په قطر کې به د فوټبال نړيوال جام څومره لګښت ولري؟

741
4 ساعتونه مخکې

د فیفا تر ټکان ورکوونکي تصمیم او قطر ته د نړیوال جام د کوربتوب تر سپارلو ۱۲ کاله وروسته، د دغه جام د ترسره کېدو وخت رارسېدلی دی. دا به د فوټبال په تاريخ کې د لوړ لګښت لرونکې لوبې وي.

 د فارس خليج په څنډه کې پروت هیواد، قطر د دغو لوبو د اجرا له پاره د نه تصور وړ پانګونه کړې ده. په دې حساب، قطر دغه لوبې د فوټبال په ټول تاريخ کې په تر ټولو قیمتي لوبو باندې بدلوي. په اوس وخت کې ويل کېدلی نشي چې د فوټبال نړیوال جام سيالۍ به په دقیقه توګه د قطر له پاره څومره لګښت ولري.

خو په ډاډ سره ويل کېدای شي چې په ۱۹۳۰م کال کې د نړېوال جام له لومړنۍ لوبې راهېسې دا به د اتلولۍ تر ټولو ډېر مصرف لرونکې لوبې وي. ځېنې اټکل کوي چې په مجموع کې دغه لګښت کېدای شي حتی د ۲۱ نړيوالو جامونو له لګښت څخه هم لوړ وي.

د ګڼ شمير کارپوهانو او رپوټونو پر اساس، په قطر کې د نړیوال جام د سیالو لګښت به ۲۰۰ ميليارډ ډالر (۱۹۹ ميليارډ يورو) او یا له دې هم پورته شي.

د مقایسې له پاره کېدای شي د تير وخت تر ټولو قيمتي جامونو ته اشاره وشي چې په ۲۰۱۴ کال په برازیل او په ۲۰۱۸م کې په روسیه کې ترسره شول. د دغو دواړو جامونو مصرف، په مجموع کې له ۱۵ ميليارډ ډالرو څخه لږ وو.

په شفیلد هالام پوهنتون کې د ورزش د تمویل د برخې استاد، دن پلامي، وايي کله چې په ۲۰۱۰ کال کې قطر د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام سیالو کوربه انتخاب شو، هغه وخت کارپوهانو د جام د ترسره کېدو لګښت ۶۵ ميليارډه ډالر اټکل کړی وو.

په قطر کې د فوټبال ۲۰۲۲ نړیوال جام سيمبول
په قطر کې د فوټبال ۲۰۲۲ نړیوال جام سيمبولانځور: Jewel Samad/AFP/Getty Images

پلامي دویچه ویله ته وويل: «د نوو اټکلونو پر اساس، د دغو مسابقاتو لګښت کېدای شي په بالقوه توګه له ۲۰۰ ميليارډ ډالرو څخه واوړي. د نړیوال جام د ترسره کېدو په تاريخ کې تر ټولو لوړ لګښت لرونکې سیالۍ.» هغه زیاته کړه: «په هر حال موږ لا په دقیقه توګه نه پوهیږو چې دغه سيالۍ به څومره مصرف ولري.»

ترسره شوو اصلي لګښتونو ته لاسرسی

په امریکا متحده ایالاتو کې د ورزش د مالي تمويل اړوند مشورتي دفتر وايي چې په قطر کې د دغو لوبو د ترسره کولو لګښت ۲۲۰ میليارډ ډالرو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د دغو لوبو د تنظیمونکي بنسټ مشر، حسن التوادي، وايي له ۲۰۱۰م کال راهیسې چې قطر د لوبو کوربه توب ترلاسه کړی، د لوبو تر پای پورې په زيربنايي برخو کې ټوله لګول شوې سرمایه به له ۲۰۰ ميليارډ ډالرو څخه واړوي.

په دې برخه کې د نه اطمینان دليل دا دی چې د دغو میليارډي لګښتونو ډيری برخه د سیاليو تر ترسره کېدو مخکې پر غيرفوټبالي زيربناوو لګيدلي دي، د بېلګې په توګه د ميترو پر یوه نوي سيسټم، یوه نړیوال هوايي ډګر، پر نويو واټونو، شاوخوا ۱۰۰ نويو هوټلونو او د فراغت وخت تېرولو له پاره پر ځانګړو تاسیساتو.

د دغو پانګونو ډيره برخه په قطر کې د پانګونې د تر ټولو سترې عمومي پروژې برخه ده، کوم چې د قطر د ۲۰۳۰ ملي ليد پر نوم ياديږي.

د ليورپول په پوهنتون کې د فوټبال د چارو یوه متخصص، کیران مګویر، دویچه ویله ته وويل: «نړیوال جام د دغه بهیر د چټک کېدو سبب وګرځيد. د قطر حکومت غوښتل د هیواد زیربناو ته رسیدګي وکړي.»

د پلامي په خبره، دغه لوبې به د اقتصادي لحاظه د قطر په زیان تمامې شي. خو د قطر له پاره چې د ګازو سترې زيرمې لري، اقتصادي زیان ډير مهم نه دی، بلکې دلته د «نرم قدرت په سر سيالي» مطرح ده.

د ګڼ شمير کارپوهانو او رپوټونو پر اساس، په قطر کې د نړیوال جام د سیالو لګښت به ۲۰۰ ميليارډ ډالر (۱۹۹ ميليارډ يورو) او یا له دې هم پورته شي

د ګڼ شمير کارپوهانو او رپوټونو پر اساس، په قطر کې د نړیوال جام د سیالو لګښت به ۲۰۰ ميليارډ ډالر (۱۹۹ ميليارډ يورو) او یا له دې هم پورته شيانځور: Karim Jafar/AFP/Getty Images

د پلامي په نظر، اقتصادي اهداف د قطر له پاره په لومړيتوب کې قرار لري. خو «نړېوالې اړيکې د دغو سیالو د کوربتوب له پاره یوه اصلي انګیزه ده او د نرم قدرت ترلاسه کول هم د یوې دفاعي او امنيتي ستراتيژۍ په توګه قطر له پاره اهمیت لري. روښانه ده چې قطر له پاره پيسې اهميت نه لري. دغه هیواد کولی شي ډير اسانه د نړیوال جام له کوربتوبه ووځي او تیار دی چې رامنځ ته شوي (اقتصادي) زیانونه وزغمي… د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام، له ډيرو اړخونو یوه مالي بې نظمي ده.»

یو تیاره ميراث

حتی په هغه صورت کې چې د دغو لوبو تر سره کېدل د مالي بې نظمۍ يو ډول وي، قطر هم باید د نورو ټولو هغو هیوادونو په څير چې دغه جامونه ېې ترسره کړي، دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي چې تر هغه وروسته به ورته څه «میراث» پر ځای پاته کيږي.

یوه داسې نظريه موجوده ده چې دغه لوبې باید په ټولنه او ټول هیواد کې خپل مهم اغیز پر ځای پريږدي، داسې یو اغيز چې د دغه ډير لوړ مالي لګښت توجیه کونکي وي، کوم چې صرف د فوټبال څلورو اوونيو لوبو له پاره شوی دی.

د نړیوال جام اکثرو کوربه هیوادونو په دې برخه کې خپلې هڅې کړي دي، خو د قطر او د هغه د نیت په اړه اساسي شکونه موجود دي.

له ښکاره ستونزو څخه ېې یوه، په دغه هیواد کې جوړ شوي لوبغالي دي. د ۸ لوبغالو له ډلې، ۷ ېې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام له پاره جوړ شوي دي.

حکومت وايي د دغو لوبغالو د رغونې لګښت ۵،۶ میليارډه یورو دی. د نړیوال جام تر پای وروسته دغه هیواد چې ۸،۲ میليونه نفوس لري، په دغه شمیر کې لویو لوبغالو ته اړتیا نه لري.

په دوحه کې مهاجر کارګر
په دوحه کې مهاجر کارګرانځور: picture-alliance/dpa

د «سپین پِيل مسئله» د نړیوال جام د مخکنیو کوربه هیوادونو له پاره یو تر ټولو لوی مشکل وو او قطر غواړي دغه څه متوقف کړي. له هغه څخه منظورهغه شتمنۍ او یا هم املاکونه دي چې خاوندان ېې نه شي کولای په اسانۍ سره ېې له لاسه ووځي او په ندرت سره ورڅخه استفاده کیږي.

د دغو لوبغالو څخه درې به ېې په قطر کې د راتلونکو لوبو د کوربتوب له پاره پر خپل ځای پاته وي. خو پنځه نور به ېې يا بېرته ټول کړل شي، یا به د نورو اهدافو له پاره وکارول شي او یا ېې ظرفيت د پام وړ په اندازه راکمیږي.

کیران مګوایر، ډاډمن دی چې قطر به له نوو زیربناو څخه کار واخلي، تر څو ښايي وشي کړای په راتلونکي کې ورباندې د اروپا ليګ یا د اروپا د اتلولۍ ليګ په څیر سترو لوبو کوربه توب په لاس راوې.

واقعي لګښتونه: د مهاجرو کارګرو ژوند

کوم څه چې د نړېوال جام له لګښتونو لا مهم دي، هغه د مهاجرو کارګرو برخلیک دی چې په تیره یوه لسیزه کې ېې د زیربناو په رغولو کې ډير زحمتونه ګاللي دي. په ۲۰۱۰م کال قطر ته د دغو سیالیو د کوربتوب ورکولو اقدام، د بشر حقونو حامي سازمانونو له شدیدو نیوکو سره مل وو. هغوی پر دغه هیواد د مهاجرو کارګرو سره د چلند د څرنګوالي په خاطر شدیدې نيوکې وکړې.

په ۲۰۱۶م کال کې د بخښنې نړیوال سازمان قطر په دې تورن کړ چې د خلیفه نړیوال لوبغالي د جوړولو له پاره د کار له اجباري ځواک څخه کار اخلي. وروسته تر هغې داسې رپوټونه خپاره شول چې په قطر کې له ۲۰۱۰ کال نه تر اوسه، په زرونو کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بريتانوۍ ورځپاڼې، ګارډین، د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې وویل چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰م کلونو تر منځ د هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا هیوادونو ۶۵۰۰ مهاجرو کارګرو په قطر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو د کارپوهانو په خبره، د اکثرو قربانیانو د مړينې اصلي دلیل، د ۲۰۲۲ نړیوال جام دی.

WM 2022 Katar | LUSAIL Stadion in Doha
د قطر د ۸ لوبغالو له ډلې، ۷ ېې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام له پاره جوړ شوي ديانځور: Laci Perenyi/picture alliance

قطر په وروستیو کلونو کې د کار په قوانینو کې یو څه اصلاحات رامنځ کړل، خو د بخښنې نړیوال سازمان په خبره، سترې ستونزې لا پاتې دي. د دغه سازمان په رپوټ کې چې تیره میاشت خپور شو راغلي دي: «په نهایت کې د بشري حقونو نقض په یوه لوړه کچه کې تر اوسه ادامه لري.»

د فوټبال نړیوال فدراسیون بيا ګټونکی کیږي

د فوټبال نړيوال فدراسيون «فيفا» له پاره به د مهاجرو کارګرو مړینه او د مصرفونو مسئله په ټوله کې پر نهايي نتېجې ډیره اغیزه ونلري.

د دان پلامي په خبره، فیفا د دغو سیاليو په ترسره کولو، لوېې پېسې په لاس راوړي، څنګه چې په روسیه کې د فوټبال د ۲۰۱۸م کال نړېوال جام په سیاليو کې دغه شان وو.

هغه وويل: «له نړیوال جام له ترسره کولو څخه د فیفا موخه مالي ګټه او د عوایدو رامنځ ته کول دی تر څو وشي کړی په هرو څلورو کلونو کې خپلو لوبو ته ادامه ورکړي.» هغه زیاته کړه چې فیفا له پاره د ۲۰۱۸م کال سیاليو عوايد له هغه اندازې ډير لوړ وو چې دغه فدراسیون ېې تمه درلوده.

پلامي په پای کې وويل: «فیفا د قطر په هکله هم ورته تمه لري. د نړيوال جام سیالۍ به ښايي د کوربه هیواد له پاره له ډیرو لګښتونه سره ملګرې وي، خو د فيفا له پاره ډيره مهمه دا ده چې دغه سیالۍ بريالۍ ترسره شي. د هغوی له پاره د ډيرو مصرفونو مسئله د اندېښنې وړ نه ده.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.