آیا طالبان ریښتونی اسلام پلی کوي؟

عبدالباري جهاني

414

انّ المنافقین فی الدرک اسفل من النار و لن تجد لهم نصیرًا. سورة النِّساء آیة ۱۴۵
ترجمه: منافقین د دوږخ تر ټولو په ژوره کنده کي دي او دوی ته به هیڅ مرستندوی پیدا نه کړې.

منافق، په لغت کي ریارکار، د حقیقت پټوونکي او هغه چاته ویل کیږي چي په خوله یې یوه او په زړه یې بله وي یا په ظاهر یو څه او په باطن کي بل څه وي.
خبري به ډیري نه اوږدوو. د طالبانو د لومړني ځل قدرت لېونتوب د اکثریت افغانانو په یاد دی. تولو خلکو لیدل چي طالبانو ټلوېزیونونه ماتول او حتی د ټلوېزیونونو د ضبطولو او ماتولو لپاره د خلکو کورونو ته ننوتل. زما ښه په یاد دي چي د طالبانو د لومړني قدرت په شپو ورځو کي د کندهار په هرات بازار کي ناست وم. یوه طالب، چي له خولې یې لکه مست اوښ ځګان را بهېدل، یو ټلوېزیون په تناب تړلی په ځان پسی کشاوه او ماشومان ورپسي روان ول. د کندهار له څخه بهر د باغ پل په سیمه کي ټلوېزیونونه او ويديو کسټونه او د ټایپ ریکارډر کسټونه د ونو په ښاخو کي بند ول.
نن ورځ د طالبانو مشران او کشران د کار په ځایونو، کورونو او حتی ځیني یې په موټرونوکي ټلوېزیونونه لري. نه یوازي یې حکومت تقریباً ټول ټلوېزیونونه په کنټرول کي اخستی دي بلکه متقی، ملاندیم او ملا برادر، لکه د هندي فلمونو اکټران له یوه ټلوېزیون څخه وزي په بل ننوزي. څه موده مخکي مو د تلوېزیون پر پرده باندي متقی ولیدی چي د ښایستې او فیشن کړي حنا رباني مخي ته وروتلی وو.
هلته نه ټلوېزیون ناروا وو او نه له یوې ښایستې نا محرمي ښځي سره خلوت!!!
د دې معنی خو به دا نه وي چي په دې تیرو شلو کلونو کي په شرعی احکامو کي دونه ژور تغییر راغلی دی چي ناروا او حرام ټلوېزیون یې روا او حلال کړی دی؟ که داسي وي نو دا سوال پیدا کیږي چي هغه د پرون د حرام فتوا د چاوه او د نن د حلال فتوا یې چا ورکړې ده؟ البته شیخان هر څه کولای سي. چا ویل چي فیل هګۍ اچوي که بچی زېږوي. ویل یې دا لوی ځناور دی چي زړه یې سي هګۍ اچوي چي زړه یې سي بچی زېږوي.

طالبانو موسیقي ناروا کړې ده. که څه هم چي زه د اسلام هر عالم ته چلینج ورکوم چی که یې په قرآن شریف کي چي، د مسلمانانو لپاره، د حلال او حرام د احکامو تر ټولو مقدسه او باوري منبع ده، د موسیقی په باره کي یوه کلمه را وښودله نو زه به خپلي خبري بیرته واخلم. دا بحث اوږد دی تر دې به تېر سو.

اوس نو د طالبانو د دوهم ځل امارت په دوران کي په افغانستان کي په میلیونونو موبایل ټلفونونه دي. د طالبانو مشران څوک دوه او څوک درې څلور ټلفونونه لري. زه د طالبانو د مشرانو په پاکۍ او مسلماني باندي باور لرم. خو دوی دا ویلای سي چي د دوی ځوان طالبان به په دې ټلفونونو کي موسیقی، رقصونه، فیلمونه، سپین سترګي او حیاسوزه ویدیوګانی نه ګوري. او که چیري دا هم ومنو چي ټول طالبان د خپل لوی شیخ له اوامرو سره سم عمل کوی؛ نو اسلامی نظام خو یوازي د طالبانو لپاره نه دی. دا باقي پاته په میلیونونو افغانان چي په موبایل ټلفونونو کي هرڅه ناروا ګو ري د هغوی ګناه به د چا په غاړه وي. طالبانو په دې برخه کي ځکه پر شریعت باندي ښکاره سترګي پټي کړي دي چي یو خو موبایل ټلفونونو استعمال ته اشد ضرورت لری او بل د موبایل ټلفونونو د بیزنیس له لاري په میلیونونو ډالر ورته را روان دي. که ریاکاري ناروا وي نو ریا خو همدغه ده.
سود، په بشپړ صراحت، په قران شریف کي حرام بلل سوی دی.
… و اُحل الله البیع و حرَّم الرّبوا. سورة بقره ایة ۲۷۵
ترجمه: الله تاسي ته تجارت روا کړی او سود یې ناروا کړی دی.
د سورة بقره بل آیة وايی اې هغو کسانو چي ایمان مو رواړی دی که په ریشتیا مومنان یاست نو له هغي ګټي څخه تېر سی چي له سود څخه مو تر لاسه کړې ده.
د سورة آل عمران په ۱۳۱ آیة کي سودخورانو ته خبرداری ورکول کیږي چي له هغه اور څخه وبېرېږی چي د کافرانو لپاره تیار سوی دی.

د افغانستان بانکي سسټم پر هغه ډول روان دی چي د ناټو د شل کلن اشغال په دوران کي یې جریان درلود. د بانک ګټه مستقیم سود دی. که طالبان او بل هر څوک خپلي پیسې بانکونو ته انتقالوی دا سود خوري ده. په اسلام کي بانک نسته. اسلامي سسټم په بیت المال چلیږي. طالبان پوهیږي چي له خپلو تجارتي بازارونو او له نړۍ والو سره په معامله کي بانکي سسټم ته ضرورت دی او د بیت المال په زاړه سيسټم د هیواد اقتصاد چلول غیر ممکن دي نو ځکه یې د قرآن مجید د صریحو احکامو په خلاف یوه غیر شرعی بدعت ته مخه کړي ده. که څوک وايی چي طالبان نه پوهیږي دا به دمنلو نه وي.
طالبان چي د ټلوېزیون د ګټو په خاطر تر خپلو فتواوو تیریږي دا یې دغسی درواخلی.
حق متعال په قرآن شریف کي له یهودو او نصارا سره دوستي منع کړې ده او مومنانو ته حکم کوي چي له هغوی سره دوستي ونه کړي ځکه چي هغوی په حقیقت کي یو د بل دوستان دي او هر مسلمان چي له هغوی سره دوستي کوي هغه د هغوی له ډلي څخه دی او حق تعالی د ظالمانو قوم ته هدایت نه کوي. سورة ۵ آل عمران آیة ۵۱
په دې اړه په قرآن شریف کي نور ایتونه هم موجود دي او پر ټولو باندي بحث کول د موضوع تفصیل زیاتوي. البته طالبانو د ناټو د قواوو په مقابل کي شل کاله جنګونه وکړل. داچي څرنګه یې په اته ورځي کي د افغانستان عصري پوځ او وسلې د موټرسایکلونو په زور واخیستلې دا داسي اسرار دي چي طالبان، امریکایان او خدای سره خبر دي.

خو د امریکایانو له وتلو څخه وروسته بیا تر نن ورځي پوري امریکایانو او ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت جېبونه خالي نه دي پرې ایښي. یوازي د بایډن حکومت، تر اوسه پوري څه باندي یو نیم میلیاډ ډالره بلا عوضه مرسته ورکړې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو ټولي ادارې د کفری نظامونو له خوا چلیږي او هغوی هم وار په وار طالبانو ته څلوېښت میلیونه ډالره رالېږلي دي. ساده خبره نه ده چي د پخواني حکومت له سقوط څخه تر اوسه پوري افغانۍ خپل تقریبی ثبات ساتلی دی. دا د همدغو کفري مرستو برکت دی.

دا په سوو میلیونه ډالره مرستي له ډیري دښمنیه را لېږل کیږي؟ او طالبان یې هم له امریکایانو او کفارو څخه د ژور نفرت له امله قبولوي؟ په مقابل کي اسلامي هیوادونو، د امریکایانو او ملګرو ملتونو د کفری موسسو په پرتله، له طالبانو سره د نشت په حساب مرستي کړي دي. که دا مرستي د دوستی څرګنده نخښه نه وي نو طالبان به دې ته څه ووايي؟ په داسي حال کي چي په قرآن شریف کي په دې باره کي څو ځله صراحت سوی دی چي له کفارو، یهودو او نصارا سره دوستي مه کوی. طالبان، که نور په هیڅ نه پوهیږي نو د قرآن شریف دا احکام او آیتونه خو به یې تر سل ځله زیات لوستي وي. دې عمل ته یې پرته له منافقته بل هیڅ کلمه نه سي راتللای او د منافقینو ځای د دوږخ تر ټولو ژوره کنده ده.

دوی چي په مرمۍ ضد موټرونو او الوتکو کي سفرونه کوي کله دا فکر نه ورپیداکیږي چي یو وخت به افغانستان هم د دې وسایلو جوړولو ته ضرورت پیدا کوي او دا وسایل د شروط الصلات او خلاصه کیداني په زور نه جوړیږي. دا عصری علومو ته ضرورت لري او عصری علوم په مدرسو کي نه بلکه په عصري پوهنتونونو او اکادیمیو کي دي.
رشوت په پېخر چالان دی. موږ ته يې د اتم ټولګی په دینیات کي ویلي وه چي پر رشوت اخیستونکي، رشوت ورکوونکي او د هغوی تر منځ پر واسطه کېدونکي یعني کمېشنکار باندي د خدای لعنت اوري. طالبان چي د تلوېزیون، سودخوري او له کفارو سره د دوستي کوي او د هغوی د خیرات خورۍ په برخه کي له خدایه نه بېرېږي نو د رشوت کیسه یې هم دغسي درواخله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.