او بیرون مې بیایی او وژني مې ‘نو دا سبین کالي به زما کفن وي .دا زما لپاره بس وو چې زه یې واورم. مثلن هغه دبل چا سره خبري کوي او ورته وایی چې دا انقلاب خو د دې په خاطر باندي شوی دی چې مساوات راولي په خلکو کې مساوات پلی شي ‘نو هغه ورته په ساده ژبه وایی چې ښا که د یوچا قد جیګ وي او دبل خنډی وي نو باید د داجیګ پښې کته او اره شي چې د داخنډي سره یو ال شي دا یی دیو ټوکي په لحاظ ورته وویل خو د دې شاته خو نور مسایل هم کیدی شي. چې وڅیړل شي دا رومان یاد غویی هډوکې دا پخبله سمبولیک اثار ده دثور په میاشت کې شوی دی او دغویی په میاشت کې شوی ده او د دې هډوکې چې چا وشیندل اود هغه هډوکې هم ورسره خاوري شول. بل ناول زما د واټنونو په نامه ده واټنونه زما د لندن د ژوند یو تصویر ده هلته چې یو دطب محاصل دریم صنف کې پوهنځی پریږدي مهاجر کیږي دلته بیا په یو رستورانت کې کار کوی بیله اخیره په شرابو روږدی کیږي او اخیر په خپله کوټه کې سا ورکوي او ځوانمرګ کیږي ډیر یاس او ارمان کې شته دی.او ورستی ناول یوه ورځ لکه ټول عمر ده چې دا په یوه ورځ دټول عمرد پنځوسو کلونو هوادیث له زهنه تیریږي چې دلته زمان په سورت باندي خپل مبهوم له لاسه ورکوي یهني زمان دلته شپه او ورځ دقیقه او ثانیه دا نه ده دلته دابل شی ده لکه بریک چې وایی په دغه باور کې دلته زمان دزهن په لحاظ باندي  یوه بله پدیده ده

پتانه ژوند: استاد  تاسو په رسنیو کې هم کار کړی د کومو رسنیو د لاري مو خدمت کړی. ویل کیږې تاسو یو وخت  د رادیو افغانستان ریس وئ؟

اکبر کرګر: زه باید درته ووایم چې د کابل پوهنتون نه فارغ شوم دفلسفې دیپارتمنت نه نو ما په علومو اکاډومۍ کې چې هغه وخت کې علوم اکاډومې نه وه جوړه شوې ما د پښتو څیړنې په نړیوال مرکز کې کار پیل کړ. دا یو تحقیقي مرکز وو چې د استاد مجروح په پیشنهاد د یونیسکو لخوا ایجاد شوی وو او بیا وروسته په اکاډومۍ کې مدغم شو چې اوس هم هغه مرکز شته ‘خو بیا وروسته د سیاسي مخالفتونو له توسنه له کاره لري شوم . بیا په اطلاعاتو کولتور کې مقرر شوم د اطلاعاتو او کولتور وزارت په یو دفتر کې مې د نشراتو په برخه کې کار کول ما اخبار ته ځیني سر مقالې او لیکني کولې. ما چې یو دوه درې سر مقالي لیکني چې هغه وخت د راډیو نه فورکاپ کیدلې ډیري په زړه پوري ولې. د هغو سرمقالو له وجي ځینو کسانو ته داسي انګیزه پیدا شوه چې ګواکې زه سیاسي فعالیتونه کوم. البته دې کې شک نشته چې زه د افغانستان د حزب دیموکرات پرچم غړی وم د یو فعال په حیث ما کار کول نو زه بیا بندي شوم دا د ثور د انقلاب اولني کلونه ول 1358کال کې زه بندي شوم تقریباً یولس میاشتی زه په زندان کې وم چې ترڅو د شپږم د جدې باندي  د زندان نه راخلاص شوم  . دهغه نه ورسته کې په  ورځپاڼه کې کار پیل کړ .ما غوښتل بیرته اکاډومۍ ته ولاړ شم او اکاډومۍ ته د تلو چا اجازه رانه کړه په خاص ډول  خدای(ج) بخښلي مجید سربلند ماته وویل چې ته به راډیو ته ځې بیا زه راډیو ته ولاړم په راډیو کې ما د راډیو د نشراتو د مرستیال په حیث څو میاشتي کار وکړ .او بیا دهغه نه وروسته عسکري خدمت ته ولاړم که څه هم زه ډیر په اقتصادي تنکسیه کې وم یو کال مې عسکري خدمت وکړ البته که څه هم زما همصنفیانو شپږ میاشتي عسکري کړې وه مګر ما هغه مهال د دې توان نه درلود چې زه عسکري خدمت وکړم ځکه دکورنۍ سر پرستي را ته غاړي وه  نو بايد کار مي کړي واى . د عسکري خدمت نه وروسته زه د راډیو د نشراتو د ریس په توګه وتاکل شوم  دوه درې کاله مې هلته کار وکړ البته زما په وخت کې د راډیو د نشراتو د ساعتونو وخت تقريباً دوه چنده شو په یوه شپه او ورځ کې به اته څلویښت ساعته نشرات کېدل په مختلفو ژبو باندي خاصتاً یو دوه پرګرامونه ډیر غښتلی شول چې یو د پښتونستان پرګرام وو او بل د وطن غږ په نامه باندي یوه راډیو وه په دې برخه کې یوه بله راډیو هم موږ چلوله چې هغه په هماغه وخت کې یوه سیاسي خپرونه وه.
له هغه نه وروسته چې دغه کارونه مې موفقانه وو زه د چاپ او خپرونو د دولتي کمیټې  د ریس په حیث چې د وزیر بست وو  مقرر شوم .او هلته د ملګرو دوستانو په مرسته باندي ما ډیرکار وکړو د یوې احصایې له مخي په یو کال کې درې سوه عنوانه کتابونه چاپ کړل څرنگه  چې افغانستان د کاپي رایټ په پروتوکول کې نه وو. موږ زیات کتابونه چې په نورو هیوادونو کې چاپ شوي وو زموږ د روشن فکرانو د لوستو لپاره د علاقې وړ وواو دويم ځلي مو چاپ کړل دا زما د کار یوه برخه ده. چې دهغې نه وروسته زه بیا د ګوند د نشراتو د ریس په توګه مقرر شوم یو کال هلته وم له هغه نه ورسته بیا ما خپله ځان کاندید کړ. لیکوال او انجمن ته رااغلم .د لیکوالو انجمن. د لیکوالانو ټولني د مرستیال په حیث مې کار پیل کړ ترڅو چې مجاهدین راغلل او وطن یې رنګین(!) کړ . ماهم وطن پرېښود او ولاړم پیښورته دا زما د ژوند یو کاري پړاو ده.

پتانه ژوند: محترم استاد که د وطن نه د مهاجرت په اړه راته ووایاست کله او ولې له وطنه مهاجرشوې فعلاً چیرته اوسۍ؟

اکبر کرګر: مهاجرت دردونکی سفر دی موږ له بده مرغه که ډیر څه ولرو او وطن ونه لرو یعني هیڅ یو. مهاجرت یاس’افسوس’خفګان زیږوي داسی یو حالات په رواني حلت کې سړی اچوي چې ګویا څه دي ورک کړي دي. او یو خوا بل خوا ګورې موږ هم په داسي یو حالت کې یو . زه پنځه ویشت کاله کیږي چې په لندن کې ژوند کوم یو څو ځلي افغانستان ته تللی یم د افغانستان سره مینه او عشق زما په وجود کې زما په حواسو باندی دومره اغیزه کوي چې د موسیکې یو بند هم اورم ما بې خوده کوي هغه یو بند زما یو احساس راپاروي دغه احساس د دې معنا نه لري چې زما په تیره کې ډیر یو نیکمرغه ژوند وواو هغه مې له لاسه ورکړی ده. نه وطن بیل مفهوم ده وطن اساتیرو کې د مور ګیډه ده چې ماشوم هلته نطفه اخلي او په انسان بدلیږي او بیا زیږیږی . نو له هر انسان سره دا مینه ده دا لیوالتیا شته دی چې بیرته د مور ګیډي ته لاړ شي مګر د مور ګیډي ته خو تګ ډیرمشکل ده دا د احساساتو خبره ده دا د علم خبره نه ده .خو د هغې بدیل بیا د وطن ځمکه او د وطن خاوره ده. زه په کونړ کې زیږیدلی یم زه چې کله د کونړ خبري اورم بس بې خوده شم هر وخت مې دا شعر یاد ته راځي.
اې مسته مسته  کونړه  مسته
د غم جاله مې در کې لاهو کړه
وسې در نیسه اې زبردسته .

پتانه ژوند: محترم استاد اورېدلې مې دي تاسو ته له خوراک ارام له هرڅه لوستل او  لیکل مخکې دي؟

اکبر کرګر: ستا د دې پوښتني په باره کې باید ضرور دا ووایم.
ماته  نه یواځي لیکل بلکې لوستل هم ډیر اړین دي.
زه چې کله په کابل کې وم ما ډیر یو لوی کتابتون درلود تقریباً دوه نیم زره ټوکه کتابونه پکښې وو.
بیا زما کور چور شو زما کتابونه یې ټول غلا کړل مجاهدینو بلکې بل چا هم نه.  دلته چې راغلم دغه محرومیت سره مخامخ وم.
پیښور کې مې هم کتابونه اخیستل او دلته یې هم اخلم تقریباً ډیر زیات اثار لرمه او د افغانستانه یې هم راغواړمه د ایرانه او د نورو هیوادونو یې هم راغواړمه حتا د ډنمارک نه د سویدن نه د دې ځاینو نه.
انګلیسې  هم دي او فارسي ډیر زیات دي. بغیر د لیکلو نه زما ساعات نه تیریږي. زه تلویزون هم ډیر کم کله کله خبرونه ګورم . دغه اثار لولم او لیکم یې. او دا ماته یو رقم قناعت را کوي.

پتانه ژوند: محترم استاد تاسو یو له هغو ویاړلو پلارانو یاست چې په خپلو لورګانو مو تعلیم تر اخیري کچې کړی۔ نګین کرګر یو له موفقو سیاسي او ادبې میرمنو څخه ده نګین کرګر ستاسو لور ده. دا ښکاره ده چې د اولادونو په بریا کې د مور او پلار لاس ده. د افغانستان لورګانې له یو بد وضیعت. سره مخ دي مکتبونه پرې تړل شوي د ژوند او د وطن د پرمختګ لارې پرې تړل شوې. دا وضعیت څه رنګه ارزوی د وطن د لورګانو اینده به څه رنګه شي هغه چې غواړي د اغلي نګین پڅېر شي، هغوی به څه رنګه وکولای شي مخته ولاړي شې؟

اکبر کرګر: د لورګانو برخه کې تاسو وویله. دا سمه ده یو وخت زه  په زندان کې وم زما مشره لور چې نګین ده دا د دوه درې کالو وه .ما یو خط ولیږه کورته او ما ورته ليکلي وو،چې کيداى شي  زه ژوندی ووځم یا ونه وځمه خو زما هیله دا ده چې هرڅوک زما د کورنۍ سرپرستي کوي زما په لور تعلیم وکړې او مکتب ته یې ولیږي. دا زما یوه ارزو وه . همدا رنګه له نیکه مرغه په کابل کې زما ماشومانو مکتب ته تلل ډیر ښه تعلیم یې کولو. زه هم پرې ویاړمه. او د وطن حالات ما ډیر ځوروي همدغه علت دی چې ډیر کم خبرونه اورم. او په دغه حالاتو ما یو نوی کتاب لیکلی ده . په نامه د ( ارواوو له ښاره ) یو رومان ډوله خیالي اثار دی چې دا مې ټول د افغانستان د کابل په وضعیت باندي لیکلی هلته یو سړی کراچۍ چلوي او ‌یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي زوی یې پوهنځي یا پوهنتون ته ځي او هلته بیا بم چوي او ماښام چې دی کورته ځي نو دزوى جسد ورته ږدي. داسي ډیر ځورونکې پیېښې.
او اوس خو په نجونو په ښځو باندي دا چې  دهيواد نیم نفوس د یو ساتول لاندی دي د یوې توري يا شمشیر لاندي دي چې دوی به څنګه ساء وباسي دا بله غمیزه ده. او د دې شاته ډیر اهریمني او شیطاني قوتونه کار کوي.
زه په دې باور یمه چې زموږ په وطن کې کله هم ښځه تعیلم یا سواد ونه لري موږ به هیڅ د پرمختګ ،ترقۍ او د ابادۍ مخ ونه وینو. له بده مرغه موږ د داسي خرافاتو او د داسي نظریاتو قربانی یو چې هغه یې نه په ماضي کې مثال درلود او نه به په راتلونکې کې مثال ولري.
راتلونکې ولسونه به په دې باندي فکر وکړي خلک به پرې ولیکې او اوس هم پرې لیکې.

پتانه ژوند: محترم استاد که ستاسو شخصې ژوند ته راشو څو اولادونه لری لکه څه رنګه مو مخکې د اغلي نګین یادونه وکړه چې یوه بریالۍ سیاسی او ادبې میرمن ده۔ نور اولادونه مو هم ستاسو لار تعقیب کړې او که په کوم بل څه مصروف دي؟

اکبر کرګر: زه باید ووایم د خپلي کورنۍ په ارتباط زه پنځه لور ګاني او یو زوی  لرم مشري لور مې سږ کال دکتورا واخیسته واده شوې ده بچیان لري. او زوی مې هم د انجنیري برخه کې دوکتورا واخیسته .
او یوه لور مې په بې بې سي کې نړيوال  سرویس کې کار کوي .او یوه لور مې وکیله يا سوليسيتره ده ‘او بلي لور مې اقتصاد لوستي په هالنډ کې په  یوه کمپنۍ کې کار کوي’. کشرې  لور مې هم تعلیم کړی په انتروپولوجې کې په یو کونسل کې منیجره ده.
لمسیان لرمه او کورنۍ مې راسره ده .میرمن مې هم ډېره زحمت کشه ده سره له دې چې موږ د سپین ږیر توب په لار روان یو خو بیا هم لګیا یو کار کوو.

پتانه ژوند: استاد فعلاً ژوند مو څه رنګه تېریږې زموږ زیاتره ستر د زیات خدمت کوونکې مشران لیکوالان ډېر د ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟

اکبر کرګر: لومړی باید ووایم چې زه تقریباً ۱۹۹۹ کال کې لندن ته راغلی یمه مخکې د هغې نه درې کاله پیښور کې وم هلته مې په بې بې سي تعلیمې پروژه کې کار کولو د هغې نه مخکې په لیکوال انجمن کابل کې وم. خو مجاهدین چې راغلل وطن راته سور اور شو کډوال شوم. دلته د مهاجرت ژوند د غربت او ناهیلۍ ژوند ده د کډوالۍ ژوند  دلته چې ته سهار راپاڅې او د کوره ووځې نه څوک په تا سلام اچوي او نه ستا سلام څوک وعلیک کوي. بس یو ګوښی او یو انزوا حالات دی.

د ژوند په باره کې به درته ووایم چې زما ژوند ښه دی نورمال ژوند دی زه ډېره توقع نه لرم، ډیر لوکس ژوند نه لرمه ساده هم هغه کلیوالی ژوند دی په دغه ښار کې.
په خپل صحت باندي پام کوم.
د هغه اولې ورځي نه چې راغلی یم ما دلته کار کړی تقریباً اته نهه کاله دلته په یو کالج کې کې د پشتو ژبي استاد ومه البته انګلیسي کالج وو .
اثار مې لیکل بل په نورو کورسونو کې استاد ومه هغه کار مې هم کاوه. څو کتابونه مې هم په همدې وخت لیکلي د ژبې د زدکړي  لپاره کوم چې خارجیان پشتو زده کوي. په امازون کې خرڅیږي .
نو بس سړی چې کار وکړي زه اوس هم کار کوم ترجماني کوم سره د دې چې تقاعد هم یم په دولت تکیه نه یم اثار لیکم، ژباړي کوم.
نو همدا مې ژوند دی.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of book

قلم کتاب پلورنځی på Twitter: "نوی چاپ شوی کتاب هنر،ښایست او ادب لیکوال:ګوکسین اراس ډاکتررامین شرما او ډاکتر پریټي چهودري کارل ګوستاویونګ پروفیسور آونرزیس ژباړن: محمد اکبر کرګر پته: تاج اباد، منګل

اکبر کرګر – نن ټکی اسیا

د محمد اکبر کرګر داستاني کليات چاپ شو – نن ټکی اسیا

د ميرزا خان انصاري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.