د لوږې څونامي – شپـږویشتمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

492

بیا هم لوږه او بیا هم د مرگ گواښونه

د لوږي څونامي او نورو گڼو طبعي او انساني ستونزو افغانان دومره ځپلي دي چې د «د افغانانو کړاو ریکارد کچې ته لوړ شوي دي»

د بي بي سي په یوه تازه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د ګالوپ موسسې له لوري تر سره شوې نظر پوښتنه کې خلکو ویلي چې د نیستۍ او خوارۍ ‌ژوند تېروي او ښځې دوي سره کېدونکي چلند ته په پام د راتلونکي په تړاو ډېرې بدبینې دي.

پوښتل شویو نه یوازې د ځان، بلکې د راتلونکو نسلونو په تړاو هم ناهیلي څرګنده کړې.

د ګالوپ موسسې په دې نظر پوښتنه کې چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو یو کال وروسته تر سره شوې، د افغانانو د ‌ژوندانه ګڼ اړخونه رانغښتل شوي دي.

په دې تړاو تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي، د افغانانو کړاو ریکاډ کچې ته لوړ شوی.

رپوټ زیاتوي: ”افغانان اوس په لا خوارۍ کې ژوند کوي او د راتلونکي په اړه بشپړ ناهیلي شوي. ”

په دې نظر پوښتنه کې، ۹۸ سلنه خلکو ویلي ‌‌په نیستۍ او کړاو کې ژوند تېروي. دا کچه ۲۰۲۱ م کال کې چې طالبان تازه واک ته رسېدلي و، ۹۴ سلنه وه.

په رپوټ کې راغلي، که څه هم پر ښځو په ځانګړي توګه محدودیتونه لګېدلي، خو افغان ټولنه کې نارینه او ښځې دواړه په دې باور دي چې ژوند يې خوار دی، دوی انګېري چې کړېږي. خو د نظر پوښتنې د پایلو پر بنسټ، ښځې په ځانګړې توګه راتلونکي ته بدبینه دي. د دوی ۶۹ سلنې ویلي له شته حالته راضي نه دي.

د رپوټ چمتو کوونکي د ښځو دا ذهنیت پر دوی زیاتېدونکو محدودیتونو ته په پام حیرانوونکی نه بولي…»

د لوږي د فشار له کبله خلک هر ډول کارونو ته اړ ایستل کېـږي. په دې لړ کې داسې پېښې په افغانستان کې ډېرې شوي دي او اوس هم عملاً روانې دي چې خلک د خپل او خپلې کورنۍ د نس مړولو په پار، د مرییتوب په دایره کې ساتل شوي او اوس هم د عصري مرییتوب پـړي پر غاړه لري. دې ستونزو افغانان دومر ځپلي دي چې اوس د افغانستان نوم په هغه لست کې په پنځم مقام کې لیکل شوی دی چې د عصري غلامانو لرونکو هېوادونه بلل شوي دي

د ملگرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«… افغانستان په نړۍ کې د عصري غلامانو لرونکو هېوادونو په ډله کې پنځم ځای لري. د کارګرانو نړیوال سازمان یا ‘ای ایل او ‘ وايي، په تېرو پنځو کلونو کې جبري کارونه او جبري ودونه خورا زیات شوي دي…»

د لوږې د کمولو یا له منځه وړلو لپاره کوردننه او په نړیواله کچه ډېرې هلې ځلې او مرستې شوې دي، خو بیا هم خلک شکایت کوي او د لوږې څونامي ځپلي افغانانو په ډله کې لومړني قربانیان ماشومان ـ کوچنیان او باداره ښځې دي. ماشومان او کوچنیان د خوارځواکۍ له امله د هررنگه نارغیو ښکار کېدای شي او د بارداره ښځو ډېر سلنه نوزېـږي ماشومان یا له ستونزو سره دونیا زېـږي او یا له زېـږېـدو سره سم معیوب وي.

د ملگرو ملتونو د یونیسف ادارې څو ورځې مخکې ویلي وو چې څه کم یو میلیون افغان ماشومان « د غذايي نا امنۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي» همدې موضوع پورې اړوند د ۲۰۲۲ ام کال د دسمبر پر لومړۍ نېته تاند دا لنډکی رپوټ خپور کړ:

«يونيسف:۹۰۰ زره افغان ماشومان د غذايي نا امنۍ له امله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي

تاند:(پنجشنبه، د قوس لسمه) ‏‏د‌ ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف خبرداری ورکړی، چې د غذايي نا امنۍ له امله شاوخوا ۹۰۰ زره افغان ماشومان د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه صندوق يوه مقام دغو فقر او بېوزلۍ ځپلو ماشومانو سره د بېړنيو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې او ویلي له مرستو او عاجلو اقداماتو پرته د تلفاتو وېره موجوده ده.

د ماشومانو د ملاتړ یو شمېر نورو نړيوالو ادارو ویلي، چې تر ۱۰ ميليونو افغان ماشومان د کافي خوړو د نه رسیدو له کبله په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې تېره اونۍ خبر ورکړی و، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه زیاتې شوي دي.»

نړیوالو مرستندویو ادارو سره له دې چې څو ـ څو ځلې دا خبرداری ورکړی دی چې: «له نړیوالو مرستو پرته به د افغانستان وضعیت نور خراب شي.»، خو ډېری هېوادونه خپله له ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې له نورو اړو هېوادونو سره بشري مرستې وکړي.

دغه راز سره صلیب هم خبرداری ورکړی وو چې: «ملګري ملتونه: خوراکي توکي ګران شوي او تر ۹۰ سلنې ډېر افغانان کافي خواړه نه لري.»؛ خو تر پخوا د مرستندویه هېوادونو مرستې لږې شوې دي او دلایل یې هم دا کېدای شي چې طبعي او انسانې پېښې او ناخوالې تر اټکل ډېرې شوې دي، کورنا ناروغي ټوله نړۍ وځپله او بې اندازې مالي ستونزې یې رامنځته کړې، د اوکراین جگړې هم په نړیواله کچه تضادونو ته داسې لمن ووهله چې ډېرې هېوادونه یې په ځان پورې داسې حیران کړل چې نه یوازې له محتاجو هېوادونو سره مرسته نه شي کولای، بلکې خپل مایحتاج پوره کولو ته حیران دي.

د همدې دلایلو له امله په افغانستان کې د لوږې څونامي څپې مرگونې کېـږي او بېوزلي خلک لاپسې ځپي، ان تر دې چې افغان ماشومان شاقه کارونو ته اړایستل شوي دي او داسې کارونه ترسره کوي چې په هېڅ ډول قانون برابر نه دي. د افغان کورنیو د مشرانو له پاره کار نه شته چې د خپلو بچیانو د نس مړولو له پاره کار وکړي، دوی مجبور دي چې وروستۍ لاره انتخاب کړي چې هغه سوال کول او گدايي ده، هغه هم څوک یوڅه په لاس کې ورته ږدي او څوک څه نه شي ورکولای.

نړیوال شننوکي وايي چې خیریه مؤسسې او نړیوال سور صلیب داسې وايي چې: «افغانان روان ژمي سره د خپلې بقا جګړه کوي»

همدې ستونزه ته تاند په یوه رپوټ کې داسې اشاره کړې ده:

«تاند:( دوشنبه، د عقرب دېرشمه) د سره صليب نړيوالې ادارې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی.

سرچينه زياتوي، چې په روان ژمي کې له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره میلیونونه مخامخ افغانان د خپل ژوند د بقا لپاره ګڼو ستونزو سره جنګیږي.

د سره صليب ادارې مشرې مارتین شوپ په دغه راپور کې د نړیوالو له لوري د طالبانو د حاکمې ادارې په رسميت نه پېژندل او اقتصادي بندیزونه، د افغانستان بانګ د ميلياردونو ډالرو کنګل کیدل او ګڼ نور لاملونه د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورين اصلي سرچینې دي.

سره صليب په ژمي کې د بشري ناورين د شدت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دې موسم کې ډېر افغانان د خپل کور توکي پلوري څو د ژمي په سختو ورځو کې يې ساړه او لوږه اولادونه ونه وژني.

دغه اداره له خپله اړخه شاوخوا يو نيم زر افغان روغتيايي کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه يادوي، چې د دوی د ژوند د تامين او نورو ته یې د روغتيايي خدمتونو د برابرولو سبب شوي دي.

سره صليب په ژمي کې ۲۴ میلیونه افغانانو ته د عاجلو مرستو په رسیدو ټینګار کړی او ویلي، چې ډېری افغانان په خاص ډول کونډې او يتيمان په درېیو وختونو کې د يوه وخت د غذا په برابرولو هم نه توانیږي.

دا نړيوال سازمان يو ځل بيا د طالبانو له واکمنيدو سره د ۷۰۰ زرو افغانانو د بې کاره کیدو خبر ورکوي، هغه ادعا چې مخکې طالبانو رد کړې وه.»

دا خبره د بیا ویلو ده چې تر څو افغانان په خپلو پښو ونه درېـږي، له خپلو امکاناتو نه په استفادې سره خپله، خپلې ستونزې حل نه کړي، د لوږې څونامي نه خلاصېـږي. اصلي حللاره دا ده چې دوی خپله ژوند او ټولنه تولیدي کړي، ترڅو چې یوه ټولنه تولید ونلري، د هغوی لاس به ټول عمر د خیر غوښتلو لپاره غځېدلای وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.