کابل او ځینو نورو ښارونو ولې نظامي بڼه غوره کړې؟

608
محمد اسماعیل شاکر- دویچه ویله
19 ساعتونه مخکې

د طالبانو حکومت له تېرو دریو ورځو راهيسي د کابل په ګډون ځينو نورو سترو ښارونو کې امنیتي تدبیرونه سخت کړي دي. طالبان له څه ډول غبرګون څخه وېره لري، ولسي که خپل منځي؟

طالبانو درې ورځې وړاندې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او ترڅنګ یې په نادولتي موسسو کې هم د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډولې.

دا دوه فرمانونه چې له جدي کورنیو او نړېوالو غبرګونونو سره مخ شوي، ورسره سم طالبانو د کابل، کندهار او ننګرهار په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې دویچه ویله ته وویل: «له څو ورځو راهيسي تدابیر سخت شوي، په ځانګړي توګه له هغې ورځې چې طالبانو د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل، کابل ښار نظامي شوی دی.»

په یوې ځايي رسنۍ کې خبریالې د کابل ښار دغې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي زیاته کړه، طالب وسله وال د ښار د هرې کوڅې په سر او منځ کې ولاړ دي او په ښار کې د پوځي موټرو تګ راتګ هم ډېر شوی دی.

د ننګرهار مرکز جلال ابا ښار یوه اوسېدونکي هم هلته د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبره وکړه: «نن دریمه ورځ ده چې په ښار کې وسله وال د نورو  ورځو په پرتله، زیات لیدل کیږي.»

په کابل کې د افغانستان د مدني ټولنو د فیډریشن مشر صدیق انصاري دویچه ویله ته وویل، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړلو تر اعلان وروسته د لوړو زده کړو وزارت او د ډېرو پوهنتونونو ودانۍ د محصيلینو او خلکو د پراخو لاریونونو له وېرې د عامه نظم ساتونکو پولیسو او پوځي یونیفورم لرونکو کسانو له خوا کلابند شوي.

انصاري زیاته کړه: «ځينې هم شخصي جامو لرونکو وسله والو،  راکټونو، درنو وسلو او ټانکونو په واسطه د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتونونو ودانۍ تر پوښښ لاندې راوستي، دننه پر وزارت او تحصيلي ادارو هم نظامي فضا حاکمه ده.»

اساسي پوښتنه داده چې د طالبانو اصلي وېره له څه شي ده؟

افغانستان/طالبانو د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلي دي
افغانستان/طالبانو د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

کتونکي وايي چې د وروستیو پریکړو له امله د جګپوړو طالب مشرانو ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي، ترڅنګ یې د ټینګ ولسي غبرګون ویره هم شته.

سویډن کې افغان شنونکي ډاکټر حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل: «اوس د حکومت پروړاندې دوه ستر تهدیدونه موجود دي چې دوی يې له امله لومړی امنیتي تدابیر له کندهاره پيل کړل او بیا وروسته یې نورو ولایتونو ته هم وغځول، لومړی دا چې دوی د ولس، بشریت او شریعت غوښتنې پر خلاف د ښځو پرضد یو نامقدسه جګړه اعلان کړه او هغوی ېې له کار او زده کړو راوګرځولې، اوس دوی د ولس له عکس العمل څخه ویریږي چې دا عکس العمل به سرتاسري وي او د دوی له کنتروله به ووځي.»

دغه بهر میشتی افغان کارپوه زیاتوي چې د طالبانو د حکومت په آډانه کې یوه پياوړي نظامي برخه شته چې د هغوی له اوسنیو سیاستونو سره جوړ نه دي: «دویم ستر ګواښ دا هم دی چې داسې نه شي دغه کسان چې تر ډېره په امنیتي او دفاعي برخو کې دي او غواړي نړۍ سره سالم سیاست ولري داسې نه شي چې واک دوی په لاس کې واخلي او د بهرنیو استخباراتو په اشارو چلېدونکي کسان له حکومته وباسي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ومنله چې په دې وروستیو کې په کابل او نورو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت شوي، خو زیاته یې کړه امنیتي تدابیر د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړلو سره کوم تړاؤ نه لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل: «د هېواد د ښارونو د امنیت تامین د افغان امنیتي ځواکونو اساسي دنده ده، موږ مکلف یو چې د افغانستان په هر ګوټ کې د خپلو خلکو امنیت تامین کړو.»

د طالبانو د وروستیو پريکړو په وړاندې ملي او نړېوال غبرګونونه لاهم دوام لري او تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تحصیلي بنسټونو او نادولتي موسسو کې پر ښځو د بندیزونو له امله اندېښنه ښودلې.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر ښځو وروستي بندیزونه له افغانستان سره بشري مرستي هم اغېزمنولی شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه دریځ هرکلی کړی دی. هغه پر خپله ټویټرپاڼه له طالبانو غوښتي چې د مېرمنو د کار په مسئله کې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي او په هیواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.