د بریالیوو انسانانو ۱۰ ځانګړنې

551

مخکښ
تصمیم لرئ چې تر نورو زیاته هڅه وکړئ، او اطمینان حاصل کړئ چې کارونه مو پای ته رسېدلي دي، او کله چې وګورۍ هر څه درست سرته رسېدلي دي، پر ځان مو ویاړئ.

پر ځان متکي کېدل
مسولیت منونکي او ځواب ویونکي یاست، سخت تصمیمونه نیسئ او په خپلو ژمنو کلک درېږئ؟

کلکه اراده
تاسو د دې وړتیا لرئ چې د مذبذتوب پر ځای په کارونو کې ځان سختو ته ورکوئ. کله چې اراده وکړئ سرته یې رسوئ. په نړۍ کې سترې لاسته راوړنې د هغو خلکو په برخه شوې دي، چې پر خپلو موخو یې تمرکز کړی او د هغو د لاسته راوړنو له پاره خپل ځان په مصرف کې اچولی دی.

صبر
صبر کول قبلوۍ او دا هم منۍ چې په هرڅه کې ماتې او ناکامي هم امکان لري. ښو شیانو ته د رسېدلو له پاره باید سختې وزغمۍ او کله کله د تاوان حوصله هم ولرئ.

ریښتینولي
دا صفت د یادولو وړ نه دی، مګر یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه دی، چې تاسو یې باید په ځان کې وروزئ. په هر هغه کار کې چې تاسو یې سرته رسول غواړئ ريښتینولي تر ټولو غوره سیاست دی.

شوق
که غواړۍ بریالي و اوسئ، که غواړئ چې ژوند وکړئ، دا هر څه شوق دی چې تاسو تر خپلې موخې او منزله رسوي. ژوند ۱۰ په سلو کې تصادف دی، چې تجربه کوئ یې، او ۹۰ په سلو کې ځوابونه دي چې تاسو یې دې تصادفاتو ته ورکوئ.

اړیکه
تاسو کولی شئ له نورو سره اړیکه ونیسئ. دا کار د دې سبب کېږي هغه څه چې تاسو یې غواړۍ په سرعت سره ورته لاسرسی پیدا کړئ.

تاسو پوهئږئ چې په دې نړۍ کې ډېرې خوبیانې او زیاتې لاسته راوړنې شتون لري، چې ترلاسه یې کړئ.
خوشبیني د ښه راتلونکي له پاره یوه ښه ستراتېژي ده، باور لرئ چې کېدای شي راتلونکی تر دې هم بهتر وي، نو ګام پورته کوئ او مسولیت اخلئ، تر څو راتلونکی مو داسې جوړ کړئ څومره چې امکان لري.

پر ځان باور
پر ځان مو باور لرئ، په داسې حال کې چې پر ځان مو دومره قوي باور او اعتماد لرئ، نو بریالیتوب ته یو ګام نږدې یاست.

متقابل درک
تر هغې کار کوئ چې درک ولرئ او له هغو کسانو سره چې تاسو اړیکه لرئ پام پرې لرئ. مهمه برخه یې دا ده چې د دې توان لرئ ترڅو ناویلې خبرې واورئ. چېرته چې درک شتون ولري، باور او احترام ورپسې په خپله راځي.

هېڅوک هم د د معمولي انسان کېدلو له پاره کار نه کوي. د معمولي توب خبره هغه مهال رامخته کېږي چې تاسو پروګرام ونه لرئ. که غواړئ چې بریالیتوب ترلاسه کړئ، هغه څه وکړئ چې تاسو د بریا تر کچې رسوي، داسې تګلاره جوړه کړئ چې دا صفتونه مو د ورځني ژوند برخه وګرځي.

خاکساره او ستر و اوسئ، زړور او تصمیم نیونکي. وفادر او بې پروا. دا هغه صفتونه دي چې ستاسو په ذات کې نغښتي دي او تل شتون لري. په ځان کې یې وروزئ او پیاوړي یې کړئ.
ژباړه: وخت نیوز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.