د غني خان د یو نیم بیتي شرحه

سید اصغر هاشمي

941

دې تن کې پټ شیطان که وي لټون، ۱۰۸
دلته د تن یادونه شوې ده. که له تن څخه موخه د انسان ظاهري جوړښت وي، نو شیطان د انسان په داخلي نظام کې وي او که له تن څخه موخه د انسان داخلي او خارجي جوړښت وي، شیطان د انسان په داخلي رغښت کې پیدا کېږي او د بهرنیو حسونو په وسیله یې کړنو کې ښکاره کېږي. کله چې انسان ناسم کارونه کوي او یا هره بهرنۍ عضوه خرابې کړنې سر ته رسوي، لامل یې په داخلي نظام کې ستونزه ده. په تصوف او عرفان کې نفس، نوس او شیطان په یو معنا ښودل کېږي، چې اصلي ځای یې زړه او روح ښودل شوی دی. کله چې د تن خبره کوو، نو په عین وخت کې د انسان له داخلي نړۍ په اړه پوهاوی اړین دی. که انسان د مادیت برخه لري، نو د معنویت خوا یې هم د ستاینې وړ ده. اهریمن او شیطان د انسان په نظام کې شته، چې په خارجي او داخلي خواوو کې ځان ښکاره کوي. که یو انسان د خپلې هرې عضوې ناسمه ګټه اخلي، فکر او لید داسې دی، چې دا کار د شیطان دی، شیطان له انسان سره شته، نو ځکه پرې ناسمې کړنې سر ته رسوي.
(فرانسوي عالم سارتر وايي، د انسان په وجود کې په یقیني ډول یو داسې عنصـر موجود لري چې هغه د مادي کایناتو برخې دي، يعنې غیر مادي دي او زموږ هم دا خیال دی چې که چیرې یو انسان له مادې پرته که روحاني نه وي نو موږ به هیچېرې دا موجوده علوم او فنون نه وو حاصل کړي.)(شینواری، ۲۰۱۳ز، ص ۷۸)
سارتر انسان د دوه ګونو جوړښت درلودونکی ګڼي. د ثنویت په نظریه کې د انسان حقیقت له دوو برخو روح او جسم، نفس او بدن یا ځان او مادې څخه جوړ او تر بحث لاندې نیسـي. دغه نظریه ډېره پخوانۍ ده چې د انسان د ذات حقیقت په اړه خبرې لري او په دې اړه بحثونه د اپلاتون په فلسفه کې راغلي دي. د دې نظریې پر بنسټ انسان له دوو برخو جسم او روح څخه یادونه کوي. د روح برخه اسماني ګوهر دی، تلپاتې دی، ښه او عالي دی او جسماني برخه یې مادي ده، فاني ده، شیطاني ده. د فساد او حیوانیت منشا ده. په دې نظریه کې د اخلاقو اړیکې له روح سره ښودل شوې ده او جسم ته په تحقیرو سترګو کتل شوي دي. نیو اپلاتونیزم په دې نظریې ډېرې خبرې لري او داسې وايي چې تربیت له جسم سره هېڅ اړیکه نه لري. دغه نظریه د ډېرو صوفیانو د عقایدو اساس او منشا ده، دوی ترک دنیا دي، افراطي زهد کوي او له طبیعي ژوند څخه یې مخه اړولې ده. ایډیالیستي نظریه د انسان اصالت معنوي ګڼي او د انسان د ذات حقیقت یواځې جوهر ښيي. د انسان دغه جوهر مادي او جسمي نه دی، معنوي دی، ظاهري نه دی، باطني دی. په حقیقت کې دا جوهر روحاني او غیر مادي د نفس او روح په نوم دی.
د شاعر له تن څخه موخه د انسان کالبد دی، چې په دې برخه کې د انسان دوه ګوني رغښتونه د یادونې وړ دي. شاعر شیطان په تن کې ښيي. مخکې یادونه وشوه، په تصوف کې نفس او شیطان په یو معنا یادېږي.
(نفس او شیطان د یو انسان د ټولو روحاني او اخلاقي مرضونو اصل دی. د تصوف د هرې سلسلې په شان روښاني سلسله هم د نفس او شیطان د نغوتو او له تحریکاتو څخه خپل سالک خبروي او ورسره له دې نغوتو څخه د ځان ساتنې او ژغورنې طریقې هم ښيي. د روښاني سلسلې د تعلیماتو په رڼا کې د نفس او شیطان نغوتو او کارونو ته د سالک پام راګرځول شوی دی او په روح او اخلاقو د دې د غلطیو اثراتو وضاحت کوي.) (خویشکی، ۲۰۰۵ز، ص ۱۲۲)
شاعر په دې نظر دی چې شیطان د انسان په داخل کې پټ دی، ښکاره خو نه ښکاري. کله چې انسان هره ناسمه کړنه سرته رسوي او په ښکاره ډول خراب عمل تر سره کوي، په حقیقت کې د دې کار شا ته یو محرک موجود دی چې بدو کارونو ته یې هڅوي، کله چې انسان خراب کارونه سر ته رسوي، په دې کې د شیطان لاس وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.