په افغانستان کې د «اقتصادي ځوړ» په اړه د نړېوالو اندېښنې

440
محمد اسماعیل شاکر/ دویچه ویله
1 ساعتونه مخکې

روسيه وايي، په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ ټول مسؤلیت د لویدیځو هيوادونو پرغاړه دی. د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا نارسمي غونډه کې بحث شوی.

په افغانستان کې د «اقتصادي سقوط مخنیوي» تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نارسمي غونډه د روسيې په غوښتنه رابلل شوې وه.

د روسيې استازي دې ناستي ته وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتی اصلي لامل له دغه هيواد څخه د امریکا او نورو لوېدیځو هيوادونو بې مسؤولیته وتل دي.

هغه زیاته کړه: «دغه هيوادونه داسې انګیري چې د افغانستان اوسني وضعیت ته باید په خپله افغانان رسیده ګي وکړي، په داسې حال کې چې اصلي مسؤلیت د همدغو غربي هيوادونو دی، خو دا هيوادونه په دې اړه ان نه غواړي خبرې وکړي او یا هم شرطونه ږدي.»

د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې نارسمي ناسته کې د ډېرو هيوادونو استازو د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا په ټیټ حالت کې بللی دی.

ملګرو ملتونو ته د چین استازي وویل: «له افغانستان سره مرستې باید په نورو سیاسي مسایلو پورې تړلې ونه اوسي او نه هم ورته کوم وړاندې شرط کېښودل شي.»

دغه ډيپلوماټ زیاته کړې ده، تمه داده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو خوندېتوب او له ترهګریزو ډلو سره د مبارزې له پاره لاډېرې هلې ځلې وشي.

نړېوالو استازو ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې بشري حقونو ته نه درناوی او له زده کړو څخه د نجونو بې برخې کېدو وضعیت لاپسې کړکیچن کړی دی.

هاخوا اقتصادي شنونکي هم په دې باور دي چې افغانستان په تېر څه باندې یو کال کې منفي اقتصادي پرمختګ درلود.

د پوهنتون استاد قیس محمدي دویچه ویله ته وویل: «پړه معلومه ده چې پر غربي هيوادونو باندې ده او نن دوی باید د افغانستان اقتصاد تر دې خرابېدونکي وضعیت ته پرېنږدي.»

د محمدي په وینا رپوټونو ښودلې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د IMF وړاندوینې ښيي چې د افغانستان اقتصاد به په راتلونکو کلونو کې هم منفي رشد ولري.

محمدي وویل: «په افغانستان کې د سړي سر عاید له ۲۰۰۰ کال څخه مخکې حالت ته ورګرځېدلی، حکومت معاشونه کم کړي، خصوصي سکټور کې پانګونه کمه شوې ده.»

د دغه اقتصادي کارپوه په وینا، د طالبانو په حکومت کې هم دا مسلکي وړتیا نشته چې افغانستان له اوسني اقتصادي بحران څخه راوباسي.

دغه راز، په دې حکومت کې هم د فساد، زورواکۍ، خلکو ته د خدمتونو نه رسولو اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي او هغه نړېوالې مرستې چې له خلکو سره کیږي هم په سمه توګه خلکو ته نه رسي.

خو د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې له افغانستان سره یې ژمنې «تزلزل نه منونکي» دي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «امریکا په ۲۰۲۲م کال کې د خوړو نړېوال پروګرام له لارې له افغانستان سره ۴۶۰ میلیونه ډالر مرستې کړي دي.»

وېسټ دغه راز زیاته کړې ده چې افغانستان لا نور هم خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري چې د خوړو نړېوال پروګرام په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.