د کډوالو په هکله د پاکستان خبرداري افغانان اندیښمن کړي

582
9 ساعتونه مخکې

د پاکستان هغه اعلان چې په دغه هيواد کې مېشت بې ويزې بهرنيان به له هيواده وباسي، ډېر افغانان اندېښمن کړي دي. په پاکستان کي اوس هم په زرونو افغانان بې اسناده يا بې وېزې ژوند کوي.

د افغان کډوالو د ویزو او په پاکستان کې د اوسیدو په هکله د دغه هیواد تازه خبرداری، افغانان اندیښمن کړي دي او په خبره یې هېواد ته ستنېدل او یا په پاکستان کې پاتې کېدل دواړه یې تر زندانه رسولی شي.

پاکستان ته تازه تللو افغانانو کې ډېر يې هغه دي چې په پاکستان کې د نورو هيوادونو ویزو اخیستلو او د تخلیې پروګروامونو ته په تمه شپې او او ورځې سبا کوي. دوی غوښتنه کوي چې نړۍ دې د ویزو پروسه چټکه او هم دې له پاکستان سره په دې هکله خبرې وکړي.

په پاکستان کې میشت افغان ژورناليست چې موږ ورته د رحمن الله مستعار نوم کاروو، د پاکستان د حکومت وروستي خبرداري ډېر نا ارامه کړی دی.  رحمن الله له دويچه سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان ویزې موده یې پای ته رسېدلې خو لا یې هم د هغه هېواد ویزه نه ده ترلاسه کړې چې پاکستان ته ورپسې راغلی.

هغه دویچه ویله ته وویل: «په اسلام اباد کې د یوه اروپایي هيواد په سفارت کې مې مرکه [انټرویو] تیره شوې خو د درو میاشتو په  تېرېدو سره لا ویزه نه ده راغلې.« دغه افغان ژورناليست وايي، افغانستان ته ستنېدل یې هم مرګ یا زندان دی او یوازینۍ هیله یې همدا ده چې د روان کال له پای ته رسېدو وړاندې د اروپا ویزه ترلاسه او لاړ شي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هغو افغانانو له پاره به د اسانتیاو هڅه وکړي چې د زده کړو، ناروغۍ او سوداګرۍ له پاره پاکستان ته تللي وي.

د کډوالو د ویزو د نه تمدید په برخه کې د پاکستان خبرداری

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوځل بیا هغو کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې یا ویزې نه لري. د شمېرو له مخې پاکستاني ځواکونو په وروستیو څو میاشتو کې شاوخوا پنځلس سوه هغه افغانان نیولي دي چې د دوی په وینا په غیرې قانوني ډول پاکستان ته ورغلي ول. د معلوماتو له مخې په نیول شوو کسانو کې ښځې، ماشومان، ناروغان او آن ناوې هم شاملې دي چې لا هم په زندانونو کې دي او یو شمیر یې آزاد شوي دي.

بل لوري ته د نادرا په نوم د پاکستان یوه اداره چې یوه برخه یې د پاکستان د کورنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو وګړو اړوند مسایلو باندې کار کوي، په دې اړوند مالومات خپاره کړي او زیاتوي چې د روان ۲۰۲۲م کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ نېټې ټولو هغو بهرنیانو ته معافیت دی چې ویزې یې ختمې دي. د دغې ادارې په وینا پاڼه کې راغلي دي چې له یادې نېټې وروسته به سرغړونکي تر درې کاله په بند محکومېږي.

پاکستان د کلونو راهیسې د میلیونو ثبت شویو او نا ثبت شویو افغان کډوالو کوربتوب کوي.
پاکستان د کلونو راهیسې د میلیونو ثبت شویو او نا ثبت شویو افغان کډوالو کوربتوب کوي.انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل له دويچه ويله سره په خبرو کې وویل چې دوی هم د پاکستان له دغه اقدامه خبر دي. د تکل په وینا، د غیرې قانوني کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د هغه هېواد د قوانینو پر بنسټ پورته کېږي خو ډاډ ورکوي چې هغو افغانانو ته به د اسانتیاوو برابرولو هڅه وکړي چې پاکستان ته د زده کړو، ناروغۍ او سوداګرۍ له پاره تللي دي.

د ۲۰۲۱م کال د اګسټ له ۱۵ نېټې راوروسته ډېرو افغانانو ځکه پاکستان ته مخه کړه چې په هېواد کې یې نږدې ټولې نړۍ خپل سفارتونه وتړل او د تخليې مختلف پروګرامونه هم له دریم ګړي هیواد څخه پرمخ بیول کیږي.

په تېرو پنځلس میاشتو کې  پاکستان ته تللو افغانانو کې ډېر شمېر یې هغه دي چې د امریکا، اروپا او نورو هيوادونو ویزو غوښتنونکي دي. په پاکستان کې میشت یو بل افغان ژورنالست چې د امریکا پي یو کیس لري او له تېرو لسو میاشتو راهیسې په پاکستان کې دی، ورته اندېښنه لري. موږ یې په رپوټ کې زمانګل د مستعار نوم په توګه یادوو. نوموړي دويچه ويله ته وویل چې د پاکستان ویزه یې له یوې اونۍ نه بلې اونۍ ته پاتې کیږي او دا چې په دې برخه کې ډېر اندېښمن دی.

زمان ګل وويل: «د پاکستان ویزه یې په زر امریکایي ډالر اخیستې وه، خو اوس یې وخت پر پوره کېدو دی.» په پېښور کې د مېشت زمانګل په خبره، دلته پاکستان د افغان کډوالو ویزې هم نه تمدید کوي او بهر ته د تللو کار یې هم نامعلوم دی.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، په ایران کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه او پاکستان کې د شاوخوا ۲۵۰ زره تازه راغلو افغان کډوالو په شمول شاوخوا ۳،۳ میلیونه افغان کډوال میشت دي. سربیره پر دې، په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناقانونه نیول کیدو او ربړونې راپورونه هم خپاره شوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه کار غندلی او له پاکستان څخه یې له افغان مهاجرینو سره د سم چلند غوښتنه کړې.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.