افغانستان کې نسلی بهیر – (۲ برخه)

پوهاند محمد بشیر دودیال

786

تیره برخه کې مو وویل چی په افغانستان کې به د نسل څلور کتګوری څه ډول وي؟ خو مخکې تر دې چې دا څلور کتګوری وګورو؛ باید د خپلې ټولنی د نفوسو هرم و پیژنو او نورې نړۍ سره یې پرتله کړو. لاندې درې هرمونه د بیلابیلو هیوادو دي. په عمودي محور باندی له ښکته څخه پورته خواته سني ګروپونه دی چې هر پنځه کلن عمر ښيي (ځینوهیوادو ځانته څلورکلن سنی ګروپونه ټاکلی). دا له نوي زیږیدلی ماشوم تر اتیا او له هغه پورته ښيي، کیڼ لاس ته نارینه او ښی لاس ته ښځینه نفوس دی. افقی محور په ټول نفوس کی دمربوطه ګروپ سلنه ښيي. ښي لاسته منځنی هرم د  افغانستان د نفوسو اټکلی هرم، منځوی د امریکی د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م. کال نفوس او درېیم هرم (کیڼ) د آلمان د هیواد د ۲۰۲۲م. کال د نفوس هرم دی. د افغانستان نفوس ډیر ځوان دی. ټیټ عمرونه (ښکته سني ګروپ) ډیر زیات او پوخ عمر/دودیز mature/ traditional کتګوری (د هرم پورته سنی ګروپ) ډیر کم دی.

خو دوو نورو  هیوادو؛ او بالعموم ټولو پرمختللو هیوادو کې د زیات عمر، خصوصاً  دشلو او اتیاوو ترمنځ ډیره سلنه جوړوی. د دې معنا دا ده چې دالمان په شان هیواد شاید نږدی راتلونکی کې د کار ځواک له کمښت سره مخ شی، اما افغانستان ډیره زیاته د کار نیرو لري. په تیره له څلوېښت څخه کم عمر وګړی ډیر دي.

اوس نو ګورو چی د A،  B ،  C ، او D کتګوری چیری او په څه حالت کې دي؟

په افغانستان A کتګوری یعنی (mature/ traditional ) ډیره لږه سلنه ده، تیروشلو کلونوکې  دوی ونشوکولای د دری نورو لپاره خپل ارشادی – مشورتی رول ترسره کړي، C  کتګوری دکورنیو جنګوو، مهاجرتونو او اقتصادی فقر له لاسه په معنوی فقر او په خپله B او   A کتګوری نسل په بی باورۍ اخته شو، د دښمن د څو اړخیزې جګړې یو هدف همدا نسلی بهیر کی د تشیال را منځته کول و.  Dکتګوری چې وروستۍ کتګوری وه ، ښاری هغه یې دبهرنیو پریمانه بی سنجشه (مرستو) تر باران او د مبتذلی – مزخرفی میډیا تر تاثیرلاندی، په یو تنظیم شوی مفسد چاپیرال کې هغه څه سره مخامخ شول چی ټولنه کی د دوی له رول او رسالت سره برابر نه و، دغه کتګوری نیم نور چې کلیوال وو، د جګړو، بیسوادی، بیوزلی  او فتالیزم په اور کې وریت شول. پوخ دودیز نسل فرهنګی امانت او تجربه دوی ته ونشوه لیږدولای، یوه تباکوونکی خلا واقع شوه. عجیبه یی لا دا چی (generation Y یا  millennial) آن د وارداتی ډیموکراسی (پارلمان!) ته ننوتل. د دوی بچګانه اکتونو له امله د ملی شورا حیثیت خاورو سره برابر شو. دغه کلیوالی او ښاری D کتګوری یوبل ته له ګرومونو ډک او یو دبل مخامخ ودریدل. دا هغه څه و چې هیچا ورباندی غور ونه کړ. ځوانان چې په خپله ټولنه کی ډیر دروند مسئولیت لری، د هیواد راتلونکی دوی پورې اړه لري، ښه رهنمایی نشول.  سیاستوالو د خپلو دریځونو د استحکام لپاره Dکتګوری ته امتیاز ورکړ، یا یې دخپلو ګټو په خاطر استعمال کړل، خو D لا ددریځونو او مسئولیتونو دبار وړلو ته پوره چمتو نه وو. دودیزې کتګورۍ هغه وخت چې د اوسني D کتګوری په عمر و، د دیرش افغانیو او یو کلچه صابون په مقابل کی د هیواد یوه لری دښته او غره کی یا د وطن سرحداتو کی په قروانه دوه کاله دمکلفیت دوره تیروله او تر بیرغ لاندی خدمت باندی یی ویاړ کاو، مسلکي تحصیل کرده ګانو به د شپې ترنیمایی مطالعه کوله، حرفویانو به لس کاله د (وستاکار) ترلاس لاندې شاګردی کوله، عسکری صاحب منصب به د لس جوړې ګیټس په زړولو ایله ډګرمن شو، کلیوال ځوان به دوه شپې دژرندې پل  ته ناست و چی د ژمی ژرنده وکړی، د ودانیو جوړلوته یې په اوږه خښتې او شګې خیژولی، هټیوال به دسهار لماڼخه سره سم تر ماښام حلال معیشت ته خولی تویولی… خو دنن ورځې  Dکتګوری ته دا کیسې مسخرګي معرفی شوه، د (کاکا اووختا تیر شد!) په ویلو یی تر نیمی شپې مبتذل سریالونو ته کینول، د سهار اوه یا اته بجی به له خوبه راویښ شو لس قدمه به پلی نه ته او دفترکی یی هم د تلویزون د لیدو توقع لرله، مسئولیت هېر اوسواد تر ټولو ټیټ حدته پریوت، دفساد تر څنګ عجیب نارسیزم خپور و… . ولس له یوې خوا دجګړی له زوره، له بلی خوا دوچکالی، ناروغی، د تولیدی منابعو (زمکو او اوبو)، مالدرای او بڼوالی  د شاړ کیدو، د لارودنشتوالی او سلو نورو ستونزو په زغملو دا نادودې لیدلی. په دې توګه د افغانستان دبشری سرچینو زور اوبه شوی و اونسلی کتګوریو خپل طبیعی رول ترسره نه کړ. اصلاً هغه لازم سکښت یی ړنګ او جړ شوی و. دا به هیڅ منصفانه نه وی چی ملامتی ځوانانو باندی واچوو، بلکې لویې تیروتنې او اصلی علتونه باید روښانه کړو. مهمه دا ده چې اوس باید څه وکړو؟ لا اوس هم چی د نسلی بهیر څه ناڅه زیانمنه شوی تومنه شته، باید بیرته سره کوشیر او د طبیعی بهیر لوری ته ځیر شو. دا کوشیر کول تر ډیره په معنویت او علمی میتود او نیک نیت سره کیږی. تاریخ، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، اقتصاد، دیموګرافی او پیداګوژي یوبل ته لاس ورکوی او لاره به راښيي.

باید څه مو کړی وای او څه کول په کار دي؟

(دوام لري)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.