لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

آصف بهاند

597

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلوڅلوراتیایمه برخه

څنگه مې سترگې را رڼې شوې

باد دې د زلفو بوی له کومې خوا راوړينه

 

چې مې سـفـر ته څنک هوډ وکړ

خبر یې راغی چې نور بند دي پاسپورتونه

 

وطنه چا نه گيله وکړو

تا کې لوی شوي ځوانان بل وطن ته ځينه

 

د لنډیو په دې برخه کې مې دا لنډۍ د خپرولو لپاره غوره کړې دي:

 

سفر خو ښه دی، خدای دې ښه کړي

ژاړمــه دې تـــه د یــــار نـــه شـتـه اسـنـادونه

 

چې مې سـفـر ته څنک هوډ وکړ

خبر یې راغی چې نور بند دي پاسپورتونه

 

خدایه د مینې باران وکړې

چې کرکه ومینخی د خلکو له ذهنونه

 

زه په سختیو درته راغلم

ته مې په روغ صورت هم نه کوې پوښتنه

 

کابل په دوبي کي گل، گل وي

د ژمي شپې د کندهار مزه کوینه

  

اول مې شپه ورځ ېادولې

اوس چې دې نوم اورم خبره بدلومه

 

صورت مې خپل واک یې د بل دی

یـاره چـې نـه وای دا بـېـواکـه صـورتـونـه

 

څنگه مې سترگې را رڼې شوې

باد دې د زلفو بوی له کومې خوا راوړينه

 

وطنه چا نه گيله وکړو

تا کې لوی شوي ځوانان بل وطن ته ځينه

 

 

ارمان به وکړی وخت به تيروې

بيا به نخری درباندې ټول خلک کوينه

 

هرڅه بدل دي حال بدل دی

که ته زاړه یاران راگورې خاورې دینه

 

څنگ ته مې مه راځه جانانه

سبا به بوی د لونگین درڅخه ځینه

 

ما درته ویل، منل دې نۀ کړل

خاورې ایرې شوې، باد دې ښکته پورته وړینه

 

د بام پر سر مې ټپه وکړه

يار په اتڼ کې په زړه ونیول لاسونه

 

په ناڅاپي مرگي که مړه شوم
د وطن غم به مې زاره چولې وینه

 

ستا به لسمه يارانه وي

زما اوله يارانه ده زړه مې چوينه

 

خدایه اتلس کاله شپه کړې

سبا يې نه کړې جانان بل وطن ته ځینه

 

خدای دې په تنگه کوڅه راکړه

چې په لغتو دې پوستکی واړومه

 

که مې رښتیا ږغوې یاره

د زړه په زور خندا کوم وخت تېرومه

له نازولي غږ دې جار شم

ما د ارام گولۍ خوړلي خوب راځینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.