د انسان هورمونیکي شننه

نجیب احمد عزیزي

506

د هر انسان له زړه بل کس نه‌شي خبرېدلای؛ نو په دې خاطر ځینې کسان د خپل طبیعي جوړښت او ځانګړنې له مخه باید په مجلس همدارنګه ځینو ټولنیزو چارو کې ومنل شي.
ټول انسانان له یو بل سره چې په څېره کې توپیر لري همدغسې یې هورمونونه هم سره بدل وي.
هغه کسان چې “هیجاني هورمون” یا Emotional hormone ادرینالین یې تر نورو هورمونو په لوړ لېول کې وي، ښایي دوی له هرې خبرې سره خپل احساساتي غبرګون وښيي، مثلاً که حیرانونکې کیسه اوري، له هغه سره اړوند غبرګون هم ښيي، دغسې کسان ښایي ډېر عاطفي ژړاکوونکي او د نورو په وړه منفي خبره هم خپه او پرېشانه کېږي، دوی هیڅکله باید د دغه هورمون د زیات افرازېدو پر اساس ملامت و نه ګڼل شي.
ځینې کسان بیا ښایي ډېر وارخطا، مشوش او نه غواړي نور یې نارامه څېره باندې پوه شي، د هر چا په خبره پسې داسې متوجې وي چې په اصطلاح په غوږ مې و نه وهي، هر وخت په وېره کې وي، ممکن داسې کسان خپلې خبرې ګډې وډې وکړي؛ مګر که دوی په هورمونیکي لحاظ معاینه شي، کېدای شي دوی په بدن کې تر اکسي توسین چې ډېر مهم او د ټولنیزو شخصي اړیکو همداراز د مینې هورمون هم بلل کېږي، ترشح يې په ټیټه سطحه کې وي، خو کورټېزل هورمون اندازه د دغسې کسانو په بدن کې تر هرڅه زیاته وي، دوی په خپله هم د خپلې طبعې داسې حالت څخه يو ډول ځور احساساوي، کېدای شي د دغه هورمون د لوړ لېول لرونکي کسان ډېرې لږ او ناپایه ټولنیزې اړیکې جوړې کړي.
همدارنګه ځينې کسان چې د ټسټسټرون هورمون اندازه یې لوړه وي، تر ډېره غواړي د ده د بدن حرکات نورو ته جالب ښکاره شي، خو که د دې هورمون ګټورتوب د ده د احساساتو او شخصي ژوند له پلوه ورته ګټور دی؛ مګر د دې امکان شته چې د جسمي جستوالي او قوت له امله خپل فکري جریان کنټرول نه کړای شي، ښایي دوی ځینې وخت سایکوپاټیکي ضررناک او له نورو سره بې‌پروا چلند وښيي، د دغه هورمون د ترشح لوړول د شخصي ژوند له پلوه همدارنګه د ټولنې ته په جسمي قوت د راوتلو او ځان ښودلو په خاطر د دۀ په نظر ښه ده، خو داسې کسان باید چې د زده‌کړو په تېره بیا د ازموینې په وختونو کې د دې هورمون لېول ته پوره متوجه واوسي، که یې لږ څه اندازه کمه و نه ساتي امکان لري چې فکري جریان یې داسې ګډوډ شي چې په ازموینه کې بېخي لږې نمرې واخلي.

یادونه: دغه هورمونیکي تشریح تر ډېره استادانو، ښوونکیو ته په تدریس همدارنګه په ټولنپوهنه او عامه اړیکو کې ډېره مهمه ده، ځکه خدای مه کړه ځینې کسان د ناروغې، یا د هورمونو په اختلال داسې و نه ګڼل شي چې دوی له زده‌کړو بې‌برخې یا ټولنیزو اړیکو په ساتلو کې پړ و نه ګڼل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.