د افغانستان او امریکا استخباراتی غونډې

دوکتور م ، عثمان تره کی

738

۰۲/۱۱/۲۰۲۲

 د افغانستان او امریکا د استخباراتی غونډې

سیاسي چاپیریال ته یوه ځغلندہ کتنه

شاوخوأ یو میاشت وړاندې په دوحه کې د افغانستان د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق د امریکا د مرکزي استخباراتو (سی، آی، ای) مرستیال « دیوید کوهن » سره خبرو اترو ته کیناست. د دواړو اړخونو تر منځ مذاکرات د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان د حالاتو د یو حساس چاپیریال تر اغیز لاندې تر سره شوې.

 پاکستان فکر کاوه لکه څرنګه چې طالبان د جهاد او مقاومت پر مھال د هغوي لوژستیکي ملاتړ ته اړ ول، ښايي د حکومت په دوره کې به هم هماغسې د هغوي تر ولکې لاندې پاته شي. خو حالاتو پر بل لورې استقامت وموند : د دیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غزولو په سر د طالبانو مخالفت، په پکتیا کې د پاکستاني الوتکو بمباري، د پاکستان د خاورې څخه پر افغانستان باندې د امریکایی درون الوتکو برید، د افغانستان او پاکستان تر منځ  اړیکې د یوه غیرې نورمال حالت په لورې بیولې دي. خو اوسمهال  د افغانستان په خاوره د پاکستاني طالبانو د تحریک حضور چې طالبان يې د خپل جهاد ملګرې او اړمن کډوال بولي او پاکستان هغوئ د معمول سره سم د ترهګرو تر نامه لاندې واجب القتل ګڼي، د دواړو هیوادونو تر منځ د اوسني ټکر او تقابل بنسټیز محور جوړوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ( لړم میاشت ۱۴۰۱کال) د طالبانو واکمني د سیمې د تروریستانو پټنځای په توګه معرفي کړه.  هغه وویل :

 « پاکستان له نړیوالې ټولنې سره دا اندیښنه شریکوي چې لويی ترهګرې ډلې لکه د خراسان داعش، د پاکستان د طالبانو تحریک، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې فعالیت کوي».

د پاکستان لومړي وزیر د خپلو خبرو د اثبات لپاره کوم لاسوند وړاندې نه کړاي شو. خو بیا پرله پسې له طالبانو څخه وغوښتل چې د دې ډلو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر « بلاول بوټو» او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم ورته بی سنده ادعاوې کړې دي.

جنرال باجوه د پاکستان د پوځ مشر د امریکا د مرکزی قوماندانۍ له مشر جنرال « جوزف ووټل» سره په راولپېنډۍ ښار کې د لیدنې پر مهال ( د لړم میاشت ۱۳۹۶کال ) ویلې و:

« پاکستان په افغانستان کې سوله غواړی او د دې لپاره یې پر محدودیتونو سربېره نوراقدامات هم کړی دی. خو افغانستان  په هغه اندازه هڅې نه دی کړی چې ورته په کار وې. ځکه چې لا هم د کرښې له هغې خوا بریدونه  کېږی».

پاکستاني چارواکو د طالبانو په آدرس د مغرضانه څرګندونو له لارې غوښتل چې د افغانستان په اړه د لویدیز له تبلیغاتي ډنډورې سره همغږي وښيي. د لویدیز څخه مرستې ترلاسه کړي او د طالب واکمني پر ضد د ورانکارو عملیاتو د تنظیم او پیل په موخه د امریکا ملاتړ راجلب کړي. پاکستاني چارواکو غوښتل د تیر په څیر د افغانستان  د دوسیې په موضوع پاکستان بې بدیله او یوازني ذیصلاح منځګړې معرفي کړې.

د دوحې استخباراتي غونډه په یوه داسې ترینګلي چاپیریال کې تنظیم شوې وه چې د طالبانو حکومت د پاکستان او لویدیز د تبلیغاتي بمباریو لاندې قرار درلود.

 خو له نیکه مرغه امریکا چې د پاکستان د غرض او له فریب څخه ډکو مخکنیو سیاستونو نه ښې خاطرې نلري، امریکا ته د جنرال باجوه د مسافرت لږ وخت وروسته د طالب استخباراتو سره مذاکراتو ته کیناسته.

طالبان په حساس موقعیت کې قرار لري: که له امریکا سره د ځینو موضوعاتو په اړه توافق ته ونرسیږي، امریکا به د همداسې یوه فرصت په انتظار کې ناست پاکستان په مرسته د طالب پر ضد جنجال جوړ کړي.

واقعیت دا دي چې په تیرو دوه لسیزو کې امریکا له پاکستان سره په ملګرتیا د افغانستان پر ضد دریز نیولي وو: د اغزن تار په لګولو کې د پاکستان سره مالي مرسته، په کونړ او سهیلي سیمو کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو په وړاندې د امریکا د سکوت توطئه، د درون الوتکو له لارې پاکستاني طالب مشران چې د افغاني طالبانو د جهاد قوت الظهر وو وژنه، د افغانستان په پوځ کې د پاکستان ضد صاحب منصبان لکه جنرال رازق (رازق د پاکستان سره د شخصیو او کورنيو عقدو په حساب دشمني لرله، نه د ملي جذباتو پر بنأ) له منځه وړل د تاریخ په حافظه کې د افغانستان په وړاندې د امریکا او پاکستان د غیر دوستانه دریز په حیث ثبت شوې دې.

داسې مالومیږي چې امریکا دیته لیوالتیا ښودلې چې نوې واقعیتونو ته پام واړوي او تیرې غلطي جبران کړي. د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه اندیښنه  چې باجوه ورته پاکستان ته د افغانستان د خاورې نه د ترهګرو ډلو بریدونه نوم ورکړې، د افغانستان سره په همغږي حل کړي. البته د افغانستان او پاکستان  تر منځ نور پروبلمونه هم شته چې د امریکا په مرسته د حل لارې موندلي شي. داسې معلومیږې چې استخباراتي غونډې اصلن پر نورو پروبلمونو باندې چې لانه دې څرګند شوې لنګر اچولي.

دغه واقعیت چې د دوحې غونده د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د استازو په ځاي د استخباراتي کړيو په ګدون تر سره شوه، دا معنا ورکوي چې د بحث په اجندا کې به پاکستان ته ستړیوکوونکیو موضوعاتو ځاي نیولې وي.

د دوحې استخباراتي غونډه چې جزیات يې ندي خپاره شوې پاکستاني چارواکو او په افغانستان کې د پاکستان د ګټو مدافعین سخت په غصه کړې. د افغانستان حزب اسلامي ګوند د مشر څرګندونې د پاکستان تشویش په ښه انداز منعکسوي.

په استخباراتي غونډه کې د افغاني اړخ غوښتنې وضاحت لري: رسمیت پیژندنه، د ډرون الوتکو د بریدونو توقف، د کنګل شوې بانکي شتمنۍ خلاصون، د تور لیست نه د طالب مشرانو نومونه لرې کول او نور … د امریکایی لورې د غوښتنو پر څرنګوالې چې د سیمې حالاتو پورې تړاو لري، نپوهیږو.  خو د سیمې حالاتو ته په کتو په قوي احتمال ویلي شو چې د طالبانو په پته د امریکا له خوأ وړاندیزونه ژیوپولتیک او ژیوستراتژیک بنه لري.

که په وروستي استخباراتي غونډه کې د طالب چارواکو او امریکا تر منځ کوم موافقه لیک لاسلیک شوې هم وي، سیمه ایز سیاسي تعاملاتو او د طالبانو افغان محور دریز ته په کتو سره ګومان نکیږي چې  په کې د افغانستان ګټې تر سوال لاندې راشې.

د حقوقي ضوابطو له مخې د طالبانو سرپرسته واکمني د عدم مشروعیت او نه رسمیت پیژندنې له امله حق نلري چې د ولس په استازیتوب د ملي حساسو موضوعاتو په اړه له بهرنیانو سره په تعامل کې ورګډ شي. هیله مند یو چې په هغه احتمالي استخباراتي موافقه لیک کې چې ګواکې د امریکایی اړخ سره به لاسلیک شوې وي په وضاحت لاندې فقره لیکل شوې وي :

« موافقه لیک په افغانستان کې د راتلونکې  مشروع حکومت له جوړیدو نه پس او د لویه جرګې یا پارلمان له خوأ د تصویب نه وروسته حقوقي باور تر لاسه کولي شي». « پاي»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.