لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

آصف بهاند

550

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلوشپـږاتیایمه برخه

چې جیب خالي شي، خپلوان کم شي

د پيسو ډک جیب خو پردي را خپلوېنه

 

له خپله ځانه مې زړه بد دی

له خپله ځانه سړی کومې خوا ته ځینه؟

یار په دکن د سړي یار وي

زه تر وړې غونډۍ پناه شوم، هېر دې کړمه

 

د لنډیو دې برخې لپاره مې دا لنډۍ برابرې کړې دي:

 

وړکي د پلار د کور وېـړۍ دي

نجونې د پلار د کور وړۍ دي باد یې وړینه

 

زه چې کمکۍ وم لېونۍ وم

د سپينې خولې له قدره څه خبره ومه

 

ما ویل سلام به ورته وکړم

چی لاس می جگ کړو له سایکله ولویدم

 

مالتې پخې، مماڼې زېـړې

زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه

 

یار په دکن د سړي یار وي

زه تر وړې غونډۍ پناه شوم، هېر دې کړمه

 

زړگي ته ډاډ ورکړه پخپله

مدام به څوک ډاډه کوي ویشتلي زړونه

 

وطن ته گورمه ورانېـږي

وس مې د خدای په چارو نه رسي مینه

 

چې جیب خالي شي، خپلوان کم شي

د پيسو ډک جیب خو پردي را خپلوېنه

 

رونالډو مات سو، کامياب نه سو

مور ئې په چغو، چغو ټول کړله بوټونه

 

زما همزولي دې ټول نشت کړل

خوار شې مرگيه، گیله من در څخه یمه

 

نیستي مې دومره قدر کم کړ

د مور سکه وروڼه مې لارې بدلوینه

 

له خپله ځانه مې زړه بد دی

له خپله ځانه سړی کومې خوا ته ځینه؟

 

پڼې په پښو که ترې راوځه

تا د دله په کور کې څه لېدلي دینه

 

چې د نصیب خبرې کېـږي

زه له هـغـه مـحـفل نه لارې بدلومه

 

په یار مې ډېر ـ ډېر سلام وایه

د غریبۍ مې ورته مه وایه حالونه

 

تش په نامه زما ملگري

نه یې کمنټ شته نه یې وینمه لایکونه

 

کاش چې مین درباندې نه وای

گـرانه وطـنـه زه به ولې زوریـدمــه

 

زرغونې سترگې په شپېته دي

دا تورې سترگې په اتلس زره دینه

 

د تور ټوپکو استاکاره

د وژل شوو خون به ستا په غاړه وینه

 

په دېوالو ختل مې زده کړل

د دلـه گـانـو سـپـي بـه ډېــر وغـپـومه

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.