د غاښو د درد اسانه درملنه

1,177

د غاښو درد علاج لپاره ساده اسانه او کم مصرفه طبیعي او روایتي علاجونه شته چې ځینې یې په دې لیکنه کې لوستلای شئ!

۱ـ اوګه: د چټک تاثیر لرونکی نبات دی یوه دانه د غاښ د درد په وخت خوله کې میده کړئ تر څو اوبه یې بیمار غاښ ته ورسیږي تاثیر یې وګورئ که مثبت نه وه نو ژر یې بهر وغورځوئ.

۲ـ ترش لیمو: د لیمو اوبه د مالوچ په وسیله درد لرونکي غاښ باندې واچوئ لیمو چې د ویټامین سی لرونکی دی کولای شي د غاښ درد کنټرول کړي.

۳ـ نعنا: تازه او یا هم وچه نعنا را واخلئ په درې ګیلاسه اوبو کې جوش کړئ وروسته یې د نیم ساعت لپاره درې ګیلاسو کې واچوی چې یو څه تړمې شوي نو بیا هر ګیلاس د ۳۰ ثانیو لپاره غړغړه کړئ. په همدې ډول سره تور چای هم د غاښو درد لپاره کارولای شئ.

۴ـ مالګه: په یو ګیلاس جوش اوبو کې یوه قاشوغه مالګه واچوئ نیم ساعت وروسته یې د ۳۰ ثانیو لپاره غړغړه کړئ.

۵ ـ زنجفیل: که تازه زنجفیل مو درلود نو څو څاڅکي اوبه یې د مالوچ پوسیله غاښ باندې کیږدئ، که تازه زنجفیل مو نه درلوده د وچ زنجفیل څخه د نعنا په شان چې طریقه پورته ذکر شوې ګټه واخلئ. د تازه زنجفیل اوبه لږ زیات وخت ته ضرورت لري چې د غاښ درد کنټرول کړي.

۶ ـ یخ: څو ټوټې یخ په یو پلاستکي خلطه کې د اوبو د ضایع کیدو په خاطر واچوئ وروسته یې په یوه تکه کې ونغاړئ او پر بیمار غاښ مو د پنځلسو دقیقو لپاره ونیسئ د غاښ درد به مو ارام شي.

۷ ـ کنډ: د میوو لرونکو ونو کنډ یعنې زاوله د یوې قاشوغې په اندازه یو ګیلاس اوبو کې جوش کړئ له ۳۰۰ دقیقو وروسته یې پنځه یا شپږ ځله غړغړه کړئ د غاښو درد آراموي.

۸ ـ د لونګ غوړي: دوه څاڅکي د لونګ غوړي په یوه مالوچ باندې واچوئ د نیم ساعت او یا هم لږ زیات وخت لپاره یې پر درد لرونکي غاښ کیږدئ که فرض مثال غوړي یې موجود نه وي نو یوه دانه لونګ را واخلئ خوله کې یې په غاښونو باندې ښه میده کړئ بیا یې د بیمار غاښ لورې ته ورنږدې کړئی ترڅو درد یې آرام شي.

۹ ـ پیاز: لومړی د پیاز پوټکی لرې بیا یې اوبه وباسئ یو یا دوه څاڅکې اوبه يې د مالوچ پواسطه پر هغه غاښ کیږدئ چې درد کوي، له پنځلسو دقیقو ترنیم ساعت پورې درد آراموي او خپله پیاز هم کارولای شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.