غزل

بارکوال میاخېل

521
نړېدلی مو دېوال دی او تر لاندې مو سلګۍ دي
رانه ورک دي د تن سیوري اسمانونه مو کیږدۍ دي
څو ګلمخي ماشومان دي د ارمان کوڅه کې ژاړي
داسې ښکاري چې راغلي له کاله د زندګۍ دي
د احساس د دوزخونو یْوه ګړۍ ترېنه قربان شه
که یې غواړې جنتونه، په دوه نیمې اشرفۍ دي
چې تورتم تر لاس نیولي د رڼا ناوې ته غله دي
موږ اخیستي یې لاسونه ډېر پخوا لا له یارۍ دي
لا تر اوسه پورې ورک دي د سپېدو په ګړنګو کې
چې لوېدلي په تیارو کې د وختونو له بګۍ دي
په خوبونو کې به ویني تور ماران د تعبیرونو
غلې کړې چې چا دلته دا د امن څو شپېلۍ دي
دا چې لارې راته خاندي، غوړېدلې پرې غوټۍ دي
په پښو کړې بارکواله! “د تڼاکو مو څپلۍ” دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.