غزل

مصطفی امن

486
لکه مال ددی وطن د بیت المال وم
په ناره د غنیمت باندی پایمال وم
زه همدغه شانته ستا غمونو لوټ کړم
بی خاونده مال د مړ صاحب المال وم
ماشراب په خوب کی وڅکل زیات خپه شوم
چی سهار له خوبه ویښ شومه خوشال وم
ستاد قهر تبی سخت ومه نیولی
تود پخپله ژبه پروت د بوسی سوال وم
زه کوڼ شوی یمه اوس هغسی نه یم
چی بیداره به په یو غږ د بلال وم
ملک د امن کی یو هم ام البلاد و
په قلم او توره دواړو کی مثال وم
م .امن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.