د کاوون په شعرونو کې د طبیعت څرکونه

سید اصغر هاشمي

545

کاوون په خپلو شعرونو کې طبیعت او کایناتو ته ژبه ورکوي، خبرې ورسره کوي، په خبرو یې راوړي او حقیقتونه پرې وايي. شاعر د حواسو په وسیله له بهرنۍ نړۍ څخه ډېر شیان اخلي او له داخلي تاثراتو سره یې ګډوي او د هنر او شعر په ژبه یې وړاندې کوي. شاعر د طبیعت له هر توکي سره د زړه خبرې کوي او د خپلو خلکو او انسانانو ستونزې ور سره شریکوي. ځینې انسانان د مشاهدې پیاوړی قوت لري. کله چې دغه قوت تر لاسه شي، شاعر کولی شي له طبیعت سره خبرې وکړي. د کایناتو له توکو سره اړیکه نیول په حقیقت کې کاینات تسخیرول دي. له کایناتو سره اړیکه نیول د مشاهدې په وسیله تر سره کېږي. پر مشاهده کوونکي داسې وخت هم راځي چې تېږې، ګلان، واښه، څاروي، الوتونکي، هوا، اوبه او په کایناتو کې شته هر یو شی ورسره خبرې کوي، خپل هر څه ورته سپړي او مخې ته یې ږدي. کله چې نفس سم او پاک وي، نو دا وړ موجودات ترې هېڅ پرده نه کوي، بلکې خپل ټول حقیقتونه او رازونه ورته مخې ته ږدي چې د ډېر ستر قسمت او نصیب خبره ده. که تاسې غواړئ چې هغه څه ووینئ، کوم چې نور خلک یې نشـي لیدلی، نو د دې کار لپاره پکار ده چې خپل دید او نظر لوړ کړئ. د درک ځواک پیاوړی کړئ. دا هغه د درک او لیدلو ځواک نه دی، د څه شي په وسیله چې موږ دې نړۍ ته ګورو، دا د سترګو د درک او لیدلو ځواک نه دی، دې ته د زړه د درک او لیدلو ځواک په کار دی. د زړه سترګې د علم په لیدلو سره ګوري او پر دې مسألې رېښتینې پوهان ښه پوهېږي. کله چې د زړه سترګو ته د علم په مرسته لیدل او درک ورکړل شي، نو د انسان په نفس او ذهن کې ستر بدلون را منځته کېږي. په ذهن کې ډېر بدلونونه پیدا کېږي. دا کټ مټ داسې وي، لکه له موره پیدا شوی ړوند سړي ته چې ناڅاپه نظر او سترګې ورکړل شي. انسان ته هر څه بدل ښکاري. کله چې د زړه سترګې خلاصې شي، حسونه ورسره زر برابره چټک شي او تر لامحدود حالته لاړ شي. په دې وخت کې نفس خپلواک شي او دا خپلواکي د دې نړۍ تر ټولو ستر نعمت وي. طبیعت او کایناتو ته دغسې هنري او شعري ژبه ورکول د کاوون په شعرونو کې ډېر لیدل کېږي چې په نورو شاعرانو کې دغه خوا د کاوون د شعرونو په نسبت لږه لیدل کېږي. شاعر کله کله ځان په طبیعت کې ویني. وايي:
طبیعت څومره رنګین دی
دنیا څومره ښایسته ده
ژوندون راز دی د رازونو
د فصلونو سلسله ده
***
کله پاڼې رژېدلي
کله موج وي د ګلونو
کله ټوله دنیا خړه
کله شور وي د رنګونو
***
شپه لا که هر څومره اوږده هم شي تلپاتې نه ده
وریځه که هر څومره تیارې وي جاوداني نه وي
د ساړه ژمې یخ وهلي او سړې سیلۍ به
تل د باغونو په رګونو کې روانې نه وي
***
باران به پاڅوي له خوبه دا ډاګونو بوټي
وږمه به بیا سوو، سپېرو لښتو ته سا ورکړي
شبنم به پرېمنځي په مینه د غوټیو سترګې
لمر به د ګلو اننګیو ته ځلا ورکړي
***
بیا به ګلان پر اوربل کېږدي کلیوالې نجونې
بیا به باغونو ته ستنې شي مسافرې مرغۍ
بیا به په غرونو کې غرڅي د مشکو سا وکري
بیا به په ځالو را خورې شي مهاجرې مرغۍ
***
بیا به د ګلو په سین ولامبي شډلې دښتې
بیا به خړوب شي په شینلیو دا سپېره ډاګونه
بیا به د باغ په زړه کې وټوکي زرغونې هیلې
بیا به د تېږو ذهن ونازوي سره یادونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.