ښه ملګری څوک دی؟

1,692

۱ ـ ښه ملګری هغه دی چي صالح انسان وي، د الله اطاعت کوونکی وي، د الله پاک اوامرو ته پوره تسليم وي، د الله پاک پر خوشاله کولو باندي ډېر حريص وي، د پيغمبر د سنتو سره مينه ولري

۲ ـ ښه ملګری هغه څوک دی چي کله ستا الله پاک هېر سي دی يې درته په يادوي، او د الله پاک په اطاعت کولو کي درسره مرسته کوي.

۳ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا په خطاکیدلو باندي نه خوشاله کيږي بلکي ستا په هدايت او پرلارسمیدلو باندي خوشاله کيږي.

۴ ـ ښه ملګری هغه دی چي تا پر ښه کار باندي امر کوي او د بد کار څخه دي منعه کوي.

۵ ـ ښه ملګری هغه دی چي ته يې د خولې او لاس څخه په امان وسې.

۶ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا په مقابل کي يې تندی ورين او خلاص وي، ژبه يې ستا په مقابل کي تل نرمه او دپېرزويني څخه ډکه وي، زړه يې ستا په مقابل کي تحمل او پيراخي ولري، لاس يې ستا په مقابل کي پيراخ او اوږد وي يعني چي کله يې مرستي ته اړ کيږې مرسته درسره کوي،

۷ ـ ښه ملګري هغه څوک دی چي په ښه کار درسره موافقت کوي او په بدکار درسره مخالفت کوي، چي کله درته ملامت سي خپله ملامتيا مني.

۸ ـ ښه ملګری هغه څوک دی چي ستا په ملاقات باندي خوشاله کيږي، ستاسره ملاقات ته يې ډېره تلوسه وي، زړه يې غواړي چې تل درسره وسي، کله چې ورسره مصافحه کوې نو په محبت درته لاس درکوي.

۹ ـ ښه ملګری هغه دی چي تاته د الله د نعمتونو په حاصليدلو باندي يې زړه ښه کيږي، او چي تاته يو مصيبت رسيږي خوا يې درباندي بديږي.

۱۰ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا اړتیاوو ته ګوري او ستا د عوايدو حساب نه درپسې نیسي.

۱۱ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا چم نیسي خو چم نه درسره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.