د امر بالمنکر وزارت یو چارواکي سره مرکه

ح ح پروانی

455

ښاغلیه! تاسو په دې وروستیو کې پارکونو ته د ښځو په تګ بندیز لګولی دی په داسې حال کې چې ښځې هم ضرورت لري چې وګرځي پارکونو ته ولاړې شي، کیدای شي چې ځينو ته ډاکترانو هم توصیه کړې وي چې وګرځي دا کار مو ولې کړی دی؟

ځواب:

پخوا په دې وطن کې ډول ډول ناروغیانې وې، ځینو د وزن له ډېروالې شکایت کولو، ځينو د وینې غوړ، شکر، د وینې فشار همداسې نور تکالیف درلودل چې دا ډول تکالیف په خوراکونو کې د اسراف له امله پیدا کیدل د ۱۱۱ چارواکو د حکیمانه تدابیرو څخه یو تدبیر دا و چې دا خلک له خوراکونو څخه ځان نشي ساتلی باید داسې وضعیت را مینځته شي چې دا خلک باید په کور کې په مړه ګېډه څه ونلري تر څو پخپله روغ شي. اوس هېڅ اړتیا نشته چې ښځې پارکونو ته ولاړې شي یا هم سهار وختي په کوڅو کې وګرځي د ټولو وزنونه کم شوي دي.

بله پوښتنه:

تاسو ته بهتره معلومه ده صاحبه چې دا ښځې اوس په کورونو کې بندې دي وظایفو ته نشي تللی، مکتبونو دروازې پرې تړل شوي دي اوس حتی پارکونو ته د تګ بندیز پرې ولګید که چېرې په ژور خپګان یا ډېپرېشن اخته شي بیا څه وکړي؟

ځواب:

برقې یا چادري دې په سر کړي د سوالګرې په لباس کې دې وګرځي ځکه چې په سوالګرو ښځو هېڅ بندیز او محدودیت نشته.

پوښتنه:

صاحبه ځينو ښځو ته د یوې کورنۍ نفقه او مصارف ور په غاړه و هغه ښځې اوس څه وکړي؟

ځواب:

 هغه کولی شې چې د برقې په سر کولو سره لاړه شي او سوال وکړي برقه به یې په سر وي څوک به یې نه پېژنې عزت به یې خوندي وي، د برقې یو حکمت همدا هم دی.

پوښتنه:

صاحبه زمونږ ستاسو د ټولو امیر چې په کندهار کې خطبه وړاندې کوله د شا لخوا وغږید همدارنګه د علماوو په غونډه کې د شا طرف نه یې خلک مخاطب کړل دې سره سره چې په خبرو کې یې په ډاګه کړه چې له اټوم بم هم ویره نلري دې کې څه حکمت دی؟

ځواب:

تاسو ته بهتره معلومه ده چې ټول انسانان د شا لخوا تقریبا یو شان دي توپیر نلري امیر ډېر خاکساره سړی دی هغه غواړي په دې ډول خلک پوه کړي چې زه د تاسو په شان یم له تاسو څخه هېڅ غوره نه یم، له همدې کبله یې هغوی د شا لخوا مخاطب کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.