سمبولیک تابوت

لیکوال : خالق رشید

650

کیسه یي طرحه : د نجونې پرمخ دپوهنتونوتړلوغمیزې په پار.

نوې یې له نویو تختوجوړکړی تابوت زموږ دلویي کلا په دروازه کې له زاړه امبولانس څخه ږیره ورو سړي وژنونکو،په کرارکراره سره راکښته کړ، هیڅوک نه پوهیدل چې دا به دچا وي، څوک به په کې ایښي وي، څوک به یې نن بیا په کومه ګناه وژلی وي…
دسترګوپه رپ کې کلي هنګامې پرسرواخیست، نر، ښځې، واړه او زاړه ګرده د لویي دروازې مخې څوک سرلوڅي اوڅوک پښې لوڅې راووتل،
یوسړي وژونکي د ګواښ په چم خلکوته مخامخ لاس په خوله ونیو، چې ګواکي غږ پورته نه کړئ …
هیچا هیڅ هم نه ویل، ټولو یوه اوبل ته کتل، هیچا لا داهم نه شوای ویلای چې داڅوک دی اویا څوک ده ؟…
تابوت پروچه مځکه دلویې کلا دروازې ته مخامخ ایښی دی، په څنګ کې دیوال غوندې لیکه کلیوال دریدلي، یوازې یو یو، له یوه بل سره په واړې ختلي ډول یو پس پس وکړي :
– داڅوک دی ، څوک به وي ؟
هغه بل بیا په پس پس سره ځواب ورکړي:
ـ نه پوهیږم ، هرڅوک چې دی سخت وژل شوی، وینې یې ګورې چې اوس هم له تابوته د باندې را بهیږي…
ټول کلي وارخطا دي، ځکه چې دهرکوریونه یوڅوک په خوارۍ اوغریبۍ پسې ورک دي، یوشمیربیا د دین اوایمان په نامه د دین اوایمان پلورل شویو ټیکدارانو پردغه اوهغه بهانه له ځان سره کړي اود امریکا په نامه یې دامریکا له پاره د انتحارپه نشه کې پرنامعلوموخواوو تللي دي…
چې ځینوخویې خپلومیندوته دهغې اودغې دنیا، دحورو اوغلیمانوعکسونه هم را لیږلي اوورته لیکلي یي دي چې دوی دغه لوی ویاړته په لین کې ولاړدي، دهغوي خپلوان چې تابوت ته ګوري ترټولوډیروارخطا دي… او فاطمه ترورترټولو زیاته… ځکه خویی په زړه کې ورتیره شي :
– هغه زما ملاګی جنتي زوی نه وي…. وخدای چې هغه نه وي…
خوشیطان یې مخې ته ودریږي او ورسره سترګې په سترګو شي :
– پرون خو دې دعا کوله چې خدایه ته یې پرخپل دغه مقام باندې کامیاب کړې… هم هغه دی کامیاب شو، ستا دعا ورته قبوله شوه ….
خوداچې خوارکۍ مورده، بیرته زر ځان غلی کړي او په زړه کې ورتیره شي :
– نه خدای دې نه کړې، یوبد مې په ذهن کې راتیرشوي…. نه نه خدایه ته یې راته وساتې … نه غواړم چې په حورو اوعلمانوپسې یې ولیږم … نه نه …. خدایه … !
خوتابوت لاهم پرځمکه ایښي دی ، څوږیره ورسړي وژونکي یې په څنګ کې چې ظاهرآ مسلمان ښکاري له درنو توغندیوسره ورته ولاړدي اوچا ته اجازه نه ورکوي چې یا یي په باره کې وغږیږي اویاهم تابوت ته ورنږدې شي.
یوازې یوه یې د سورګل آکا د پوښتنې په ځواب کې ویلي ول :
– مولوي صاب پرموږ پسې را روان دی ، څوهغه نه وي راغلي څوک تابوت لاس نه شی وروړای …
سورګل آکاته ځکه ځمکه ځای نه ورکوي چې یوکال دمخه یي لوردکانکورپه آزموینه کې پوهنتون ته کامیابه شوې وه ، او اوس نارامه وچې پرهغې یې څه ټکه نه وی را اچولې … ځکه هرځل چې له تابوته راوتلې وینې ته ګوري، زړه یې ودربیږي اوپه ذهن کې یې یوغږ ورتاو را تاوشي :
– ته زما وینه نه پیژنې؟ نه یې پیژنې، نه یی پيژنې ….زه یې ویشتلې یې یم،هو، زه، زه خوږه،ستا محصله لور …

فاطمه ترورخومې درته وښوده چې زوی یې ځان د انتحاریانوپه لین کې د حورو اوغلمانود وصال په هیله په لین کې درولی دی، همدغه دوې اونورې صحنې وې چې دټولوکلیوالو واړې پرهمدغه لامل تابوت ختلې دي اونه پوهیږي، چې کله به (صاب ) را رسیږي اود تابوت سربه خلاصوي اوبیا یې په ډاګه کوي چې څوک یې په کې راوړي اوکومه کورنۍ یې نن بیا دغم پرټغرکینولې ده؟ له یوې اوبلې خوا درګرده له آه وفریاد سره همدغه زمزمې ترغوږ کیږي ،
– دا صاب ولې نه راځي، ورځ هم ترغرمې واوښته…
– کور دې دده وران شي ،
– وطالب ګله ووایه چې په دغه تابوت کې موڅوک نیمه خوا کړی …
ورځ ټوله تیره شوه، دوه طالب ټوپک والا، دلته له تابوت سره په ماشه سپاره ناست دي، له چا سره نه خبرې کوي اونه یې هم دښه اوبد غږ ترې خولې راوځي…
له تابوت څخه دوینولیکه نوره هم دخلکوپرلوراوږده شوه ، ورځ هم په مازدیګرودریده چې دیوه طالب ټوپک والا خیرن موبایل سره وشرنګیده ، لا یې سلام نه و ورته ویلې چې له هغې خوا یې واوریدل :
– صاب ته په لاره کې داعش بم ایښې، هغه وژل شوی زر ځانونه له هغه ځایه را وباسئ … پرتابوت ما بوت پسې مه ګرزۍ …
سورګل ماما ته په زړه کې هم هغه نامتوخبره ورتیره شوه :
– دخره پوستکی او د سپي غاښونه …
پرتابوت پیره دارټول په بیړه خپل موټرته وختل ، پرته له دې چې دتابوت اومړي په باره کې څه ووایی پرراغلې لار بیرته مړه اووارخطا څټونه ورغبرګ شول،
کلیوالولاهم تابوت ته کتل، چې په سپره میدان له سړي وژونکوڅخه پاتې شو، دهیچا لاس نه وراوږدیده … هیچا زړه نه شوای کولای چې پرهغه باندې لاس ولګوي، فضا داسې را تنګه شوې وه چې ټول له تابوت څخه ډاریدل …
لا دسکڼي ماښام څپه نه وه را خوره شوې چې فیروزه ترورله کومې خوا را پیداشوه ، له لواولوره ستړې لورپه لاس کې ، ټکری یې له سره لویدلی پرخلکو راننوته اوچې غږ یې کړ:
– لرې شئ ، چا ته ګورئ ، له چا اجازه اخلئ ، دخدای امرشوی ، هرڅوک چې دي پرموږ دي، پرموږ خوارانو، موږ باید پوه شوچې دچا مټ اووزر مات شوی دی ؟ . ..
خپل لوریې دتابوت ترمیخ لاندې کړ، دتابوت د سرتخته یې ماته کړه، بله تخته یې هم د لاره پرڅوکه والوزوله، کفن یې له یوې اوبلې خوا په بسم الله سره واړاوه راواړه ، سترګې یې پرګڼو ویښتوباندې ولګیدې، پرګڼوتورو اوږدوزلفو، چې پرټول مخ باندې را غوړیدلې وې… بسم الله یې پرخوله روانه وساتله…
خوترور پوه شوه … د سورګل آکا پرلوریې له اوښکوډکوسترګو لاره ورکږه کړه، په چغوشوه، اوسورګل آکا ته یې غیږه ورکړه :
– وروره ، آه ، وروره دا خو خوږه ده …. خوږه ، خوږه ، ای ربه ، ای لویه خدایه دا یوه لوردې هم راباندې ونه لوریده چې ….
سورګل آکا وچ لرګې شوی و، دخوږې وړمه ورځني خبرې وریادې شوې چې په ژړا ژړا یې ورته ویلي ول :
ـ پرموږ پوهنتون بندوي، پرموږ ژوند بندوي اوپرموږ د انسانیت پیژندنې دروازې تړي … هو، موږ وژنې ، موږ وژنې …
دخوږې پرتابوت باندې دکلي ټولوښځوله ډیره درده ترناوخته پورې سرونه ووهل، ټول په ویراوښتی ول ځکه چې دا دټول کلي یوازنې شمه وه چې دوی یې د رڼا په تمه وو:
– خوږه به ډاکتره شي … خوږه به زموږ زخموته پټۍ شي … اوخوږه به …
کلی ټول ترسبا پورې ویښ پاتې شو، خونه پوهیدل چې پرهغې به څه تیرشوي وي، چا به وژلې وي، یوازې دامعلومه وه چې دا د پوهنتون په لیلیه کې وه ، هرڅه چې ول ، هم هلته پرې تیرشوي ول… د خوږې سینه غلبیل غلبیل شوې وه، سهارمهال وچې کوم چا د سمبولیک تابوت پرلاندنۍ برخه باندې سریښ شوی کاغذ راوشکاوه، ډله پرهغه کاغذباندې را ټول شول، ویې لیدل چې پرهغه یوازې یوه وړه خو دردونکې جمله لیکل شوې وه چې :
« نورې هم پوهنتونوته خپلې لوڼۍ واستوئ … » ؟؟؟

پای
د ۲۰۲۲ کال د ډسامبر ۲۱

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.