که مورنه وي … ؟

خالق رشید

0 903

کیسه یي طرحه ،

که مورنه وي … ؟

دريمه شپه وه، چې زما له موره خوب دباد وزرشوى و، نه مځكې ځاى ورکاو او نه هم كټ، كله به يوې خواته شوه او كله بلې خواته، سره وبه بونګيده وبه بونګیده ترڅو چې يې وروسته له خولې را په ډاګه شوه :

ـ  په تراكتور ورته  قبركينې، په تراكتور باندې يې قبرته ورټيټوي، په تراكتور خاورې پرې وراړوي … خداى خبرچې دغسل وركولو ته به هم اجازه وركوي اوكه نه .؟؟؟ اوخدايه … او، لويه خدايه دا په څه برخليك دې ورواړولم … ته داننۍ ميرمن وګوره …

دوه مياشتې كيږي چې زموږ ښار ته له مركزي آسيا يوه كورنۍ راغلې، له رارسيدو سره سمه دكورميرمن چې د اوږدې مودې ناسور (سرطان) ناروغي يې درلود له هوایی ډګره نیغه روغتون ته وليږدل شوه.نوره كورنۍ يې په ميلمستون كې اوسيده ،هغوى په دې نه پوهيدل چې ددغه ښار اوږده اولنډ كوم دي . روغتون چيرې دى؟ په څه شان بايد هلته ولاړشي ، په ژبه هم ګونکي ول ځکه نوي راغلي وو او د دغه ځای پرژبه نه پوهیدل …. يوازې د ورځي له خوا به يوه ميرمن ورته راتله چې هغې به دوى ته د دوى د ژوند او اړتياوو په اړه څه ناڅه د دوى په ژبه خبرې كولې اوكومې  ستونزې به يې چې لرلې  په هغه باره كې به يې مرسته ورسره كوله او كه به يې له وسه نه وه پوره نو بيابه يې ترځان پورته كسانو ته د دوى ستونزې رسولې .

ترټولو ګرانه خوداوه چې دكوردميرمنې حالت ورځ په ورځ خرابيده اوډاكترانو به دغې اړیکنې میرمنې ته همدا ويل چې دا ميرمن دجوړيدو نه ده…

څلور پنځه ماشومان به د ميلمستون په كوټه كې ټوله ورځ له كړكۍ څخه د لويو او لوړو ماڼو په ننداره وو. دومره چې په پاى كې به دهغو له كتوهم ستړي شول ….

زموږ په ښار كې دغه شپې چې دوی دلته را رسیدلي وو، دژمي شپې وې ، هو، دژمي درنې او اوږدې شپې، هغه چې ورځې به يې دسترګوپه رپ كې شپه كيدې او اوږدې شپې به يې د خداى په هيله سبا كيدې… موږ چې ماشومان وو اوپه كلي كې وو، كله به چې د ژمي شپې راتلې نو زما دانا په خوله كې به داخبره د ژمي له پيله بيا ترپايه پورې وه چې : د ژمې شپې نه دي، كالونه دي ، خداى د څوك پردغو شپوکې ناروغه كوي نه ، په دې چې سباكول يې هم دسړي سترګې سپينوي…

 په ښار كې واورې ډيرې شوې وې . دښار له يوې خوا بلې ته تګ هم څه اسانه خبره نه وه ، هغه هم دداسې چا له پاره چې وطن يې په اورلاهو شوى وي او هجرت یې په پردېو ملكو لكه له ټوله ورکې زاڼي سرګردانه پرهرلوري ګرځوي راګرځوي…

ددغو ماشومانوهم دغه حال و… په ډير، ډیروكتوكتو به هم سره ستړي شول، او، دې ته به سترګې په لاره ووچې پلار يې له روغتونه راشي اودمورحال يې ورته ووايې…  ټوله ورځ به په همدې سوچ کې وو،چې پلاربه یې كله ميلمستون ته راځي اوله دوى سره به يوځاى كيږي؟

مازديګر،ماښام ناوخته به يې پلارستړې اوستومانه مات وزرونه دوی ته راورسید …  لابه راننوتى نه و، چې يوكاغذ به يې خپلې مشرې لورته په لاس كې وركړ:

ـ دا د روغتون نمره ده ، له تليفون سره يې  نژدې كيږده …

بيا به ټول پرې راتويې شول، اودې ته به يې تلوسه وه، چې د مورله حاله يې خبرشي…

پلاربه هم په ستړي اواز د درواغو ځواب وركړ:

– مور موښه ده، ډاكتران وايې يوڅوورځي نوره دې هم دلته وي … هلته هرڅه ورته شته…  په روغتون كې له دغه ځايه ارامه ده…  دهغې هم تاسو یادیږئ …

خو د ماشومې لور (ګلابو) به يې دزړه خبره زرله خولې راووته :

ـ  دلته خوهم يوه كوټه دې ته وركولاى شو، ولې دلته نه راځي ، داخو څه پاكستان او هندوستان نه دي، چې ټول به په يوه كوټه كې سره راټول وو…

پلار به يې زر ځان په خوله كې ورواچاوه :

ـ  دلته روغتونونه هم ډیرپاك دي ، هوډیر …  موردې هلته تردې ځای هم آرامه ده …

ـ ولې په ماپسې نه ده خپه شوې …هغې خوبه ويل چې كه په جنت كې هم وم ، چې ته راسره نه وې زه به خواشينې وم …

خوپلار به يې دخپل زړه درد،هغه چې يوازې ده زغملاى شو. ترخپلو شونډو لاندې كړ:

– اوس هم درپسې خپه ده … کله چې هرسهار زه ورځم ، ترهرڅه دمخه  ستاپوښتنه كوي اوزه ورته وايم چې ګلابوښه ده، خوشاله ده …

دموریې يوه اوونۍ هم په روغتون كې پوره نه شوه چې له ژوند سره خداى پامانې وكړ، مساپره راغله او مساپره لاړه …  په سهار يې چې خاوند، روغتون ته ور ورسيد، ترده د مخه ، د ده لارښوده میرمن ،هغه چې له ده سره په ژبه پوهيده، هلته را رسيدلې وه. د ده په ليدو دهغې سترګې راډكې شوې … دى پوه شو اوهغې ته يې وويل :

ـ  پوه شوم ، څه کولای شو … دخداى رضا به وه …

زموږ په ښار په هغو کلو کې ډيرنورافغانان هم له یوې اوبلې خوا را رسیدلي ول، او دلته په دغه ښاركې د چا خبره له دغو ټولو ستونزو سره كوراو كهول شوي وو.دیوه اوبل له حاله خبریدل پرچا به چې داسې بده راغله، دوی به یوه اوبل ته رسیدل… په دغه ورځ هم د ماما تررسيدو د مخه يوشمير لاوختي روغتون ته راغلي ووچې دجنازې په ښخولوكې مرسته ورسره وكړي …

هغوى يې دهرڅه تابياكړې وه، دغسل ، دهديرې ، اونورو…

مستان ګل ماما فكركاوه ، چې دلته به هم لكه دكلي اووطن غوندې دود وى ، دى به لومړى خپل او خپلوان خبروي ، بيا به دغه باره كې داسې اوهعسې تصميم نيسې … خونه، دلته داخبره نه وه.. خلکوجنازه په ټاكلي موټر كې په هماغه شيبه كې دهديرې په لور روانه كړه، په دې چې دلته ژوند دومره بوخت و، چې چا دسباله پاره وخت نه درلود،همدانن يي بايد هرڅه سره خلاص كړي واى …

سلاکارې یې د بچیانوله پاره هم تیاری نیولی و، چې هغو باید پرهدیره باندې له خپلې مورسره وروستی خداپامانی وکړي… بچيان یې راوستل اوهغوی د خپلې مور جنازه د ژوند تروروستي دمه ځای پورې په درنوکوکارو بدرګه كړه… اوپردې پوه شول چې هغوی نورپه دغه بې سروپایه وطن کې بی موره شول …

مشرې لورته يې د خپلې كوچنۍ خور پرونۍ خبره ورياده شوه :

-كه په دغه ښاركې له چاسره مورنه وې… پلارنه وي … دلته خو ژوند تياردوزخ دى …

چې دې یې په تسل کې ورته ويلي وو :

– مورهم شته ، پلارهم شته ، مور به خداى جوړه كړي … دلته هرڅه شته … کانادا ښکلي ملک دی، دلته ماشومان نه نیمه خوا کیږي … دلته جنګونه نشته … موږ به ټول ښوونځي ته ځې …

خو هغې خیرکې نجلۍ بیا ورغبرګه کړې وه :

– مور دې خداى جوړه كړي … كه مور نه وي …  که پلار نه وي … ؟؟؟؟

اومساپره راغله ، مساپره لاړه خورمو په هغه ورځ خاورو ته وسپارله ،

ما ښام تیاره و، چې مورمې دمستان ګل ماما کورنۍ ته ویروسی کړی و، هغوی د شپې ترناوخته زموږ سره پاتې شول، ترناوخته مو ورسره وژړل ، زما مورخوهسې هم په دې لوی وطن کې زړه تنګې شوې وه ، خو نن یې چې ددغې کورنۍ حال لیده نوریې هم غر پرسررا پریوت …. خوځان یې د ماشومانوپه وړاندې داسې نیولی وچې ګواکي زه موهرڅه یم … کله به یې ماشومې لور د مور نوم واخست دې به په ډک زړه ورته وویل :

ـ مورته دې دعاوې کوه ، زه د موریم ، زه به درسره یم … موږ ټول یوه ورځ هغې ته ورځو… زموږ ټولومخه پرهغه خوا ده …. زه دې موریم … زه …زه …

خوموږته ښکاریده چې دهغې ماشومې په زړه اوذهن لاهم داخبره ورغبرګه وه :

ـ  په دې وطن کې که مور نه وي …  که پلارنه وي … ؟؟

ماما مستان ګل دوی ناوخته زموږ له کوره ولاړل ، خوموږ ټوله شپه د هغوی په یاد دسهارترلمانځه پورې وژړل ….

په دې وطن کې که مور نه وي … که پلارنه وی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ادمنتون   – کانادا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply