د لوږې څونامي – ۲۷مه برخه

آصف بهاند

464

جنگ خو ډېـر ساده وي یو ټـوپک او څو مـرمۍ غواړي

سخته پاچاهي ده چې څوک ژوند او څوک ډوډۍ غواړي

(؟)

د لوږې څونامي ترټولو خطرناکه څپه دویمه څپه ده چې تر لومړۍ څپې څه موده وروسته حمله کوي او د خوراکي توکو د کمبود یا نشتوالي په پایله کې رامځنته کېـږي. د تېر یوه کال په موده کې هغو افغان بارداره میندو ته او ماشومانو ته چې خوراکي توکو د نه نشتوالي په دایره کې گیر وو او گیر دي؛ په راتلونکي ۲۰۲۳ ام میلادي کال کې د یونیسف له خوا د خوارځواکۍ وړاندوینه شوې ده چې ښايي څه کم یو میلیون ماشومان وځپي. په همدې باب د بي بي سي په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«يونیسف: ښايي راتلونکی کال نژدې يو میليون افغان ماشومان خوارځواکه شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) خبرداری ورکړی چې په راتلونکي (۲۰۲۳) ميلادي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په يوه ټويټ کې ويلي مخکې له دې چې د دغو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي د درملنې لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.

دغې ادارې زياته کړې چې تېر کال يې د ۴۵۷ زره ماشومانو چې له خوارځواکۍ سره مخ وو درملنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې يونيسف د ۱۱۰ ميليونه ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱۰.۳ ميليارده ډالرو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه چې په وينا يې د سختې خوار ځواکۍ، کورونا وېروس او د هوا ډېرېدونکو اغېزو سره مخ دي.

د يونيسف له خوا مرستې ته د اړتيا وړ هېوادونو نوملړ کې افغانستان د څه باندې ۱.۶ ميليارده ډالرو سره په لومړي، اوکرايين د يو ميليارد او سوريه د نژدې ۹۰۰ ميليونو ډالرو مرستې ته د اړتيا لرلو سره په دويم او درېيم نمبر ځای لري.»

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې ګڼ شمېر ماشومان یې خوار ځواکه دي. یونیسف وایي، له ۲۰۱۸ کال نه تر اوسه په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومانو شمېر نژدې دوه ځله زیات شوی دی.

یونیسف خبرداری ورکړی و چې د خوار ځواکو ماشومانو شمېر لا په ډېرېدو دی او د اوکرایین جګړه چې نړۍ یې نوره هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړې، دا وضعیت لا پسې ناوړه کړي.

په نړیواله کچه کورونا وبا، اقلیمي بدلونونو او جنګ جګړو ډير ماشومان دې حالت ته رسولي دي. په افغانستان کې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د دې لامل شوې چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر زيات شي.»

اوس خبره ثابته شوه چې په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې او هلوځلو کار مخ په خرابۍ روان دی او د لوږې د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره هر څه بې پایلې پاتې دي. د ژغورنې نړیوالې کمیټې په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې: «د افغانستان نږدې ټول وګړي بې وزلۍ سره مخ دي.» د دې رپوټ په یوه

برخه کې داسې راغلي دي:

«ژغورنې نړیواله کمېټه (آی آر سي) وايي،‌ د افغانستان نږدې ټول وګړي بې وزلۍ سره مخ دي.

دغه کمېټه هر کال د نړۍ د هغو ۲۰ هېوادونو لېست خپروي، چې اټکل کېږي راتلونکی کار به یې بشري وضعیت پکې خورا خرابې کچې ته ورسېږي.

سږ کال یې په خپور شوي لېست کې افغانستان درېیم ځای لري. تېر کال افغانستان په دغه لېست کې لومړی ځای درلود خو دغه کمېټه وايي‌ په درېيم ځای کې د افغانستان راتلل په دې مانا نه دي‌ چې د افغانستان حالت له پخوا ښه شوی بلکې په ختیځه افریقا کې د ځینو هېوادونو حالت له افغانستانه لا خراب شوی دی.

د یادې کمېټې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د واک له بدلون وروسته خلک له اقتصادي ځوړتیا سره مخ دي او د ښه کېدو برخه کې یې د حکومت هڅې ناکامې دي.

دغه خبرپانه لیکي: “د افغانستان نږدې ټول وګړي بې وزلۍ کې ژوند کوي او یوه بل راتلونکي اوږده ژمي ته چمتووالی کوي.”

آی آر سي افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی او ویلي یې دي، چې میلیونونه خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري…»

له ښځو او نجونو سره د طالبانو د سخت چلن او پالیسۍ له مخې، نجونې له زدکړو محرومې او ورپسې ښځې هم له کارونو منعه کړای شوې. دا کار د دې سبب شو چې د گـڼـشمېر خلکو عاید یا لږ او یا بیخي ودرول شول؛ دې کار په خپل وار سره د لوږې په ډېروالي کې مهم رول ولوباوه او د لوږې څونامي څپې یې نورې هم تېزې او مرگونې کړې.

نړیوالې اړوندې ادارو ډېر نارې سورې وکړې او کوي یې، خو څوک به یې واوري. د همدې نارو سور یوه ښه بېلگه په لاندې رپوټ کې لیدلای شئ:

«ملګري ملتونه: پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي ډېر خلک له مرستو محروموي

ملګرو ملتونو کې د ښځو د ملاتړ اداره وايي، د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي زیات نفوس له مرستو محروموي.

دغې ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه د ښځو برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویلي:”دا د ښځو پر وړاندې یو بې رحمه چلن دی، دا د ښځو پر ازادۍ، د هغوی پر ونډې او د هغوی پر غږناوړهبرید دی.”

طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په ټولو این جیو ګانو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړی او په وینا یې “تر امر ثاني” دې کارونو ته نه ځي.

یاده پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه او د سم لاسي بدلولو غوښتنه یې شوې.

سره له دې چې پر طالبانو فشارونه زیات دي خو تر اوسه یې په خپله پرېکړه کې هېڅ ډول بدلون نه دی راوستی.

له دغې پرېکړې وروسته افغانستان کې یو شمېر بهرنیو انجیوګانو خپل فعالیت بند کړ.

نړیوال وايي، دغه بندیزونه به افغانستان کې هغه مرستې هم وځنډوي چې د بهرنیو بنسټونو له خوا د ښځو له لوري پر خلکو ویشل کېدې.

له افغانستانه رپوټونه وايي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ځانګړي استازي مارکس پوتزل، د یوناما د سیاسي چارو له مرستیال سکاټ سمېت او مل پلاوي سره کتلي او د نجونو د کار او زده کړو برخه کې یې د لګول شویو بندیزونو د دایمي حل ژمنه کړې ده.»

په افغانستان کې ځینې واکداران داسې فکر کوي چې بېکاره او بېعایده خلکو سره به د یوې یا څو ورځو خوراکي توکو مرسته کول، فقر له منځه یوسي؛ خو دوی په دې نه پوهېـږي چې لوږه او بېوزلي په خیراتونو له منځه نه ځي، له کوڅو او بازارونو د سوالگرو راټولول او د یوې ورځې ډوډۍ مرسته د لوږې څونامي درولو کې مرسته نه شي کولای، د لوږې څونامي په له منځه وړلو او درلو کې خلکو ته د زدکړو او کار زمینه باید برابره کړای شي. په لاندې رپوټ کې هېڅ داسې نښه نه شته چې هلته دې داسې امید پیدا شي چې دا راټول کړای شوي سوالگر دې دایمي کار یا دایمي عاید ولري چې دوی بیا اړ نه شي چې په لارو کوڅو کې سوال وکړي:

«طالبانو نږدې اتلس زره سوالګر له کابل ښاره ټول کړي

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر د معلوماتو له مخې دغه شل زره خیرات ټولوونکي یا سوالګر چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي، د کابل ښار له مختلفو سیمو راټول کړل شوي دي.

ددې ادارې په ټکو د سوالګرو د راټولونې کمېتې د روانې لیندۍ میاشتې تر ۲۸ نېټې په ټولیز ډول ۱۹ زره ۸۲۷ خیرات ټولوونکي د چاڼ په موخه راټول کړي چې ۱۱ زره ۲۸۵ یې ښځې او ۶ زره ۷۳۰ هغه هم ماشومان دي.

د طالبانو لخوا په دې موخه د ګومارل شوې کمېټې ارزونه ښيې چې د ښځو په مینځ کې یوازې ۴ زره ۷۳۰ سوالګرې مستحقې پېژندل شوې او پاتې یې هم ‘حرفه ای سوالګرې’ وې.

د ماشومانو له ډلې هم ۲ زره ۷۳۷ تنه مستحق پېژندل شوي او د دوي په مینځ کې ۶۲ هم بې سرپرسته ماشومان دي.

مالومه نه ده چې ددې اړو کسانو د ارزونې بهیر څنګه وو او د اړوندې کمېټې پيژندګلوي له حرفه يي سوالګرو څه ده.

په وینا پاڼه کې راغلي په دې ټولو کسانو کې یوازې یو زره ۸۱۲ تنه نارینه سوالګر راټول شوي چې د هغوی له مینځه هم ۶۸۴ تنه یې مستحق پېژندل شوي.

د دوي په وینا بې سرپرسته ماشومان هم د ‘د کار او ټولنیزو چارو وزارت ښوونیزو مرکزونو’ ته سپارل شوي دي.

که څه هم طالب واکمنو ویلي چې ‘اړو/مستحقو سوالګرو’ سره په دوامداره توګه نغدې مرستې کوي، خو دا هم مالومه نه ده چې د کومو شرایطو له مخې دوي مستحق بلل شوي دي.

په افغانستان کې له بدلون وروسته چې طالبان بیا واکمن شول، له دې هېواد سره ډېرې بهرنۍ مرستې بندې شوې، اقتصاد مخ پر ځوړ روان شو او ډېرې ښځې هم چې د کورونو سرپرستې ور له غاړې وه، په کور کېنول شوې دي.»

د نویو واکدارانو ځینې سپارښتنې داسې وې چې: «وېـزېـږوئ، وزن یې مځکه جگوي، روزي یې خدای  وررسوي» اوس د نویو زېـږدلو نه مځکه هم په عذاب ده او چغې وهي، غږ یې څوک نه اوري او روزي پسې داسې سرگردانه دي چې روزي مخکې دوی ورپسې منډې وهي، خو په لاس نه ورځي.

اوس چې د نویو واکدارانو د سختو پالیسو د نه نرمېدو په بدل کې نړیوالو خپلې مرستې ودرولې او د خپلو مامورینو کار کول یې په افغانستان کې بند کړ، حالت به تر دې هم پسې خراب او د لوږې څونامي څپې به لاپسې مرگونې شي.

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.