غــــــزل

ابراهیم ګلزار

400
چـې د بـدو خلکـــو جوړ چرته مجـلــس وي
ښــې خــبرې کــــول هــلــته کې عــبس وي
په امــــان وي هـغـه څـوک له ګــناهـــــــونو
چـې الله نه يې په زړه کـې ډار او ترس وي
دا انسـان شهوت وي ډير چې کله مــوړ وي
کــــم وي هلـه ، کلـه وګې چـې يې نـس وي
د مــيږى په څـير د ځان نه غټ بار مه وړه
کار هغه کــوه چې کـوم يو دې په وس وي
د ښــار خلـک د ښــار شـــور سره بلـــد وي
کلـــيوال سـړي د ښـار شور کې ګنګس وي
اثر خــــتم به يې نه شـي تر ســل کالــــــو
پدې خاوره څلويښت کاله جنګ به بس وي
تر هغـې به په سکـــون نه شي،ګلـــــــزاره
چـې تر څـو پورې ويده دغــه ولـــس وي

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.