د کایناتو تر ټولو زوروره چاودنه

ظاهر عمار

833

د 1967 ميلادي کال د جولای مياشتې په دويمه د ناسا “ويلا” نومي سټيلايټونو په فضا کې د ګاما څپو يوه چاودنه تشخيص Detect کړه چې له امله يې د امريکا په دفاع وزارت يا پنټاګون کې غوغا جوړه شوه ځکه امريکا فکر کاوه روسيې د 1963 کال تړون نقض کړی او په فضا کې يې اتومي آزموينه کړې.

د ساړه جنګ له امله امريکا له پخوا اندېښمنه وه چې روسيه دا ډول اقدام کولای شي. د همدې موضوع د حقيقت معلومولو په خاطر ناسا څلور “ويلا” نومي سټيلايټونه له ځمکې سل زره کيلومټره ليرې فضا ته واستول. معمولاً سټيلايټونه له ځمکې په دومره ليرې فاصله کې نه ځای پر ځای کيږي خو دا چې امریکا شکمنه وه روسيه ښايي د سپوږمۍ په مدار کې اتومي چاودنه وکړي، له همدې امله يې دا سټيلايټونه له ځمکې هومره ليرې ځای پر ځای کړي وو.

د ناسا محققينو پر تشخيص شويو ګاما څپو خپل تحقيقات شروع کړل او غوښتل يې معلومه کړي چې دا څپې له کومه ځايه راغلي. د تحقيقاتو په نتيجه کې معلومه شوه چې دا څپې نه د ځمکې له مداره راغلي او نه زموږ له شمسي نظام نه بلکې سرچينه يې زموږ له ملکي وې Milky Way کهکشان نه هم بهر ده. له هومره ليرې ځايه ځمکې ته نږدې د ګاما څپو رارسېدو د ناسا محققين حيران کړي وو. پر دې پېښه څو لسيزې تحقيقات روان وو خو موږ تر اوسه نه پوهيږو چې دا ګاما څپې اصلاً له کومه ځايه راغلې وې. البته دومره ويلای شو چې دا څپې د يوه ساينسي اټکل له مخې له ځمکې شاوخوا 60 لکه نوري کاله ليرې ځای څخه راغلې وې.

تر دې پېښې وروسته د ځمکې په مدار کې زرګونه نورې ګاما څپې هم تشخيص شوي او ساينسپوهان يې د سرچينې په اړه وايي، کله چې دوه نيوټرون ستوري Neutron Stars له يو بل سره ټکر شي يا يوه ډېره لويه سوپرنووا چاودنه Super Nova رامنځته شي، په نتيجه کې يې ګاما څپې په کايناتو کې تر ليرې ليرې خپريږي. د نيوټرون ستورو خپلمنځي ټکر يا سوپرنووا چاودنه د کایناتو تر ټولو زوروره چاودنه ده او په نتيجه کې يې په يوه ثانيه کې د لمر تر انرژۍ څو ميليارده چنده زياته انرژي خارجيږي او هر څه چې په مخه ورشي، تس نس کوي يې.

ساينسپوهان وايي، که دا ډول کومه چاودنه له ځمکې د څو نوري کالونو په فاصله کې هم وشي، د ځمکې د کُرې نوم و نښان به پاتې نه شي. دا بيخي د حيرانتيا خبره ده چې په کايناتو کې دا ډول خطرناکې چاودنې هم رامنځته کيږي او هر څه يومخ له منځه وړي خو موږ نېکمرغه يو چې له دغه ډول کایناتي جګړې ډېر ليرې د خپل ملکي وې کهکشان په يوه پُرامنه برخه کې ژوند کوو او دا هر څه ووينو.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.