“زه ساه نه شم اخیستلای”

بارکوال میاخېل

0 612

مودې وشوې چې پر ستوني مې را ایښې
یوې داسې بلا پښه ده
چې وجود یې سراسر له کرکې جوړ دی
او ختلې یې و سر ته د غرور داسې نشه ده
چې که هر څو وهم چیغې
او په رډو رډو سترګو ورته وایم
زه ساه نه شم اخیستلای
ډکې سترګې یې له زهرو راته وایي
دا عذاب خو له تا نه شم اخیستلای

مودې وشوې چې ساه نه سم اخیستلای
دي پراته مې پر خوله باندې
د ستم درانه لاسونه
ازمېیي د خدایۍ زور او ما په چیغو
بېلوي د زندګۍ لیلا له غېږې
دا په دا چې په تندي کې زما نه دي
د سجدو زړي کرلي
دا په دا چې زه منکر یې د بدرنګه امامت یم
که هر څو مې وړې هیلې په سلګو دي
او سالنډي ماشومان مې د خوبونو
روح مې ژاړي چې ساه نه شم اخیستلای
ټینګ پر خوله مې کړي لاسونه خدای د خاورې
وایي بار د ګناه نه شم اخیستلای

مودې وشوې چې بې ساه یم
مودې وشوې چې بې ږغه
نه څه وینم نه څه وایم
په وجود مې نه د جنګ چینجي مړېږي
نه لړم د سرمایې راڅخه ګرځي
زه چیچلی یوې داسې اژدها یم
ژوند مې څنګ ته د مریي غوندې تړلی
خوري وجود مې لوی واړه مېږي د لوږې
ورته ګوري پاس اسمان په سپینو سترګو
باک پرې نه کوي د مرګ دا تورې مږې
چاته ووایم چې مرمه
او ساه نه شم اخیستلای
مځکه مور د نازولي زوی په خوا ده
راته ګوري راته وایي
زه دې زویه بلا نه شم اخیستلای.
__________________________

یادونه: د امریکې په منیسوټا ایالت کې چې د مې په 25مه پولیسو د یو تورپوستي امریکایي جورج فلویډ پر ستوني پښه ایښې وه نو هغه ویل I can’t breathe [زه ساه نه شم اخیستلای] او اخر یې ساه ورکړه، په غبرګون کې یې د ده دا خبره په امریکا کې د روانو احتجاجونو شعار وګرځېده. ما دا نظم پر خپله خاوره د همداسې ظلم په غبرګون کې لیکلی.

Remembering George Floyd: Devoted father, 'gentle giant' | USA ...

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply