د همینګوې کور

ژباړه: عاقب عمر

443

ارنسټ همینګوې تر ډېره وخته خپل شخصي کور نه درلود. “جورج پلیمپتون” ته یې په یوه تاریخي کې مرکه کې ویلي وو: “آمبوس موندوس” هوټل د لیکوالۍ لپاره ډېر ښه ځای دی… ده به چې له هرې ښځې سره واده وکړ، د هغې لپاره په څلورو دېوالونو کې ژوند تېرول سخت وو او په دې هیله به وه چې د خاوند لیکوالي یې پای ته ورسېږي او بیا یې ترڅنګ و اوسي. “پولین فایفر” هغه د ژوند په ډېره سخته مرحله کې پرېښود. خو کله چې یې له “مارتا ګلهورن” سره واده وکړ، هغې یوه ډېره ښه لاره ومونده: یو کور یې پیدا کړ چې خاوند یې هم تر څنګ وي او خپله لیکوالي هم کوي.

هاونا ته نژدې، په فینکاویخیا کې یې یو کور اجاره کړ چې په لومړیو کې د میاشتې سل ډالر وو او وروسته بیا همینګوې په اتلس‌زره ډالر واخیست. له ډېرو هغو لیکوالانو چې د نړۍ په مختلفو ځایونو کې کورونه لري، پوښتنه شوې چې اصلي کور مو کوم یو دی، هغوی ټولو هغه کور ورښودلی په کوم یوه کې یې چې کتابونه اېښې دي. همینګوې په دې کور کې نهه‌زره عنوانه کتابونه لرل؛ سره د څلورو سپیانو او دوه‌دېرش پېشوګانو.

همینګوې په هاوانا کې کابو دوه‌ویشت کاله تېر کړل. د لیکوالۍ هغه مهم کلونه چې هلته یې ځینې دا اثار هم ولیکل چې لږ برخه د «لرل او نه لرل»، «زنګونه چا ته په غږونو شول»، «د سیند هاغاړې ته په ونو کې»، «خوځنده مېله او د جزایر سیند» اثار یې همالته ولیکل.
“د مارکېز له یادښتونو”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.