د سورة يس تلاوت کولو فضائل او ګټي

1,268

د سوره یس فضایل او ګټی له اندازې زیاتی دي که د نیا ټول بوټي او ونې قلمونه شي او د نیا ټول سیندونه بحرونه رنګونه شي نو بیا به هم د سوره یس فضایل ونشي لیکلۍ . خو بیا هم علماؤ او مسفرينو تر خپل وس پورې کوښښ کړۍ چې خپل علم نورو مسلمانانو ته ورسوي
د سوره یس په اړه د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې یو څو لنډ او خلص ټکي یی تاسو محترمو لوستونکو ته وړانډی کوو
څوک چي یو ځلي دا مبارک سورة تلاوت کړي لکه ټول قرآن کریم چي لس ځله تلاوت کړي.
کله چي پرکوم مسلمان نارينه وي او که ښځينه د ځکندن په وخت کي وويل شي نو د هر حرف په مقابل کي الله تعالی په خپل امر سره (۱۰۰۰) ملائکې هغه بنده ته را ليږي چي د ده په مقابل به په صفونو صفونو ولاړې ، او د رود به پرې وايي . د الله تعالی څخه به د دې بنده لپاره طلب د بخښنې کوي . د غسل په وخت کي به يې هم حاضرې وي او هم به يې د جنازې په وخت کې تر قبره پوري یې ملګرتیا کوي.
که يې وږی انسان د زړه له صدقه او اخلا صه ولولي او تلاوت یي کړي ، نو پاک رب العزت به يې په خپل فضل او کرم سره او د دې مبارک سورة په برکت سره د هغه انسان لوږه ور ختمه کړي .
که يې څوک د ډار ( بيري ) په وخت کي ولولي ، الله تعالی به يې بېره او ډار ور ختم کړي .
که يې فقیر او محتاجه کس د زړه له اخلاصه ولولي ، نو رب العزت به يې په خپل فضل او کرم سره غـني کړي او د احتېاجه به یې خلاص کړي.
که يې څوک د سهار پر مهال د ورځي په شروع کي ولولي ، تر ماښامه به د الله پاک په امان کي وي او همداشان که يې څوک د شپې ولولي نو ټوله کورنۍ به يې تر سهاره د الله پاک په امان کي وي .
که په یوه ښار کي ولوستل شي نو الله تعالی به د دې تمام ښار څخه بلاء ، لوږه ، قحطي او داسي نور آفتونه او مريضئ ليري کړي .
که پر مړي باندي ولوستل شي الله تعالی به يې د قبر عذاب آسانه کړي ، البته که ګنهګار وو او که نېک عمله وو ، نو رب العزت به يې د ده د روح لپاره راحت وګرځوي ،
الله تعالی د موږ تاسوته او ټول امت مسلمه ته د ښه عمل توفیق راکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.