ګوارا د (۱۹۲۸م.) کال د جون پر (۱۴مه) نېټه د ارجنټاین په روساریو ښار کي وزېږېد، مور او پلار ئې دواړه له شتمنو کورنیو څخه ول.
ګوارا په کوچنیوالي کي د ارنسټ په ناروغۍ اخته وو، نو ځکه ئې مور ښوونځي ته له تګ څخه منع کړ او په کور کي ئې درسونه ورته ویل.
ګوارا په کوچنیوالي کي له سیاست سره مینه درلودل او د خپلو همزولو په منځ کي ئې زیاتره وخت د مشر او رهبر رول لوباوه، دا ځکه چي د ده کورنۍ چپ لاسي جمهوریت غوښتونکې وه او دی د خپلي کورنۍ له سیاسي فکر څخه اغېزمن وو.
ګوارا په کوچنیوالي کي د ډېرو لیکوالانو کتابونه مطالعه کول، چي د ده فکر هم د دغو کتابونو د لیکوالانو د فکر پیرو سو. ګوارا د برتراند راسل (مینه او هیوادپالنه)، د جک لندن ټولنیز کتابونه، د نیچه، روسو، کارل مارکس او داسي نورو لیکوالانو چي زیاتره ئې کمونیسټ پلوه ول، کتابونه مطالعه کول.
ګوارا په (۱۹۴۸م.) کال د طبي زده کړو له پاره د بوینوس پوهنتون ته په بورس کي کامیابه سو، د زده کړو په جریان کي ئې له پوهنتونه یو کال رخصت واخیست او له خپل یو ملګري سره ئې پر موترسايکل د لاتیني امریکا ډېرو هیوادونو ته سفر وکړ، بیا ئې د دغه سفر په اړه یو کتاب هم ولیکی، چي «پر موټرسايکل د سفر خاطرې» نومېدی.
دا سفر د ګوارا له پاره ځکه ډېر ګټور وو، چي ګوارا د خپلو خلګو واقعي حالت په خپلو سترګو ولید، چي څونه په خوارۍ او بدمرغۍ کي ژوند کوي، و ئې لیدل چي د امریکا خلګ بې سواده، لاچاره او غریب دي، نو ده د دغي بدمرغۍ عامل د امپیریالیزم دیکتاتور نظام وباله، لکه څنګه چي دی له کمونیسټي افکارو څخه متاثره وو، نو د دې بدمرغیو حل ئې یو مارکسیسټي نظام وباله، تر څو د یو وسلوال انقلاب په پایله کي ئې را منځ ته کړي.
ګوارا د یوې واحدي امریکا پلوی وو، چي هیڅ سرحد و نه لري او یوه واحده او مظبوطه قاره وي.
په (۱۹۵۳م.) کي ګوارا نورو هیوادو ته هم په سفر ولاړ، لکه بولیوي، کاستاریکا، پیرو، اکواردو، هندوراس، السلوادور… کله چي ګواتیمالا ته ورسېد، هلته ئې له هیلداګادا سره چي د پیرو تکړه اقتصاد پوه وو، وپېژندل، هــــــــیلدا د امریکا د خلق ګوند له چپ اړخ سره ښې اړیکي درلودې، نو ځکه ئې ګوارا لوړ پوړو دولتي چارواکو ته معرفي کړاو هغه تبعید سوي کسان چي د ده له ګوند سره ئې اړیکي درلودې، و ګوارا ته ور وپېژندل.
ګوارا تر یو کال تېرېدو وروسته بیرته خپلو درسو ته را وګرځېد، خو لکه څنګه چي د ده اقتصادي حالت ښه نه وو، نو یو ښه ډاکټر نه، بلکي یو چریکی انقلابي سو.
ګوارا په ډېره لېوالتیا سره غوښتل چي د چیکسلواکیا د کمونیسټي ارینز له پاره وجنګیږي، نو ځکه د کمونیسټي ځوانانو د یوې کوچنۍ ډلي سره یو ځای سو، خو هغه ئې ډېر ژر پرېښووله او کله چي امریکا د ارینز کمونیسټي نظام ړنګ کړ، ارینز تبعید سو او د مکزیک په سفارت کي ئې پناه واخیستله، نو ګوارا پوه سو چي امریکا یو امپیریالیسټي نظام دئ او د هغو هیوادونو پر وړاندي دریږي، چي د پرمختګ هوډ کوي، نو ځکه په (۱۹۵۴م.) کال ګوارا مکزیک ته ولاړ او له تبعید سوي کسانو سره ئې اړیکي ټینګي کړې، ګوارا په (۱۹۵۵م.) کال له فیډل کاسټرو او د هغه له ورور رائول کاسټرو سره وپېژندل، کاسټرو چي دا وخت له کیوبا څخه تبعید سوی وو، دلته د یو وسلوال انقلاب په پار د کمونیسټي سرتېرو او انقلابیانو په را غونډولو بوخت وو، ګوارا له فیډل کاسټرو سره تر اږده بحث وروسته د هغه په انقلابي فوځ کي د ډاکټر په حیث شامل سو، په همدې وخت کي ګوارا د ښه اړیکو د ساتلو په سبب د (چه) لقب تر لاسه کړ، چي په ارجنټایني ژبه کي د ملګري مانا لري او له دې وروسته ګوارا «چیګوارا» سو.
د کاسټرو لومړي انقلابي عملیات په (۱۹۵۶م.) کال د یو زاړه انقلابي له خوا چي (نیا) نومېده، تر سره سول او د کیوبا په لور ئې مخه کړه، خو تر لږ پرمختګ وروسته د باتیستا د عسکرو له خوا حمله پر وسول، چي له (۸۲) انقلابیانو څخه یوازي (۲۲) تنه د فیډل، رائول او چیګوارا په ګډون ژوندي پاته سول.
چیګوارا په خپله د دې جګړې کیسه لیکي: همدا خونړۍ جګړه وه، چي ما خپل طبي شیان کښېښوول او د یو مړه سوي انقلابي له تنه مي وسله را خلاصه کړله، همدغه وخت زه له یو ډاکتره په یو انقلابي عسکر بدل سوم.
پاته ژوندي (۲۲) تنه د سییـــــرا مایسترا غرونو ته وتښتېدل او هلته مېشت سول، چي د فرانک پایس چریکي ډلي او ځایي خلګو لخوا ئې ملاتړ کېدی. انقلابیان په دغو غرونو کي تر یو څه وخت تېرولو وروسته بیا د رسنیو پر مخ را ښکاره سول او د فیډل کاسټرو د مرګ آوازه ئې رد کړه او نیویارک ټایمز د کاسټرو او د هغه د انقلابي ډلي مرکه په (۱۹۵۷م.) کال خپره کړه.
فیډل کاسټرو په دا وخت کي چيګوارا د خپلي دوهمي ډلي مشر کړ او هغه په ډېرو لږو کسانو پر بیلتیکو حمله وکړه او هغه ئې ونیول، بیا چیګوارا پر خپلو فوځي کړنلارو بیا کتنه وکړه او هغه کسان ئې چي د جنګ په جریان کي تښتي، خاین وبلل او د هغو د وژلو له پاره ئې کسان وګمارل، نو ځکه تر دې وروسته فوځیانو د ده هر اړخیز اطاعت کاوه.
په (۱۹۵۸م.) کال چیګوارا خپلو انقلابیانو ته امر وکړ، تر څو پر سانتاکلارا برید وکړي، چي په پایله کي دغه برید د دوی بری یقیني کړ.
کله چي باتیستا د چیګوارا له راتګه خبر سو، نو په (۱۹۵۹م.) کال په لمړیو کي له کیوبا څخه وتښتېد.
د (۱۹۵۹م.) کال په لومړی ورځ انقلابیان بریالي سول او د یوې کمونیسټي کیوبا بنسټ ئې کښېښود. چیګوارا وروسته پر ډېرو مهمو دولتي چوکیو وظیفې اجراء کړې، لکه سفارت، د مرکزي بانک ریاست، د صنایعو وزارت او داسي نوري مهمي دندي ئې تر سره کړې، وروسته ئې په نورو هیوادو کي د استعمار ماتولو په نیت کیوبا پرېښووله او غوښتل ئې چي نور هیوادونه هم له استعماره خلاص او آزاد کړي، هغه وو چي کانګو او وروسته بولیوي ته ولاړ.
په (۱۹۶۷م.) کال چیګوارا په بولیوي کي د سي. آی. اې. په پلان سوي عملیاتو کي ونیول سو، سي. آی. اې. غوښتل چي چیګوارا د نورو ډېرو معلوماتو له پاره ژوندی وساتي، خو د یو نظامي دیکتاتور «باردید نتوس» په امر په یو کلیوالي ښوونځي کي ووژل سو.
د مرګ پر وخت ئې چیګوارا پر دېوال تړلی وو او د ده سینه ئې د توپک په نښان کي ور کړې وه، چیګوارا نارې کړې: و مي وژنئ بې غیرتو! تاسي په دې ښه پوهېږئ، چي نن یو نر انقلابي وژنئ، چا چي هیڅ وخت د مړو سترګو ژوند نه دئ کړی!
ارنسټو چیګوارا تر مرګ وروسته د نظامي تیوريسن، متخصص چریکي او سوسیالیسټي انقلاب د اتل په حیث د نړۍ په ګوټ ګوټ کي وپېژندل سو.
چیګوارا تر دا حده پر آزادۍ مئین وو، چي د ده په اړه را ځي، کله چي چیګوارا ونیول سو نو څارنوال ور څخه وپوښتل:
څارنوال: تا په السالواردو کي څه کول؟
چیګوارا: بدن ته مي لمر ور کاوه ( پیتاوی مي کوی).
څارنوال: ودانۍ دي ولي ونړوله؟
چیګوارا: زما د لمر مخه ئې نیولې وه.
چیګوارا بېله شکه یو غښتلی فوځي، د آزادۍ اتل، غوره او منطقي نطاق، جنګي متخصص، نر چریکي او انقلابي اتل وو، د ده د غوره منطق او حاضرجوابۍ په اړه ویل کیږي چي څارنوال ځني وپوښتل:
څارنوال: تا واده کړی دئ؟
چیګوارا: هو!
څارنوال: له چا سره؟
چیګوارا: له یوې ښځي سره!
څارنوال ته درد ورغلی او په قهر ئې ورته وویل، په دې خو ټول پوهیږي، تا تر اوسه یو څوک لیدلی دئ چي له نارینه سره ئې واده کړی وي؟
چيګوارا: هو! بېله شکه زما مېرمني له یو نارینه سره واده کړی دئ.
د چیګوارا غوره ویناوي:
ـ که ته د هري بې انصافۍ په لیدلو په غوصه کېږې، نو زه ستا ملګری یم.
ـ زموږ د ښخولو کوښښ ئې وکړئ، ناخبره له دې چي موږ تخم یو.
ـ لاس مي د ګل بوی ور کاوه، زه ئې د ګلانو د را شکولو په جرم محکوم کړم، خو هیڅ چا دا فکر و نه کړ، چي کېدای سي ما د ګل کوم بوټی کښېنولی وي.
ـ آزادۍ ته د رسېدو له پاره د یو انسان رسالت په کتار کي درېدل نه، بلکي د کتار له منځه وړل دي.
ـ خوشحاله اوسېدل یوازنی غچ دئ، چي انسان کولای سي له ژونده ئې واخلي.
ـ د انسانانو له نظره سپیان ګټور او وفاداره حیوانان دي، خو د لېوانو له نظره سپیان هغه لېوان دي، چي غلامۍ ته ئې غاړه ایښې تر څو آرام او هوسا ژوند وکړي.
ـ هغه مرغۍ چي له «مه وېرېږه!» څخه ووېریږي، له لوږي مري.
– د انسان د ژوندي یا مړه معلومولو له پاره د هغه عزت ته وګورئ، نه د هغه نبض ته.
ـ و ئې ژړل! کله چي لېوه ولیدل، چي سپی د یوه هډوکي له پاره د شپانه لغته زغمی.
////////////////////////////////////////////////////////////////////////
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.