غزل

بارکوال میاخېل

365
راغلو دلته راغلو په تا پسې مو پلونه دلته راغلو
ته چې تل اوډر یې نو هسې بیا ژوندونه دلته راغلو
ښه یې دلته ښه یې موږ مړه یو اضطرابه! چې ته نه یې
تاته ګوره تاته په شور کې له سکونه دلته راغلو
ژوند مینه او سیل دا ټول عبادتونه وو مرګیه!
ته څه را پسې یې را پېښ د خدای کارونه دلته راغلو
موږ د وطن هیلې خو تورې د ستم سیلۍ چې راغلې
پورته شوو له خاورې په هوا لکه ګردونه دلته راغلو
یه د حُسن میرې! چې بندې میکدې دې کړې د مینې
ځو به موږ پر کومه کړل بند مو د هوش ورونه دلته راغلو
نه یې تعبیرونه خو نه یې بارکواله! تعبیرونه
نه ستړو لېمو ته لوټلي بیا خوبونه دلته راغلو

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.