د نړۍ تر ټولو ستر فټبالر پيلې ومړ

679
3 ساعتونه مخکې

درې واري د فټبال د نړيوال جام گټونکي او د نړۍ تر ټولو ستر او نامتو فټبالر پيلې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. هغه په پنجشنبې په ۸۲ کلنۍ ساه ورکړه.

د برازيل د هيواد سره تړاو لرونکي پيلې د سرطان، پښتورگي او زړه ناروغۍ لرلې. نوموړی د روان عيسوي کال ۲۰۲۲ د نوامبر مياشتې په ۲۹ تاريخ په روغتون کې داخل کړل شوی و. د ۲۰۲۱ کال په سپتامبر کې د هغه جراحي عمليات د ساوپولو په البرت آينشټاين روغتون کې وشول، چې په ترڅ کې يې د هغه له لويي کولمې څخه د سرطان دانه ليرې کړل شوه. نوموړی له هغه راهيسي تر درملنې لاندي و.

د پيلې لور کېلي ناسيمينټو پر انسټاگرام يو انځور شريک کړ او په دې توگه يې د پيلې د مړيني خبر ورکړ. په دغه انځور کي ليدل کيږي چې د کورنۍ غړو د پيلې پر مړي لاسونه ايښي دي. کېلي ناسيمينټو ليکلي دي: »موږ چې هر څه يو، ستا له کبله يو. مو ستا سره تر حد زياته مينه لرو. آرامي دي په برخه شه.«

د پيلې په رسمي انسټاگرام پاڼه کې د يو پوست په ترڅ کې ليکل شوي دي چې پيلې »په لوبه کې په خپله ځيرکتيا سره نړۍ تر جاودو لاندي راوسته او د مينې د پيغام په رسولو کې يې مرسته وکړه.« په اعلاميه کي زياته شوې: »د هغه نننی پیغام د راتلونکو نسلونو لپاره يو ميراث گرځېدلی دی، چې هغه له ميني، ميني او د هميشه لپاره د لا نورې مينې څخه عبارت دی.«

Fussballspieler Pele
پيلې ۱۷ کلن و، کله چې په لومړي ځل يې نړيوال جام وگاټهانځور: Keystone/Hulton Archive/Getty Images

د »کينگ پيلې« پر مړينه غبرگونونه

د پيلې د مړيني د خبر خپرېدو سره سم د غمشريکئ د پيغامونو خپرېدل هم پېل شوي دي. د برازيل حکومت د خپل هيواد د دغه نامتو شخصيت پر مړينه د درې ورځني ملي وير اعلان کړی دی.

د برازيل نوي ټاکل شوي ولسمشر لويز اناسيو لولاډي سيلوا و پيلې ته خپل عقيدت او احترامات وړاندي کړي دي. هغه په خپله ټويټرپاڼه لیکلي دي چې نوموړي به هميشه فخر احساس کاوه کله چې به يې د پيلې لوبه کتله. لولا د پيلې په هکله چې د برازيل په ملي لوبډله کې يې د فټبال د شرټ نمبر ۱۰ و، زیاته کړېده: »د هغه په شان ۱۰ نمبر هيڅکله بيا نه دی راغلی.«
د برازيل اوسني نامتو فټبالر نيمار جونير ليکلي دي: »پيلې هر څه ته تغير ورکړ. هغه د غريبانو او تور پوستو انسانانو آواز وگرځېد او برازيل ته يې په نړۍ کې يو ښکاره مقام ور په برخه کړ.«
د برازيل د بي ايس اېف فټبال فيډرېشن ويلي دي چې پيلې »موږ ته يو نوی برازيل راکړ او موږ هغه ته د دغه ميراث راکولو لپاره صرف کور ودانی ويلای شو.«

پرتگالي فټبالر کرسټيانو رونالدو پر خپل انسټاگرام پاڼې ليکلي دي چې هغه و پيلې ته خپل عقيدت او احترامات وړاندي کوي او دا چې د برازيل د ولس سره غمشريکي کوي. هغه ليکلي چې دی د »کينگ (پاچا) پيلې په مړينه ډېر غمجن شوی دی.«

لږ وخت مخکي د فټبال د نړيوال جام گټونکي ارجنټاين لوبډلې کپتام ليونل ميسي هم پر خپل انسټاگرام و پيلې ته خپل عقيدت او احترام وړاندي کړی دی. د فرانسې نامتو فټبالر ايمباپې او يو شمېر نورو د نړي فټبالرانو د پيلې پر مړينه خواښيني ښودلې او هغه يې په خپلو پيغامونو کې ستايلی دی.

په نړيواله کچه د هيوادونو مشرانو هم د پيلې پر مړينه د خواښنۍ او غمشريکۍ پيغامونه خپاره کړي دي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون ليکلي: »لوبه، پاچا، تلپاتی«.

Fussballspieler Pele
پيلې په ۱۹۷۰ کال د دريم ځل لپاره د فټبال نړيوال جوام وگاټهانځور: STF/AFP/Getty Images

پيلې د نړۍ له سترو لوبغاړو څخه يو و

ايډسن ارانتيز دو ناسيمينټو پيلې د مړه شوي برازيلي »فټبال اسطورې« بشپړه نوم و. د هغه په هکله ويل کيږي چې د نړۍ تر ټولو ستر فټبالر ؤ. هغه د فټبال د تاريخ يوازينی لوبغاړی دی چې درې واري يې د فټبال نړيوال جام وگاټه. هغه په ۱۹۵۸، ۱۹۶۲ او د ۱۹۷۰ په نړيوالو لوبو کې د خپلې لوبډلې سره نړيوال جامونه وگټل. هغه د ۱۷ کالو عمر لاره کله چې په لومړي واري د نړيوال جام گټونکی شو.

پيلې د برازيل د ملي لوبډلې تر څنگ د سانتوس فټبال کلب او د نيويارک کاسموس لپاره لوبې وکړې. پيلې تر اوسه لا هم د برازيل هيواد تر ټولو زيات گولونه کوونکی لوبغاړی دی. هغه په ۹۲ لوبو کې ۷۷ گولونه وکړل.

پيلې له لوبو سره د مخه ښه کولو وروسته د ملگرو ملتونو د يونيسکو سفير جوړ شو او يو شمير نور ماموريتونه يې هم په غاړه واخيستل. خو د هغه ژوند د يو شمېر شخړيزو موضوعاتو سره هم مل و.

دویچه ویله

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.